اوسمهال تقريبا ۷۰۰ امريکايي سرتېري په سوماليا کې مېشت دي چې د الشباب ډلې ضد جګړې څخه ملاتړ کوي. اوس ولسمشر ترمپ له عراق او افغانستان وروسته غواړي چې د امریکايي پوځیانو لويه برخه يې له سوماليا څخه هم ووځي.
پاکستان په دغه نوملړ کې پنځم ځای لري. په تیر میلادي کال کې په دغه هیواد کې په ۷۳۶ ترهګریزو پيښو۹۵۰ کسان وژل شوي او تر ۱۷۰۰ زیات ټپیان شوي ول. د ترهګرۍ د زیاتو پيښو مسئوليت پر تحریک طالبان پاکستان، د داعش د خراسان څانګه او لشکر جنګوي ډلې اچول کيږي. د رپوټ له مخې په پاکستان کې د ترهګرۍ په پيښو کې د وژل شوو کسانو شمیر د ۲۰۱۳م کال په پرتله ۵۹ سلنه لږ سوی دی.
انځور: Getty Images/AFP/A. Hassan
یمن
یمن د جنګي ډلو او د حوثي یاغیانو پر ضد د سعودي عربستان په مشرۍ د پوځي ائتلاف پر هوایي بریدونو سربیره له ترهګریزو پيښو سره هم لاس او ګریوان دی. په ټوله کې د ترهګرۍ په ۳۶۶ پيښو کې کابو۶۵۰ کسان وژل شوي دي. په دغه هیواد کې پر نورو ډلو ټپلو سربیره د ترهګرې ډلې القاعدې د یوې څانګې موجودیت رپوټونه هم ورکول کیږي.
انځور: Reuters/F. Salman
سوماليا
له ترهګرۍ څخه تر ټولو زیاتو اغیزمنو شوو لسو هیوادونو په ليست کې سومالیا پر اووم مقام دی، چیرې د الشباب په نوم تندلارې ډلي تر۹۰ سلني د زیاتو بریدونو مسئولیت پر غاړه اخیستی دی.
ترکیه هغه هیواد دی چې د لومړي ځل له پاره د لسو اغیزمنو شوو هیوادونو په کتار کې شامل شوی او په نهم مقام کې دی. په تیر میلادي کال کې په ترکیه کې د ۳۶۴ ترهګریزو حملو کې۶۵۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او کابو ۲۳۰۰ کسان ټپیان شوي دي.
انځور: Reuters/Y. Karahan
لیبیا
لیبیا د معمرالقذافي د واکمنۍ له ختمیدو راهیسې له ګډوډیو سره مخامخ دی او په وروستیو کې د ترهګرۍ له پیښو سره هم لاس او ګریوان دی. د دغه نړیوال شاخص د درجه بندۍ له مخې په تیر میلادي کال کې په دغه هیواد کې د ترهګرۍ ۳۳۳ پيښې شوي چې څه کم د څلورو سوو کسانو ژوند یې اخیستی دی. په لیبیا کې هم د ترهګرۍ د زیاتره پيښو مسئوليت په اصطلاح «اسلامي دولت» یا داعش ډلي باندي اچول کيږي.
انځور: Reuters/H. Amara
انځورونه1 | 10
په ګاونډیو هېوادونو کې مېشتېدل
پنتاګون دا هم ويلي دي چې ځينې عسکر به د دغې پرېکړې له مخې له ختيځې افريقا څخه نورو هېوادونو ته ولېږل شي. خو پاتې برخه به يې د سوماليا په ګاونډيو هېوادونو کې ځای پر ځای شي څو پر يادې تاوتريخجنې او افراطي الشباب ډلې باندې فشار وساتلی شي. په خبره يې امريکا متحده آيالات له افريقا څخه نه په شا کيږي.
د خپلې کاري دورې په لږ پاتې وخت کې ترمپ د امريکايي پوځ ماموريتونه له سره ترتيب کړي دي. د نومبر مياشتې په نيمايي کې يې اعلان کړی و چې د جنورۍ تر ۱۵مې پورې به په افغانستان او عراق کې په هر يوه دغه هېواد کې د عسکرو شمېر تقريبا ۲۵۰۰ تنه راکم کړي. په دې سره به د ځواکونو کموالی د جو بايدن د لوړې له مراسمو څخه چې د جنورۍ په ۲۰مه ټاکل شوي دي، يوازې يو څو ورځې مخکې تر سره شي.
میلر سوماليا ته سفر کړی دی
له سوماليا څخه د وتلو امر يوازې يوه اوونۍ وروسته له هغه کيږي چې د پنتاګون مشر، کريستوفر ميلر، چې يوازې يو څو اوونۍ کيږي چې د امریکا د دفاع وزير په توګه مقرر شوی دی، د شکرانې مېلې په درشل کې د سوماليا پلازمېنې موګاديشو ته تاريخي سفر کړی و. تر دې مخکې د متحده آيالاتو د دفاع هيڅ کوم وزير هم سوماليا ته سفر نه و کړی.
کريستوفر ميلر لومړی جګپوړی امریکايي چارواکی دی چې سومالیا ته سفر کويانځور: Manuel Balce Ceneta/AP Photo/picture alliance
واشنګټن د الشباب ډله د تروريستي سازمان په توګه درجه بندي کوي. دغه ډله د القاعده له تندلارې شبکې سره تړاو لري. د الشباب تقريبا ۵۰۰۰ تر ۹۰۰۰ پورې جنګيالي غواړي چې د سوماليا حکومت را وپرځوي.
د روان میلادي کال په فبرورۍ مياشت کې خپور شوی د متحده آيالاتو په يوه رپوټ کې راغلي دي چې د الشباب څخه «خطر په زياتېدو» دی. په دغه رپوټ کې خبرداری هم ورکړل شوی چې د الشباب جنګيالي د دې هدف لري چې د متحده آيالاتو په خاوره کې يو تروريستي بريد تر سره کړي.