1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستترکیه

اردوغان بیاځلې پوتین ته د منځګړیتوب وړاندیز کړی

۱۴۰۱ شهریور ۱۲, شنبه

د ترکېې ولسمشر رجب طیب اردوغان د شنبې په ورځ له خپل روسي سيال ولادیمیر پوتين سره پر ټيلفون خبري کړي او هغه ته ېې ويلي دي چې ترکېه کولی شي د زاپوريژيا اتومي بټۍ په مسئله کې منځګړيتوب وکړي.

Russland Erdogan bei Putin in Sotschi
د روسېې ولسشمر ولادیمیر پوتین او د ترکېې ولسمشر رجب طيب اردوغان په سوچي کې د اګست ۵مه ۲۰۲۲ - آرشفانځور: MURAT KULA/TURKISH PRESIDENTIAL/AFP

زاپوريژیا په اوکراین کې د اتومۍ انرژۍ تر ټولو لويه بټۍ ده چې په مارچ میاشت کې روسي ځواکونو ونيوله او اوس د دغو ځواکونو په کنټرول کې ده.

ترکېې او ملګرو ملتونو په وروستیو کې د دغې بټۍ د امنیت په اړه اندېښنې ښکاره کړي دي. د فرانسې خبري آژانس په حواله، د ترکېې ولسمشرۍ ماڼۍ ويلی دي چې په دغه تيلفوني اړيکه کې «اردوغان وویل چې ترکېې د زاپوريژیا د اتومي انرژۍ بټۍ په هکله د یو تسهیل کونکي هیواد په توګه رول لوبولی شي، څرنګه ېې چې د غلجاتو په تړون کې ولوباوه.»

روسېې او اوکراین تیره میاشت د ترکېې او ملګرو ملتونو په منځګړيتوب د غلجاتو د صادرولو تړون لاسلیک کړ. د دغه تړون پر اساس په اوکراین کې د میلیونونو ټنه غلې صادرات له سره نړیوالو بازارونو ته پيل شول چې د جګړې له کبله بند پاتې وو.

انځور: Alexander Ermochenko/REUTERS

اردوغان تیره میاشت له اوکراين څخه د کتنې پر مهال خبرداری ورکړی وو چې د زاپوريژيا اتومي بټۍ له خطر سره مخ ده. هغه په دې اړه اندېښنه ښودلې وه او وېلي وو چې موږ نه غواړو بیا د چرنوبل په څير پيښه رامنځ ته شي. چرنوبل هغه اتومي چاودنه وه چې په ۱۹۸۶ کې د اوکراین په یوه اتومي ریاکتور کې رامنځ ته شوه. دغه پيښه یوه تر ټولو ستره اتومي فاجعه یادیږي.

تر دې وړاندې داسې رپوټونه ورکړل شوي وو چې د زاپوريژیا اتومي بټۍ ته په نژدې سېمو کې ګولۍ لګېدلي دي. دا د اروپا په سطحه د اتومي انرژۍ تر ټولو لويه کارخانه ده.

د اتومي انرژۍ د نړیوال سازمان (IAEA) یو لوړپوړی پلاوی چې په هغه کې د دغه سازمان مشر هم شامل دی له زاپوريژیا بټۍ څخه کتنه کړې او ويلي دي چې دغه سیمه په جګړو کې زیانمنه شوې ده.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب