1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

هريس او ټرمپ سپتمبر کې تلويزيوني مناظره کوي

۱۴۰۳ مرداد ۱۹, جمعه

کاملا هریس او ډونالډ ټرمپ له څو ورځو جنجالي ویناوو وروسته اوس د یوې ټلویزوني مناظرې لپاره موافقه کړې ده. د دغې مناظرې د کولو نېټه یې هم په ډاګه کړې ده.

ټرمپ په ناڅاپي توګه د دوو نورو مناظرو لپاره د وخت ټاکلو غوښتنه هم کړې ده.

د امریکا د متحده ایالاتونو د جمهوري ریاست ټاکنو لپاره د جمهوري غوښتونکو او ډیموکراټ ګوندونو کاندیدان ډونالډ ټرمپ او کاملا هریس غواړي چې د سپټمبر په میاشت کې په خپله لومړنۍ ټلویزیوني مناظره کې برخه واخلي.

د « اې بي سي » ټلویزیوني رسنۍ د راپور له مخې، دواړو سیاستوالو د امریکا په سېمه ییز وخت د سپټمبر په لسمه نېټه چې د مرکزي اروپا پر وخت ۱۱ نېټه کېږي، د مناظرې موافقه کړې ده.

تر دې وړاندې ټرمپ او د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر او د دموکرات ګوند نوماند جو بایډن مخکې له دې چې د ولسمشرۍ د راتلوونکې دورې لپاره خپله کاندیدي لغوه اعلان کړي او مېرمن هریس دغه کاندیدۍ ته دننه شي، د دغه د ټلویزیوني مناظرې لپاره په یاده نېټه موافقه کړې وه.

د دې وقفې په جریان کې، ټرمپ په یوه تلویزیوني پروګرام کې د بدیل په توګه د بلې نیټې وړاندیز کړی و.

اوس د جمهوري غوښتونکو کاندید ډونالډ ټرمپ د فلوریډا ایالت په مارلاګو ښار کې د یو خبري کنفرانس له لارې اعلان وکړ چې هغه غواړي په ټولیزه توګه په دریو تلویزیوني مناظرو کې له هریس سره مخامخ شي.

امريکا متحده ايالات

ټرمپ وویل چې د هغه ټیم د دوه نورو تلویزیوني رسنیو سره د سپتمبر په څلورمه او د همدغه میاشتې په ۲۵ نېټه چې د مرکزي اروپا په وخت د سپتمبر ۵ او ۲۶ نېټه کېږي، موافقې ته رسیدلی دی.

 هریس چې د ټاکنیز کمپاین لپاره مشیګن ایالت ته په سفر روانه ده له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، هغه خوشحاله ده چې ټرمپ بالاخره د سپتمبر په ۱۰ لسمه نېته د یوې مناظرې سره موافقه وکړه، نوموړي یوې بلې مناظرې لپاره هم چمتوالی ښودلی دی خو په دې اړه یې نور وضاحت نه دی ورکړی.

ټرمپ همدارنګه د جمهوري ریاست د مرستیالانو « جي ډی وینس » او د « والز» تر منځ د یوې ترسره کېدونکې مناظرې یادونه هم وکړه خو تاریخ یې نه دی په ډاګه کړی.


ټرمپ او مېرمن هریس په تیرو څو ورځو کې د تلویزیوني مناظرې د نیټې ټاکلو په برخه کې اختلافات درلودل او یو بل یې تورن کړل چې د بل اړخ سره مخ کیدو څخه ویره لري.

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب