د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان په وینا د ترکیې هوایي حریم به په بشپړ ډول د اسرائیلي الوتکو پر مخ وتړل شي. همدرانګه هغه کښتۍ چې اسرائیل ته وسلې لیږدوي به نور د ترکیې په بندرونو کې د لنګر اچولو اجازه ونه لري.
د دې پریکړې له مخې د ترکیې کښتۍ به هم نور د اسرائیل بندرونو ته د تګ اجازه ونه لري. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر اشاره وکړه چې دغه اقدام د یوې جامع دیپلوماتیکې، اقتصادي او حقوقي بستې یوه برخه ده.
د ترکیې اواسرائیل ترمنځ اړیکې په غزې تړانګه کې د اسرائیل د پوځي عملیاتو له پيل راهیسې ډیرې خړې پړې شوې دي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان اسرائیل په غزې تړانګه کې په «نسل وژنې» تورن کړی دی.
په غزې کې قحطي: ورځنی ژوند څنګه تیریږي؟
په دې انځوریز رپوټ کې د یوه فلسطیني بې ځایه شوې کورنۍ ورځني ژوند ته د نمونې په توګه کتنه شوې ده. هغه کورنۍ چې د غزې د جګړې په جریان کې څو ځله بې ځایه شوې او له مجبوریته خپل نوي زیږیدلي ماشوم ته د شیدو پرځای اوبه ورکوي.
انځور: Jehad Alshrafi/AP Photo/picture allianceماشومان په یوه خیمه کې پر ځمکه ویده دي
په غزې ښار کې د فلسطیني کډوالو په یوه کمپ کې د یوې کورنۍ ماشومان په یوه خیمه کې ویده دي. د دوی مور پلار عبیر او فادي د دوی د مړولو له پاره درې انتخابه لري: شاید یو خیریه پخلنځای پرانیستی وي او وکولی شي په دیګي کې د عدس یا دالو اوبلنه خوروا ترلاسه کړي. یا هم شاید وتوانیږي د ډیرو خلکو په منځ کې د مرستو یوې لارۍ ته ځان ورسوي او یوه خلته وړه ترلاسه کړي. وروستۍ لاره سوال کول یا خیرات غوښتل دي.
انځور: Jehad Alshrafi/AP Photo/picture allianceد فلسطیني بې ځایه شوو په یوه کمپ کې یوه مور له مجبوریته خپل ماشوم ته د شیدو پر ځای په چوشک کې اوبه ورکوي. کله چې ښه چانس ولري او دال ترلاسه کړي، نو له وړو او اوبو سره یې ګډوي. د دې سیمې ډیری نوي زیږیدلي ماشومان سوء تغذي دي. عبیر وایي: «د ګرمۍ، اوبو او خوړو نشتوالي له کبله یوه ورځ پر مونږ لکه سلو ورځو تیریږي.»
انځور: Jehad Alshrafi/AP Photo/picture allianceکه ټول دغه انتخابونه کار ور نه کړي، دوی خواړه نه خوري، هغه څه چې په دې ورځو کې ډیر پيښيږي. ځکه ولږه د دوی انرژي، قدرت او هیله لمنځه وړي. د صبح د کورنۍ ستونزي چې د جګړو له کبله څو ځله بې ځایه شوي او اوس د غزې ښار په لویدیځ کې د مهاجرو په کمپ کې اوسیږي، د دې جګړه ځپلي خاورې د ټولو کورنیو سره یو شان دي.
انځور: Jehad Alshrafi/AP Photo/picture allianceدغه فلسطینۍ مور په یوه کاسه کې په لاس جامې پریمنځي. د ډیرې مودې راهیسې په دې سیمه کې بریښنا قطع شوې ده او د څښاک اوبه هم په سختۍ سره پیدا کیږي. نړیوال سازمانونه پر اسرائیل تور لګوي چې له ولږې څخه د وسلې په توګه استفاده کوي. عبیر د خپل پاکوالې او نظافت له پاره له سیند څخه اوبه راوړي او د کورنۍ غړي یې په سیند کې لامبي.
انځور: Jehad Alshrafi/AP Photo/picture allianceپه مجموع کې د غزې نږدې ټول اوسیدونکي له ورته وضعیت سره مخامخ دي
تر سلو زیاتو نړیوالو خیریه بنسټونو په غزه کې د «پراخې لوږې» په اړه خبرداری ورکړی دی. دغو بنسټونو خراب بشري وضعیت ته په اشارې سره د سملاسي اوربند، د سرحدي لارو د پرانیستو او پرته له خنډ څخه د مرستو د لیږد غوښتنه کړې ده.
انځور: AFP