1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د غزې له تونلونو څخه د شاوخوا ۲۰۰ «ملکیانو» د ژغورنې هڅې

شمس الرحمن ناصر | اژانسونه
۱۴۰۴ آبان ۱۹, دوشنبه

د ترکیې یوه لوړپوړي چارواکي د رفح په تونلونو کې شاوخوا ۲۰۰ بند پاتې شوي کسان «ملکیان» بللي او د هغوي د ژغورنې له پاره یې د انقرې د هڅو خبر ورکړی دی. اسرائیل بیا ویلي د «حماس ترهګر» باید تسلیم شي که نه نو لمنځه وړل کیږي.

د حماس ترهګرې ډلې د پټیدو تونلونه
د رفح په تونلونو کې شاوخوا ۲۰۰ کسان بند پاتې دي چې ترکیه وایي دا ملکي وکړي دي، خو اسرائیل وایي دا د حماس ترهګر دي.انځور: IDF/Xinhua/picture alliance

یوه لوړپورې ترکي چارواکي د یکشبنې (د نومبر ۹ نیټه) په ماښام وویل چې د حدر ګلدین د جسد پاتې شوني له سپارلو وروسته انقره هڅه کوي د رفح په تونلونو کې د بند پاتې شوو شاوخوا ۲۰۰ «ملکیانو» خوندي وتل تضمین کړي.

د دغه چارواکي په وینا ترکیه «وروسته له سختو کوښښونو چې اوربند ته د حماس د ژمنتیا ښکارېندویي کوي، وتوانیدله یولس کاله وروسته په بریالیتوب سره د حدر ګلدین (جسد) په بیرته ستنولو کې مرسته وکړي.»

د عدلي طب له خوا د حدر ګلدین د هویت له تایید وروسته اسرائیلي پوځ اعلان وکړ چې د دې افسر مړی چې په ۲۰۱۴م کال کې د غزې په جګړه کې وژل شوی و او وروسته بیا تښتول شوی و، د یکشنبې په ورځ وروسته له څه دپاسه یوولسو کلونو اسرائیل ته سپارل شوی دی.

د اسرائیل دفاعي چارواکو د رفح په تونلونو کې د بند پاتې شوو کسانو په اړه د ترکیې هغه ادعا چې دغه کسان یې ملکیان بللي دي، رد کړې ده. د اسرائیلي چارواکو په وینا دغه کسان د حماس ترهګر دي چې د رفح په «جنینه» ناحیه کې د اسرائیل تر کنترول لاندې سیمه کې په دام کې لویدلي دي.

د همدې رپوټ پر بنسټ اسرائیلي پوځ په دې سیمه کې د تونلونو لمنځه وړلو ته دوام ورکوي؛ هغه سیمه چې د امریکا په منځګړیتوب د موجوده اوربند سربیره، شخړیزه سیمه بلل کیږي.

حماس: نه تسلیمیږو

حماس د دې اعلان ترڅنګ چې جنګیالي به یې تسلیم نه شي، د منځګړو د مداخلې غوښتنه وکړه. د حماس د سیاسي دفتر غړي له غزې څخه د دغې ترهګرې ډلې د وتلو غوښتنې په ردولو سره، خبرداری ورکړ چې اسرائیل به د هر ډول تشنج د زیاتیدو مسئول وي.

فلسطیني امریکایي منځګړي بشار بحبح، د سعودي «الحدث» خبري آژانس ته وویل تمه لري چې په څو ورځو کې توافق رامنځته شي چې ترهګرو ته اجازه ورکړي له تونلونو ووځي او «امن فلسطینۍ خاورې» ته انتقال شي.

اوسنی بن بست په نازک اوربند کې چې تیره میاشت د امریکا د ولسمشر دونالد ترمپ په نوښت لاسلیک شو، په یوه تازه دیپلوماتیک ازمایښت بدل شوی دی. ترکیه، مصر او امریکا یو وار بیا د اور لمبو د زیاتیدو د مخنیوي په هڅو کې نقش لري.

اسرائیلي پوځ: یا دې تسلیم شي یا لمنځ وړل کیږي

تمه کیږي چې د اسرائیل لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو به نن د دوشنبې په ورځ د ترمپ له سلاکارانو جرد کوشنر او ستیو ویتکاف سره چې د ابتدایي اوربند په مذاکراتو کې یې نقش درلودل، وویني.

همدارنګه تمه کیږي چې واشنګټن به د داسې یوې حل لارې پيدا کولو هڅه وکړي، چې د اسرائیل په دام کې د لویدلو ترهګرو د لمنځه تللو سبب نه شي.

د اسرائیل د نظامي چارواکو د اعلان مطابق، د دغه هیواد د پوځ عمومي مشر ایال زمیر، تیره اونۍ کابینې ته ویلي دي چې د رفح د ترهګرو په اړه هیڅ موافقه نه ده رامنځته شوې. زمیر ویلي دي: «یا تسلیمیږي یا حذف. که تسلیم شي له هغوي څخه به تحقیق وکړو، به بل صورت کې به یې کار تمام کړو.»

د اسرائیلي خبري اژانس «وای نټ» په وینا، ترکیې د حماس ترهګرو په «غیر نظامي» بللو سره یو وار بیا د دیپلوماتیکو تشنجونو زیاتیدو ته لمن وهلې ده او ښودلې یې ده چې «حتی ژبه هم له جګړې وروسته د غزې د راتلونکي په اړه پر یوې جبهې بدله شوې ده.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب