1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ پر کانګرس حمله وغندله او د قدرت انتقال یې تضمین کړ

۱۳۹۹ دی ۱۹, جمعه

د امریکا جمهوررئیس، دونالد ترمپ د خپل هيواد پر کانګرس باندي حمله وغندله. هغه دا هم ویلي دي چي د جنورۍ مياشتي پر۲۰ مه به قدرت په منظم ډول وسپاري.

US-Präsident Donald Trump
انځور: Donald J. Trump via Twitter/REUTERS

د امریکا متحده ایالات جمهوررئیس، دونالد ترمپ چي د جنوري مياشتي پر ۶ نېټه یې د جمهوري ریاست د انتخاباتو پر جعلي توب باندي په ټینګار سره له خپلو طرفدارنو څخه وغوښتل چي د کانګرس پر خوا حرکت وکړي، په یوه ویډیويي پیغام کي اوس دغه حمله «کرکجنه» بللې ده.

تر دې دمخه په کانګرس کي د ترمپ د وختي لیري کیدو خبره راپورته سوې وه. پر هغه باندي تور دی، چي پر کانګرس باندي د تشدده دغي ډکي حملې مسؤلیت پرغاړه لري.

ترمپ په خپل پیغام کي ویلي: «زه هم د ټولو امریکایانو په ډول د تشددي اعمالو، بې قانونۍ او ګډوډۍ په لیدوسره په قهر یم.» هغه اضافه کړي چي هغو کسانو چي قانون یې تر پښو لاندي کړی دی، د امریکا د خلګو نمایندګان نه دي او ددغه عمل قیمت به ورکړي.

په همدې حال کي تويتر تر نامعلومه وخته پوري د ترمپ اکونت بند کړی وو، خو اوس یې بیرته اجازه تر لاسه کړې ده او دغه ویدیو یې نشر کړې ده.

ترمپ چي د تیري چهارشنبې په ورځ یې د امریکا پر کانګرس باندي د طرفدارانو تر حملې وروسته له هغوی څخه غوښتي ول،«کوروته ولاړ سی»، ویلي دي چي ملي ګارد او فدرالي پولیس یې محل ته لیږلي تر څو اله ګوله کوونکي راوباسي او امنیت ټینګ کړي. هغه همدارنګه وویل،«امریکا د نظم او قانونیت یو هیواد دی او همېشه باید همداډول وي.»

د امریکا پر کانګرس باندي د ترمپ د طرفدرانو هجومانځور: Stephanie Keith/REUTERS

ترمپ ژمنه کړې چي د جنوري پر۲۰ مه به نوی حکومت جوړ او جو بایدن ته به د قدرت انتقال بې له »ستونزي« او قانوني تر سره سي.

هغه د جمهوري ریاست شخړه ایزو انتخاباتو ته په اشارې سره وویل: «د ډیرو کسانو احساساتو ته پام نه دی سوی او اوس باید پر خپلو اعصابو باندي غلبه حاصله کړو او هیواد ارامۍ ته راوګرځوو.«

هغه ټینګار وکړ اوس چي د کرونا ویروس د امریکا اقتصاد او ټولني ته سخته ضربه ورکړې ده، باید خپل تمرکز ددغي پانديمۍ له منځه تلو ته وقف کړو، ځکه چي د جهان د لوی اقتصاد بیرته پر پښو دریدل، یو له بل سره په ګډه کار کولو او څنګ ته دریدلو ته اړتيا لري.

ترمپ د خپل پیغام په اخره کي وویل: «زه پوهیږم چي تاسي مایوسه سوي یاست، خو زه غواړم ووایم، چي زموږ نه باور کیدونکی سفر همدااوس تازه شروع سوی دی.«

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب