1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکيه: افغانستان ته نور ځواکونه نه لېږو

۱۴۰۰ تیر ۳, پنجشنبه

ترکیې ويلي چې د امريکايي او ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته به د کابل هوايي ډګر د ساتنې په موخه افغانستان ته اضافي عسکر ونه لېږي. لويديځوال د ځواکونو تر وتلو وروسته د کابل هوايي ډګر ته انديښمن دي.

Türkei Hatay Verteidigungsminister Hulusi Akar
انځور: picture-alliance/AA/A. Akdogan

د ترکیې د دفاع وزير حلوصي آکار د چهار شنبې په ورځ (د جون ۲۳نېټه) ويلي دې چې هيواد به یې د کابل هوايي ډګر د ساتنې په موخه افغانستان ته نور عسکر ونه لېږي.

ترکیې له افغانستان څخه د نړيوالو ځواکونو تر وتلو وروسته په کابل کې د حامدي کرزی هوايي ډکر د ساتنې وړاندیز کړی وو او له امريکا متحده ایالاتو سره د دغه ماموريت د مالي او لوجستکي ملاتړ په موخه خبري کوي.

دا ماموريت د ترکیې او د هغه د متحدينو ترمنځ چې دمګړۍ یې اړيکي يو څه ترنګلي دي، ښايي د بالقوه ګډ کار ساحه وي، ځکه چې له افغانستان څخه تر وتلو وروسته دغه هوايي ډګر د ديپلوماتيک حضور له پاره ډېر مهم دی.

امریکا د افغانستان په اړه د ترکيې د «ښکاره ژمني» هرکلی کړی

د ترکیې حکومت ويلي دي چې له ملاتړ پرته دغه ماموريت ته اوږه نه شې ورکولای.

د دفاع وزير آکار له خبريالانو سره په مرکه وويل چې ترکيه په افغانستان کې د ناټو د پريکړنده ماموريت په چوکاټ کې له شپږو کلونو راهيسې د هوايي ډګر د ساتنې مسؤليت لري. نوموړي زياته کړه چې د هوايي ډګر د ساتنې د راتلونکي پلان په اړه لا بحثونه دوام لري.

هغه د ناټو په چوکاټ کې خپلو ۵۰۰ عسکرو ته په اشارې سره زياته کړه: «اوس موږ هلته [افغانستان کې] عسکر لرو او د دې امکان نه شته چې نور ځواکونه واستوو.»

په کابل کې د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګرانځور: Getty Images/AFP/D. Faget

حلوصي آکار وويل چې د پنجشنې په ورځ به په انقره کې له يوه امريکايي پلاوي سره په دې هکله خبري وکړي. هغه زياته کړه: «د دې هلو ځلو په بشپړيدو سره به په راتلونکي کې اړين ګامونه پورته شي او بيا به دا څه په يوه پلان بدل شي.»

د ترکیې او ناټو ائتلاف ترمنځ اړيکي په دې وروستيو کې د يو څو موضوعاتو له کبله يو څه خړې دي. په دې کې له روسیې څخه د دافع هوا سیسټمونو پيرل، د سوریې په تړاو تګلاره کې اختلافات او د بشري حقونو موضوعګانې شاملې دي.

اردوغان: د افغانستان د ثبات ساتلو له پاره ترکيه د اعتماد وړ هيواد دی

تېره اونۍ د امريکا د ملي امنيت مشاور جېک سوليوان وويل چې ولسمشر جو بايدن او د ترکیې جمهور رئيس رجب طيب اردوغان د ناټو په غونډه کې پر دې توافق کړی دی چې د ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته به ترکيه د کابل د هوايي ډګر په امنيت ساتلو کې مخکښ وي.

د طالبانو يوه وياند په همدې روانه میاشت کې ويلي ول چې ترکيه هم د امريکا او طالبانو ترمنځ د ۲۰۲۰م کال د تړون پر اساس خپل ځواکونه بايد له افغانستان څخه وباسي. خو امریکا او ترکيه ويلي دي چې خپلو پلانونو ته به ادامه ورکړي.

ب. ص/ ن. ز (Reuters)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل