1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ او میرمن یې په کرونا اخته سوي

۱۳۹۹ مهر ۱۱, جمعه

د امریکا د ولسمشر یو نژدې اعتمادي کس په کرونا اخته سوی او دونالد ترمپ او میرمن یې هم په دغه ویروس اخته سول. د انتخاباتي مبارزې په ترڅ کي باید اوس دغه اوسنی ولسمشر ځان قرانطین کړي.

USA Washington Donald Trump und Melania
دونالد ترمپ او میرمن یې میلانیاانځور: Andrew Caballerro-Reynolds/AFP/Getty Images

هوپ هیکس د سپیني ماڼۍ پخوانۍ اطلاعاتي مدیره او اوس هم د ولسمشر دونالد ترمپ نژدې اعتمادي ده. هغې د سه شنبه په ورځ له ولسمشر سره یو ځای د انتخاباتي مبارزې له پاره په الوتکه کي کلیولینډ ته سفر وکړ تر څو ترمپ له خپل سیال جو بایدن سره وویني. یوه ورځ وروسته هغې مینیسوتا ته سفر وکړ او هلته یې حالت ښه نه وو.

د بلومبیرگ خبری آژانس رپوټ ورکوي چي نوموړې په الوتکه کي د بیرته ستنیدو پر وخت لا قرانطین سول.

ترمپ تویت کړی چي «موږ به ډیر ژر په  قرانطین او استراحت پیل وکړو او هر څه به په گډه وزغمو.»

په امریکا متحده ایالاتو کي د نوومبر پر دریمه انتخابات کیږي چی ترمپ ځان د دوهم وار ولسمشرۍ دورې له پاره کاندید کړی.

د ولسمشر مؤظف ډاکټر تمه لري چی ترمپ د کرونا ویروس په لرلو سره بیا هم پرته له وقفې خپلي د ولسمشرۍ دندي سرته رسولای سي. سین کونلي وویل چي د دونالد ترمپ او د هغه د میرمني حالت ښه دی او دواړه به په سپینه ماڼۍ کی د استراحت له پاره پاته وي.

د ماسکونو تړل یوه «فردي پریکړه» ده

د کرونا پاندیمي پر وخت پر ولسمشر باندي په بیا بیا سره تور لگیده چي دغه ویروس جدي نه نیسي. څو وخت مخکي لا هغه په وار وار سره د انتخاباتي مبارزو له پاره راظاهر سو. که څه هم د خلکو راټولیدل په آزاده فضا کي ول خو د هغه په زرونو پلویان مکلف نه ول چي ماسکونه واغوندي او ډیر یې یو بل ته نژدې ولاړ ول.

کیڼ اړخ ته هوپ هیکس لیدل کیږيانځور: Joshua Roberts/Reuters

ترمپ په خپله هم په عام محضر کي زیاتره وخت ماسک نه تاړه. سپیني ماڼۍ ددې کار دلیل دا راوړی چي ترمپ او د هغه شاوخوا کسان په منظم ډول د کرونا تیست کوي. د ترمپ ویاندي کيلای میک ایناني، په جون میاشت کي د ماسک تړل یوه «فردي پریکړه» وبلله.

همدارنگه هوپ هیکس د چهارشنبې په ورځ لا په پوځي هوايي ډگر کي د ترمپ د مشاور او د هغه د زوم جارید کوشنر سره نژدې لیدل سوې وه. دغو دواړو کسانو ماسک نه وو اغوستی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب