ډونالډ ترمپ په ایکس شبکه د یوه ویډیو په خپرولو سره لیکلي دي چې په یمن کې حوثیان کمزورې شوي او نور پر بیړیو د برید کولو توان نه لري. امریکا ایران ته د نوې اټومي موافقې نه کولو په صورت کې د پوځي ځواب ګواښ کړی دی.
سناتور کاتن وایي چې د ټرمپ نوې تګلاره به د ایران د نفتو صادرات ودروي او اټومی وسلو ته د رسیدو لاره بنده کړي.انځور: U.S. Navy/AP/picture alliance
اعلان
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې (د اپریل میاشتې ۵ نیټه) په سهار په ایکس شبکه کې په یمن کې د ایران له ملاتړ څخه برخمنو حوثیانو پر مرکزونو د برید ویډیو په خپرولو سره لیکلي دي: «حوثیان د یوه برید په هکله د اوامرو ترلاسه کولو له پاره را ټول شوي و، خو هغوی نور نه شي کولی پر مونږ برید وکړي او زمونږ بیړۍ ډوبې کړي.»
د ټرمپ له خوا په خپره شوې ویډیو کې لیدل کیږي چې یو شمیر ځواکونه چې په یوه ځای کې را ټول شوي تر برید لاندې نیول شوي دي. ټرمپ لیکلي دي: «دوی نور هیڅ کله هم نه شي کولی زمونږ بیړۍ غرق یا ډوبې کړې.»
د حوثیانو پر مرکزونو د امریکا برید او ایران ته ګواښ
امریکایې ځواکونو د مارچ له ۱۵ نیټې څخه د ټرمپ په امر په یمن کې د حوثي ملیشه و پر مرکزونو بریدونه پیل کړي دي. ټرمپ همدارنګه خبرداری ورکړی دی چې تر دې وروسته د ایران حکومت د حوثیانو د بریدونو مسئول ګڼي او د دا ډول پیښې د را منځته کیدو په صورت به «ایران له شدیدو عواقبو سره مخامخ شي.»
امریکایي پوځ تر اوسه پورې په یمن کې د حوثیانو پر مرکزونو تر ۳۰۰ ډیر بریدونه کړي دي. د بریدونو له ډیریدو سره هم مهاله د «ټلګرام» ورځپاڼې له یمن څخه د ایراني ځواکونو د وتلو خبر ورکړی دی.
د ټرمپ دا پیغام د دغې بریتانوۍ ورځپاڼې له رپوټ څخه یوه ورځ وروسته خپریږي چې د یوه لوړپوړي ایراني چارواکي په نقل یې رپوټ ورکړی و چې د تهران د متحد حوثیانو پر وړاندې د امریکا د بریدونو ډیریدو له کبله ایران دغو ځواکونو ته له یمن څخه د وتلو امر کړی دی.
ټرمپ په پرله پسې ډول له خپلو تندو څرګندونو سره ایران ته ټکان ورکوونکې خبردارۍ ورکړي دي: «یا له نوي اټومي موافقتنامې سره توافق وکړئ، یا به له داسې بمبارۍ سره مخامخ شئ چې تر اوسه مو یې ساری نه وي لیدلی»
ټرمپ له دې خبرداري سره هم مهاله ویلي دي چې فکر کوي ایران له امریکا سره د مستقیو خبرو اترو غوښتونکی دی.
اعلان
"له ایران سره هم لیبیا ته د ورته یوې موافقې غوښتونکي یو"
مشهور جمهوري غوښتونکي سناتور ټام کاتن په ایکس شبکه کې د ایران پر وړاندې د امریکا د دوو پخوانیو ولسمشرانو بارک اوباما او جو بایډن د سیاستونو د پای او د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د «حد اکثر فشارونو» د پيلیدو خبر ورکړی دی.
کاتن زیاتوي چې د ټرمپ نوې تګلاره به د ایران د نفتو صادرات ودروي او اټومی وسلو ته د رسیدو لاره بنده کړي.
دغه جمهوري غوښتونکي سناتور ویلي دي ټرمپ ترجیح ورکوي له لیبیا سره د امریکا د ۲۰۰۳م کال د موافقې په څیر یو توافق رامنځته شي او په بل صورت کې به ایران بمبار شي.
مخکې تر دې لوړپوړي سناتور لیندزي ګراهام اسرائیل ته د خپل سفر پر مهال ویلي و چې که د ایران حکومت د مذاکراتو مسیر غوره کړي باید ورته مشخص وخت وټاکل شي. دغه سناتور هم د «لیبیا د اټومي بې وسلې کولو ماډل» وړاندیز کړ چې له دیپلوماتیک پلوه د نړیوالې ټولنې د منلو وړ دی.
د «لیبیا ماډل» کې د دغه هیواد د ټولو اټومي زیربناو په بشپړ ډول له منځه وړل شامل و.
یمن یو د سیمې له هیوادونو څخه دی چې کورنۍ جګړې پکې سیمه ایز ابعاد خپل کړي او رقیب هیوادونه یعني ایران او سعودي عربستان پکې په فعال ډول ګډون لري. ایران ځان د حوثیانو پلوي بولي چې د «انصار الله» په نوم پيژندل کیږي.
انځور: picture alliance/dpa/AP/H. Mohammed
پر سعودي عربستان د حوثیانو توغندیز بریدونه
د ملګرو ملتونو عمومي مونشي انتونیو ګوترش، د ۲۰۲۰م کال په جون میاشت کې امنیت شورا ته وویل هغه کروز توغندي چې په سعودي عربستان کې د نفتو په آرامکو شرکت او د ابها په هوایي ډګر او مخکې تر دې لږ تر لږه په دوو نورو بریدونو کې کارول شوي دي ایراني منشاء یې لرله.
انځور: picture-alliance/dpa/H. Al-Ansi
له ایراني چارواکو سره د حوثیانو رسمي تماسونه
هغه تحولات چې په ۲۰۱۰م کال کې «عربي پسرلی» ونومول شول د یمن په ګډون د ډیرو عربي هیوادونو په ځواکونو کې د سیاسي تغیراتو د رامنځته کیدو سبب شول. د صنعا تر نیولو وروسته ډير حوثي چارواکو ایران ته سفرونه وکړل. ډیر شمیر حوثي مشران د ایران له شعیه روحانیونو سره نږدې اړیکې لري. د ملګرو ملتونو کارپوهان وایي چې ایران حوثیانو ته وسلې او پيسې استوي او د ایران نظامي کارپوهان په یمن کې حضور لري.
انځور: picture-alliance/dpa/H. Al-Ansi
په یمن کې د قبیلوي ریښې درلودونکی جګړه او که نیابتي جنګ
یمن چې د سړۍ جګړې پر وخت پر شمالي او جنوبي یمن برخو ویشل شوی وو، وروسته له یووالي څخه ونه توانید خپل قومي ستونزې حل کړي. په اوس وخت کې هم مختلفې ډلې د مختلفو اهدافو او ګټو په خاطر د یوه بل پر وړاندې جنګیږي. یمن د ایران او سعودي عربستان د نیابتي جګړې په ډګر بدل شوی دی. د ملګرو ملتونو په حواله تر اوسه پورې د دغو جګړو له امله ۲۰۰ زرو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
انځور: Getty Images/AFP/A. Hyder
په عراق کې ملیشه ډلې
د صدام حسین رژیم تر نسکوریدو وروسته په دغه هیواد کې د ایران مداخلې ته زمينه مساعده شوه. یو شمیر هغه شعیه ډلې چې د ایران او عراق جګړې پر مهال ایران ته ورغلي وې خپل جوړښت یې وساته او په عراق کې په سیاسي او فعالو ملیشه ډلو بدل شول.
انځور: Reuters/Stringer
له ایران سره نږدې همکاري
یو شمیر شعیه عراقي ډلې نه پټوي چې له ایران سره نږدې اړيکې لري او خپل سیاستونه د ایران په نظر تنظیموي. ایران له دغو ډلو څخه پر عراقي سیاستوالو د فشار د الې په توګه استفاده کوي. بل لور ته ایران له امریکا سره د خپلې شخړې په برخه کې هم له دغو ډلو ګټه اخلي.
انځور: AFP/A. Al-Rubaye
شعیه ملیشه د او داعش پر وړاندې جګړه
په سوریې او عراق کې د داعش پر وړاندې بریا وښودله چې د دغو هیوادونو مرکزي حکومتونه نه شي کولی د دغو افراطي ډلو پر وړاندې خلک را ټول کړي. د عراق حکومت چې اکثره یې شعیه مذهبه سیاستوال دي په دغه هیواد کې یې د سنیانو نارضایتۍ ته لاره هواره کړه او د عراق شمالي او ختیځې برخې په اسانۍ سره د داعش لاسونو ته ولویدلې. په ۲۰۱۶ کال کې شعیه ګانو د داعش پر وړاندې جګړه کې فعاله نقش درلود.
انځور: picture-alliance/dpa/A. Jalil
د سپاه قدس او حشدالشعبي نزدیوالی
د سپاه پاسداران پخوانی قوماندان قاسم سلیماني او د حشد الشعبي یو مشر ابومهدي مهندس د هغو کسانو له جملې څخه وو چې د ۲۰۲۰م کال په جنورۍ میاشت کې په عراق کې د امریکایي ځواکونو په هوایي برید کې ووژل شول. امریکایانو څو واره خبرداری ورکړی وو چې قاسم سلیماني په مستقیم او غیر مستقیم ډول په عراق کې د امریکایي ځواکونو په وژنه کې لاس لري.
انځور: Fars
په عراق کې د سپاه تر قوماندې لاندې ملیشه
شعیه ملیشه ډلې په عراق کې په متفاوتو انګیزو تشکيل شوي دي. دغه ډلې د «عصائب اهل حق» نیولې بیا د سپاه بدر پورې د مصلحتونو په پام کې نیولو سره په مختلفو چارو کې مداخله کوي. امریکا د ایران تر کنترول لاندې شعیه ډلو ته د «ځانګړو ډلو» نوم ورکړی دی. ټولې دغه ډلې په مختلفو درجو د ایرن د ګټو له پاره کار کوي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/J. al-Helo
په حلب کې د ایران د وسله والو ځواکونو قوماندان محمد حسین باقري
ایراني چارواکي ادعا کوي چې د دغه هیواد نظامي ځواکونه په سوریي کې یوازې د نظامي مشاورینو په توګه فعالیت کوي او په جنګي عملیاتو کې مستقیم رول نه لري. خو تر اوسه پورې د سپاه پاسداران په لسګونو قوماندانان د سوریې په جګړه کې وژل شوي دي. اسرائیل هم تر اوسه پورې په لسګونو واره په سوریې کې د ایراني ځواکونو او متحدینو سنګرونه په نخښه کړي دي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/Syrian Central Military Media
د سپاه پاسداران ستراتیژیک متحد حزب الله
ایران له بهرنیو جنګیالیو سره د همکارۍ او اعتماد په برخه کې په مختلف ډول عمل کوي. په لبنان کې د حزب الله رامنځته کیدل په پیل کې د ایراني ځواکونو له خوا وو. ایران د لبنان په سویل کې د دې ډلې له طریقه له اسرائیل سره په نیابتي شکله جګړه پر مخ وړي.
انځور: Getty Images/AFPM. Zayyat
حزب الله او د ایران ستراتیژیک عمق
ایران چارواکو په وار وار اعلان کړی دی چې په لویدیځ کې د دغه هیواد ستراتیژیک عمق د مدیترانې تر بحیرې پورې دی. له یوې خوا د «اسرائیل د نابودۍ» سیاست او له بلې خوا له ایډیالوژیکي پلوه د ایران لوړوالی، په لبنان کې د ایران د حضور توجیه کولو له پاره د دلیل په توګه وړاندې کیږي.
انځور: picture-alliance/AA
په سوريه کې حزب الله
د ایران له ملاتړ څخه د برخمنو فلسطينې ډلو برخلاف چې په غزې او د اردن سیند لویدیځه غاړه کې فعاله دي، حزب الله نه یوازې په لبنان کې د ایران له غوښتنو سره په مطابقت کې د سیاستونو استازیتوب کوي، بلکې په سیمه کې د ایران یو له نظامي بازوګانو څخه دی. تر اوسه پورې د دغې ډلې په زرونو جنګیالیو د سوریې په جګړې کې هم ګډون کړی دی.