ترکیه غواړي پاکستان او عربستان سره ګډ دفاعي تړون وکړي
۱۴۰۴ دی ۲۵, پنجشنبه
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان خبریالانو ته وویل چې «اوسمهال بحثونه او خبرې اترې روانې دي، خو تر اوسه کوم تړون نه دی لاسلیک شوی.»
هغه زیاته کړه چې د ولسمشر رجب طیب اردوغان «لیدلوری ډېر پراخ، جامع او هدف ېې د یو پراخ پلاټفورم جوړول دي.»
د پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ د امنيتي تړون اعلان په خلیج سیمه کې د شخړیز وضعیت پر مهال نهايي شو چې له ځانه سره ېې ډېرې پوښتنې راولاړې کړي، په ځانګړې توګه د احتمالي اتومي وسلو د برخې په هکله، داسې وسلې چې پاکستان ورڅخه برخمن دی.
اسلام آباد له ریاض سره امنيتي تړون دپاکستان او هند ترمنځ شوې جګړې څو میاشتې وروسته لاسلیک کړ. د هندوستان او پاکستان ترمنځ دغه څلور ورځنۍ جګړه په مې میاشت کې وشوه چې د دواړو خواو په کې له ۷۰ ډېر کسان ووژل شول. دا له ۱۹۹۹ راهیسې د دواړو اټومي ځواک لرونکو رقیب ګاونډیو هیوادونو ترمنځ تر ټولو خونړۍ جګړه وه چې په کې له ډرونونو او درنو وسلو استفاده وشوه.
داسې انګېرل کیږي چې سعودي عربستان دې د هند او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو په حلولو کې کلیدي رول لوبولی وي.