1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د دوو کښتیو ډوبیدو پيښو کې ۴ تنه مهاجر مړه او ۲۳ لادرکه دي

۱۴۰۲ فروردین ۲۰, یکشنبه

د تونس په ساحل کې د مهاجرینو د انتقال دوو کښتیو د ډوبیدو په پایله کې لږ تر لږه ۴ تنه وژل شوي او ۲۳ نور لادرکه دي. دغو کسانو د یوه بهتره ژوند په خاطر له مدیترانې څخه په تیریدو ایټالیا ته د رسیدو هڅه کوله.

Ocean Viking I Migranten aus dem Mittelmeer gerettet
انځور: Vincenzo Circosta/AA/picture alliance

تیره ورځ د تونس هیواد په ساحل کې د مهاجرو دوه کښتۍ ډوبې شوي او ۲۳ تنه لادرکه دي. د چارواکو په وینا د افریقا پورې تعلق درلودونکو دغو کسانو غوښتل له مدیترانې سمندر څخه په تیریدو ځانونه ایټالیا ته ورسوي.

په مديترانه کې د کښتۍ ډوبيدو له کبله په لسګونو مهاجرو ژوند له لاسه ورکړی

د یوې سیمه ایزې محکمې قاضي فعوزي مسمعودي وویل چې ساحلي ګارد د صفا قیس ساحلي ښار په اوبو کې ۵۳ تنه ژغورلي چې د دوو تنو وضعیت یي د اندېښنې وړ دی. په مجموع کې د کښتیو د ډوبیدو دوه پيښې رامنځته شوي چې وروسته بیا له سمندر څخه د ۴ تنو مړي هم را ایستل شوي دي.

زمونږ له یوټیوب شبکې سره یوځای شئ:

د مسمعودي په حواله د جمعې او شنبې په ورځو کې د رامنځته شوو دغو دواړو پيښو په هکله څیړنې جریان لري.

په دې وروستیو اونیو کې له افریقایي هیوادونو څخه د سمندر له لارې د مهاجرو په راتګ کې زیاتوالی راغلی دی. دا موسم یا آب و هوا دوی ته د سفر کولو له پاره مناسبه ښکاري او د کال په همدې موسم کې د تونس په سمندر کې د مهاجرو د کښتیو ډوبیدو پيښې هم زیاتې وي.

له افریقا څخه مهاجرت کې زیاتوالی

بی وزله کسان په اروپا کې د بهتره ژوند تیرولو په هیله د سفر کولو له پاره د تونس له مسیر څخه خپل د مهاجرت سفر پیلولو د مرکزي تقطې په توګه استفاده کوي. دا ساحل د ایټالیا د لمپيدوسا له ټاپو څخه یوازې ۱۵۰ کیلومتره فاصله لري.

زمونږ له فیسبوک شبکې سره یوځای شئ:

د فرانسې خبري اژانس د شمیرو له مخې روان کال له مارچ څخه تر اوسه پورې دا د پناه غوښتونکو د کښتۍ ډوبیدو اوومه پيښه ده. د تونس د ملي ګارد په حواله روان کال له دې خطرناک سفر څخه د تر ۱۴ زرو ډیرو پناه غوښتونکو مخه نیول شوې او یا هم ژغورل شوي دي چې دا د تیر کال په پرتله پنځه برابره زیات دی. 

د ساحلي ګارد له خوا د خپرو شوو شمیرو له مخې روان کال د جنورۍ له لومړۍ نیټې څخه د مارچ میاشتې تر ۳۱ نیټې پورې د سمندري سرحد څخه د تیریدو تر ۵۰۱ ډیرو هڅو مخه نیول شوې او د ۱۴۴۰۶ پناه غوښتونکو ژوند ژغورل شوی دی. په دوی کې تر ۱۳ زرو ډیر یې افریقایان ول.

د تونس ولسمشر فیس سعید چارواکو ته امر کړی دی چې د غیر قانوني مهاجرت د مخنیوي له پاره دې عاجل اقدامات ترسره کړي. نوموړي دا هم ویلي دي چې دا د تونس پر وړاندې یو «جنایتکارانه توطیه» ده.

د کښتۍ ډوبيدني لږ تر لږه ۵ مهاجر وژلي دي

د ایټالیا لومړۍ وزیرې جیورجیا میلوني د جمعې په ورځ ویلي دي، تر هغې چې په تونس کې اقتصادي ثبات نه وي رامنځته شوی، تر هغې پورې به اروپا له افریقا څخه د غیر قانوني مهاجرت له خطر سره مخامخ وي. هغې په دې ارتباط له تونس سره د مرستې غوښتنه وکړه.

المان په مديترانه کې د اروپایي ټولنې د ژغورنې ماموریت غوښتنه کړې

د تونس د بهرنیو چارو وزیر نبیل عمار ویلي دي چې دغه هیواد د خپلو سرحدونو د بهتره کنترول له پاره بودیجې او وسایلو ته اړتیا لري. تونس ته پخوا د ایټالیا له خوا یو اندازه وسایل ورکړل شوي وو، خو د نوموړي په خبره هغه زاړه شوي دي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.خ.ح

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب