1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«پر خپلو اتباعو د ایران هر ډول برید ته به مو ځواب قاطع وي»

۱۴۰۱ خرداد ۲۹, یکشنبه

د اسرائیلو دفاع وزیر خبرداری ورکړی دی چې که د ایران له خوا پر اسرائیلي اتباعو هر ډول برید وشي، نو ایران به له «پریکړنده ځواب» سره مخامخ شي. موساد او د ترکیې استخباراتي سازمان د جمعې په ورځ یوه حمله خنثی کړې وه.

Israel Verteidigungsminister Benny Gantz
انځور: Manuel Balce Ceneta/AP/picture alliance

پر خپلو اتباعو د ایران د احتمالي بریدونو په اړه د اسرائیلو له خوا د خبرداري ورکولو لړۍ دوام لري. اسرائیلي چارواکو تیره اونۍ خبرداری ورکړی دی چې په ترکیې کې یې هیوادوال د ایران له خوا د بریدونو له نوي ګواښ سره مخامخ دي.

د اسرائیلو د دفاع وزیر بني ګانتس، په هغه اعلامیه کې چې د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د جون ۱۸مه) خپره شوې واضحه کړې ده چې دغه هیواد به په ترکیې کې پر خپلو اتباعو هر ډول احتمالي برید ته «پریکړنده ځواب» ورکړي.

همدارنګه په دې برخه کې په ترکیې کې پر اسرائیلو اتباعو غږ شوی دی چې له دغه هیواده دې ووځي او یا هم په استانبول او نورو ښارونو کې د پاتې کیدو په صورت کې دې «امنیتي سپارښتنې مراعت» کړي.

د اسرائیلو د دفاع وزارت په اعلامیه کې د دغه هیواد له اتباعو څخه غوښتل شوي دي چې د امنیتي ځواکونو تګلارو ته دې متوجه اوسي او هغه دې عملي کړي.

د ګانتس په خبره اسرائیل د ایران له خوا د برید هڅو د خنثی کولو له پاره پر اړینو اقداماتو بوخت دی او اماده به وي چې «په هره نقطه کې پر اسرائیلو اتباعو برید ته قاطعانه ځواب ورکړي.»

د امنیتي ځواکونو تګلاره کې مشخص اقدامات شامل دي. د اسرئیلي رسنیو په حواله د بیلګې، په توګه په ترکیه او په ځانګړي ډول استانبول کې اسرائیلي اتباعو ته سپارښتنه شوې ده چې په هوټل کې دې د خپلو کوټو دروازې په دقیق ډول وتړي او د خدمو له خوا د «روم سرویس» خدماتو له ترلاسه کولو دې ډډه وکړي.

د دغو سپارښتنو په چوکاټ کې همدارنګه له اسرائیلي اتباعو غوښتل شوي دي چې د رسټورانټونو په عمومي ځایونو کې دې مشکوکو تحرکاتو ته متوجه شي او سربیره پر دې د اسرائیل هیڅ نښان یا نشاني دې له ځان سره نه لیږدوي.

د اسرائیلو د ملي امنیت شورا همدارنګه سیلانیانو ته سپارښتنه کړې ده چې د خپلو سفري پروګرامونو د جزویاتو په اړه دې په ټولنیزو رسنیو کې څه نه خپروي او په اسرائیلو کې دې له خپلو عزیزانو سره په دوامداره توګه په تماس کې اوسي.

دغه سپارښتنې او خبردارۍ په داسې یو وخت کې خپریږي چې د اسرائیلو ۱۲ شبکې د شنبې په ورځ خبر ورکړ چې د دغه هیواد استخباراتي شبکې(موساد) او د ترکیې استخباراتو د جمعې په ورځ یوه حمله خنثی کړه. نوموړي شبکې د دغه برید په اړه جزویات نه دي ورکړي خو یواز همدمره یي ویلي دي چې «د خبرداري کچه اوس هم لوړه ده.»

د اسرائیلو د دفاع وزارت د یوه چارواکي په حواله چې نه یي غوښتل نوم یې واخیستل شي ویلي دي چې د دغه هیواد اتباعو چې ټاکل شوې وه برید پرې وشي «له مرګ سره یوازې څو دقیقې واټن درلود او پخپله هم دې موضوع ته متوجه نه ول.»

د اسرائیل ۱۲ شبکې همدارنګه د دغه چارواکي په نقل د اسرائیل او ترکیې د امنیتي ځواکونو ترمنځ د فوق العاده همکارۍ د موجودیت خبر ورکړی دی.

مخکې تر دې هم اسرائیلي رسنیو خبر ورکړی و چې د ترکیې او اسرائیلو امنیتي ځواکونو په مشترک ډول په ترکیې کې د ایران ترهګریز مرکزونه چې پر اسرائیلي اتباعو د برید کولو اراده لري معلوم کړي دي.

په همدې برخه کې د ترکیې یوه امنیتي چارواکي د رویټرز خبري آژانس ته وویل چې د دغه هیواد ځواکونو، څو تنه «شکمن کسان نیولي دي چې احتمالاً د سپاه پاسداران له خوا ترکیې ته استول شوي ول».

د اټکل له مخې اوسمهال شاوخوا ۲۰۰۰ تنه اسرائیلي اتباع په ترکیې هیواد کې موجود دي.

 آژانسونه: ش.ن/ ا. و.ا

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب