په پاکستان کې د انرژۍ پر تاسیساتو وسله وال برید شپږ کسه وژلي
۱۴۰۲ خرداد ۲, سهشنبهد پولیسو یوه چارواکي عرفان خان وویل شاوخوا ۵۰ بریدګرو نن سې شنبې (۲۰۲۳م کال د مۍ ۲۳) د پښتونخوا په هنګو سیمه کې د «ام او ال» په نوم د نفتو او ګازو شرکت تر ادارې لاندې تاسیساتو برید وکړ. تراوسه هیڅ ډلې د دې برید مسئولیت نه دی منلی او دغه شرکت هم چې پر تاسیساتو یې برید شوی څه نه دي ویلي.
پولیس وايي، چې جنګیالیو د نفتو او ګازو دوه څاګانې «ام -۸ او ام -۱۰» د راکټ په ګډون د درنو وسلو په مټ تر برید لاندې راوستي.
عرفان خان وویل: «امنیت ساتونکو د نفتو ام -۸ څاه کې ترهګر په شا تمبولي، خو په ام -۱۰ څاه کې تلفات اوښتي.»
هغه زیاته کړه چې دغو وسله والو شمالي وزیرستان ته تر تېښتې وړاندې د برېښنا په تاسیساتو کې د لمریزې برېښنا د تولید دستګاه هم ویجاړه کړې ده.
اړوند مطالب:په شمالي وزيرستان کي مځکني عملیات پيل شوي
د پښتونخوا د شمال لویدیځ په غرنیزو سیمو کې د پاکستان د تحریک طالبان په ګډون ګڼ شمېر وسله والې ډلې فعالیت لري چې له کلونو ارهيسي يې پر امنیتي ځواکونو او زیربناوو بریدونو ته دوام ورکړی.