1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دونالد ټرمپ پر ایران د «ځپونکو اقتصادي عملیاتو» اعلان وکړ

احمد حکيمي l اسوشیتید پریس او دفرانسې خبري اژانس
۱۴۰۵ مرداد ۲۹, پنجشنبه

ټرمپ خبرداری ورکړی چې هر هېواد چې له ایران سره مرسته وکړي، له سختو اقتصادي پایلو سره به مخ شي. دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په سیمه کې جګړه او کړکېچ شپږمې میاشتې ته داخل شوی او د حل لارې څرک هم نه معلومیږي.

په انځور کې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دوالد ترمپ لیدل کیږي.
د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ دغه اقدام «اقتصادي جګړه» او د ایران «بې ‌ساری انزوا» وبلله او پر تهران یې د اقتصادي فشارونو د زیاتولو خبر ورکړ. انځور: CNP/AdMedia/picture alliance

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، دونالد ټرمپ د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۶م کال د اګست پر ۱۹مه) په «ټروت سوشیل» ټولنیزه شبکه کې په دې هکله د یوه پیغام په خپرولو سره ویلي: «هر هغه هېواد چې خپلو مالي بنسټونو، شرکتونو، هوايي ډګرونو یا دولتي ادارو ته اجازه ورکړي چې ایران ته د هر ډول خلاصون لاره (مرسته) برابره کړي، خپله به له ډېرو سختو اقتصادي پایلو سره مخ شي.»

هغه په دغه پیغام کې لیکلي: «نن زه تر ټولو ځپونکی اقتصادي عملیات اعلانوم چې تر اوسه د هېڅ هېواد پر وړاندې نه دی عملي شوی.»

د امریکا ولسمشر په دغه پیغام کې له ایران پرته د بل هېڅ هېواد نوم وانخیست او د هغو اقداماتو په اړه یې هم جزئیات وړاندې نه کړل چې هغه یې په پام کې لري.

ټرمپ همداراز ادعا وکړه چې ایران ته د هوکړې د ترلاسه کولو لپاره تر ده زیات بل هېچا داسې فرصت نه دی ورکړی.

هغه زیاته کړې: «د دوی [ایران] له پاره د خواشینۍ خبره ده چې دغه فرصت یې له لاسه ورکړ.»

ترمپ همدا راز زیاته کړه چې واشنګټن د ایران د منزوي کولو او له هغه څه سره د مقابلې لپاره چې هغه د ایران ګواښ یې بولي، د خپلو ټولو متحدینو ملاتړ ته اړتیا لري.انځور: European Union/Copernicus Sentinel-2/Handout/REUTERS

ترمپ همدا راز زیاته کړه چې واشنګټن د ایران د منزوي کولو او له هغه څه سره د مقابلې لپاره چې هغه د ایران ګواښ یې بولي، د خپلو ټولو متحدینو ملاتړ ته اړتیا لري.

د امریکا اقتصادي ګواښونو ته د ایران غبرګون

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي، د پنجشنبې په ورځ د ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې وویل چې د «اقتصادي دي-ډې» یا ورځې په نوم طرحه داسې هڅه ده چې د امریکا له اقتصادي ستونزو څخه د خلکو پام واړوي. هغه خبرداری ورکړ چې پر ایران لا زیات فشار به هېڅ پایله ونه لري.

په عین وخت کې د ایران د فارس خبري اژانس د امریکا د ولسمشر وروستۍ څرګندونې د واشنګټن د «رواني جګړې او تبلیغاتي کمپاین» یوه برخه وبلله.

په همدې حال کې، د ایران بل خبري آژانس تسنیم بیا په یوه راپور کې لیکلي چې: «د امریکا د ولسمشر نوې اعلامیه کوم نوی تحول او بدلون نه دی، ځکه متحده ایالات له کلونو راهیسې هڅه کوي چې له ایران سره هر ډول مالي او اقتصادي اړیکې بندې کړي.»

تسنیم همداراز ادعا کړې چې ایران په تېرو کلونو کې د بندیزونو د مخنیوي لپاره بېلابېلې لارې موندلې او په دې برخه کې یې پراخه تجربه ترلاسه کړې ده.

د ټرمپ تازه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ کړکېچ لا هم دوام لري او د هرمز تنګيد راتلونکي او په سیمه کې د جګړې د درولو په اړه د یوې هوکړې لپاره روانو هڅو تر اوسه کومه پایله نه ده لرلې.

د ایران روحاني مشر آيت الله خامنه اي څوک وو؟

04:41

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب