1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

ډبليو اچ او: تېرکال تر۸ ميلیونه ډېر کسان په نري رنځ اخته شوي

۱۴۰۳ آبان ۹, چهارشنبه

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې تېرکال تر اتو ميلیونو ډېر کسان په نري رنځ يا توبرکلوز ناروغۍ اخته شوي دي. دغه سازمان اټکل کوي چې د نري رنځ ناروغي تر کرونا وبا وروسته د نړۍ تر ټولو وژنکې ناروغۍ ګرځېدلې ده.

پر نري رنځ یا توبرکلوز ناروغۍ د اخته کس اکسرې
د روغتیا نړېوال سازمان په خپل یو تازه رپوټ کې ويلي چې تېرکال (۲۰۲۳) تر ۸ ميلیونه ډېر کسان په نري رنځ یا توبرکلوز ناروغۍ اخته شوي ديانځور: Luke MacGregor/REUTERS

د روغتیا نړېوال سازمان د سه شنبې په ورځ وویل له کله نه چې د ملګرو ملتونو د روغتیا موسسه د توبرکلوز ناروغۍ په هکله ارقام ثبتوي، دا پکې د ابتلا تر ټولو لوړ ارقام دي.

په نوي رپوټ کې راغلي دي چې نري رنځ ناروغۍ تېرکال ۱ اعشاریه ۲۵ ميلیونه کسان مړه کړي او زیاتوی چې دغه ناروغي په ډېر احتمال تر کرونا اوبا وروسته د تر ټولو وژونکې ناروغۍ ځای نیولی دی. د مړينې دغه ارقام په ۲۰۲۳م کال کې د ايدز ناروغۍ د مړينې نژدې دوه برابره لوړ دی.

ډبلیو اچ او، ویلي دي چې د نري رنځ ناروغي پېښې تر ډېره د آسیا په جنوب شرق، افریقا، هندوستان، اندونیزیا، چین، فلیپین او پاکستان کې ثبت شوي چې د نړۍ د ابتلا څه باندې نيمايي برخه ده.

د روغتیا نړېوال سازمان مشر تيدروس ادهانوم قبریسوس، په یوه اعلامیه کې ويلي دي: «دغه حقیقت چې لا هم د نري رنځ ناروغي ډېر خلک وژني او ناروغوي، یوه زورونه ده په داسې حال کې چې موږ ېې د مخنيوي، تشخیص او درملنې اسباب هم لرو.»

ډبلیو اچ او، ویلي چې د نري رنځ ناروغي پېښې تر ډېره د آسیا په جنوب شرق، افریقا، هندوستان، اندونیزیا، چین، فلیپین او پاکستان کې ثبت شويانځور: Alfredo Zuninga/AFP

که څه هم په نړېواله سطحه د نري رنځ ناروغۍ له کبله د مړينې کچه راکمه شوې، خو پر دغې ناروغۍ د نوو اخته شوو کسانو ارقام تثبیتیږي. د روغتیا نړېوال سازمان زیاتوي تېرکال په نري رنځ اخته کابو څلور لکه کسان له درملو سره مقاومت لرونکي دي چې له نیمايي يو څه زیات ېې تشخیص او درملنه ېې شوې ده.

د نري رنځ ناروغي په هوا کې له موجوده بکتریاو پیدا کيږي چې تر ډېرې د انسان سږي اغیزمنوي. اټکل کيږي چې د نړۍ نژدې څلورمه برخه نفوس دغه ناروغي لري، خو پرمختللي علایم ېې یوازې د شاوخوا ۵ تر ۱۰ سلنې پورې کې دي.

د بې سرحده داکټرانو په ګډون مخکښه روغتیايي سازمانونه له اوږدې مودې راهیسې پر امریکايي شرکت (Cepheid) چې د توبرکلوز جوړ تیستونه ېې په بې وزله هېوادونو کې کارول کیږي، غږ کوي چې د هر تیست بیه ۵ ډالره کړي او لاسرسی ورته هم زیات کړي.

د روانې میاشتې په سر کې د بې پولې ډاکټرانو سازمان او د نړۍ ۱۵۰ نورو روغتیايي شریکانو دغه امریکايي شرکت ته یو پرانیستی لیک واستاوه او په هغه کې ېې ليکلي ول چې «د خلکو ژوند ته لومړيتوب ورکړئ» او ژر تر ژره مرسته وکړئ چې د ټي بي تیستونه په نړۍ کې زیات شي.

(AP) mks/nz

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب