1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ظریف: قره باغ ته استول شوي جنګيالي «تکفيري تروریستان» دي

۱۳۹۹ آبان ۱۱, یکشنبه

د ايران د بهرنيو چارو وزير د قره باغ په جګړه کې د «تکفيري تروریستانو» موجوديت ياد کړ. په ظاهره کې د هغه موخه «سوريايي اجیران» دي چې ویل کيږي ترکيې د قره باغ جنګي سيمو ته استولي دي.

Iran | Außenminister Mohammed Dschawad Sarif
د ايران د بهرنیو چارو وزير محمد جواد ظریفانځور: Russian Foreign Ministry Press Office/dpa/picture-alliance

د ایران د بهرنيو چارو وزير، محمد جواد ظريف، د قره باغ جګړو ته استول شوي بهرني جنګیالي «تکفيري تروریستان» وبلل او ټينګار يې وکړ چې ايران به د هغوی حضور په خپلو پولو کې ونه زغمي. خو ظريف دغه څرګندونې پرته له دې چې قره باغ ته د بهرنيو جنګيالو په استولو کې د ترکيې رول ته مخامخ اشاره وکړي، وکړې.

هغه د یکشنبې په ورځ د ايران صدا او سیما خبري آژانس ته وويل: «موږ د تروريستي ځواکونو په اړه ډاډه یو چې هغوی د جګړې په منځ کې حاضر ول.»

ترکيه چې په دغې مسئله کې له آذربايجان څخه ملاتړ کوي، قره باغ ته د بهرنيو ځواکونو د استولو په اړه چوپه خوله ده.

د رپوټونو پر اساس، ترکیې د سوريې له شمال ختيځ ايالت، ادليب څخه چې د دغه هيواد د پوځ تر کنټرول لاندې دی، ډير جنګيالي جذب کړي او د قره باغ جګړې ته يې استولي دي. ادليب د ترکيه پلوه جنګياليو تر کنټرول لاندې يوه وروستۍ سیمه ګڼل کيږي.

ظریف زیاته کړې: «اوس تروریستان زموږ د پولو په څنډو کې حضور نه لري، خو په فاصله کې يې د شتون احتمال د مخکې په څير لوړ دی.»

پر وینا يې د ارمنستان او آذربایجان او همدارنګه د ترکيې او روسيې چارواکو ته يې ويلي دي چې دوی په خپلو پولو کې د دغو ځواکونو شتون نه شي زغملی.

د بشارالاسد رژیم او د ایران حکومت، په ادليب کې فعالې سوريايي ډلې «تکفيري تروريستان او د داعش پاتې شونې» بولې.

د آلمان يوه تلويزيوني چېنل تیره اوونۍ په قره باغ کې د يو شمیر «سوريايي اجیرانو» له قوله رپوټ ورکړ چې په دغې سیمه کې د پوځي قوماندې مشري ترکي پوځيان پر غاړه لري. خو د جګړې په لومړۍ کرښه کې ډيری جنګيالي سوريایان دی چې اکثره يې د ادليب اوسیدونکي دي.

روسي رسنيو، په قره باغ کې د سوريايي جنګیاليو شمیر تر ۲۰۰۰ پورې ښودلی دی.

دویچه وله ف/م.ک.ص./م.ن.ص.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب