1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکيه: په زرونو سوریایان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي

محمد کریم صالح | فرانس پریس
۱۴۰۳ دی ۵, چهارشنبه

ترکيه وايي په سوریه کې د بشار الاسد رژیم له نسکورېدو راهيسې له ترکيې ۲۵زره سوريايي مهاجر بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي. د ترکيې د کورنیو چارو وزارت وايي په سوریه کې به د ستنېدونکو سوریایي مهاجرو دفترونه جوړ کړي.

يوه سوريايي مهاجره کورنۍ له ترکيې څخه بېرته سوريې ته د ستنېدا په حال کې
د ترکيې د کورنيو چارو وزیر: «په تېرو ۱۵ ورځو کې سوريه ته د بېرته ستنو شوو کسانو شمېر تر ۲۵زو اوښتی دی.»انځور: Ahmed Deeb/dpa/picture alliance

د ترکيې د کورنيو چارو وزیر، علي یرلیکایا د سه شنبې په ورځ دولتي خبري آژانس آنادولا ته وويل: «په تېرو ۱۵ ورځو کې سوريې ته د بېرته ستنو شوو کسانو شمېر تر ۲۵زو اوښتی دی.»

یرلیکایا زیاته کړه په دمشق کې د ترکيې په سفارت او په حلب ښار کې د ترکيې په قونسلګرۍ کې به د مهاجرت دفترونه جوړ شي چې سوريې ته د بېرته ستنو شوو سوریايي مهاجرو ارقام به ثبتوي.

وزیر دا هم وويل چې سوريايي مهاجر کولی شي، خپل موټر او د کور سامان هم له ځانونه سره ویسی.

په ۲۰۱۱م کال په سوريه کې د کورنۍ جګړې له پیل راهیسې نژدې درې ميلیونه سوريایي مهاجر په ترکيه کې میشت دي چې د هغوی حضور د رجب طیب اردوغان، حکومت له پاره یوه له مهمو موضوعاتو ګڼل کيږي.

ترکيه د سوريې له نوو رهبرانو سره په نژدې اړيکه کې ده او اوس د سوريايي مهاجرو پر داوطلبانه بېرته ستنېدا تمرکز کوي. انقره تمه لري چې په دمشق کې د واک له بدلېدو سره به په ترکيه کې میشت اکثریت سوريايي مهاجر بېرته خپلو کورنو ته ستانه شي.

ترکيې په سوریه کې خپل ديپلوماتیک حضور د هغه هيواد د کورنۍ جګړې په پیل کې ودراوه. خو د بشار الاسد رژیم له نسکورېدو نژدې یوه اوونۍ وروسته ېې په دمشق کې خپل سفارت تر ۱۲ کلن ځنډ وروسته له سره فعال کړ. د سوريې یاغیان چې د اسد رژیم ېې نسکور کړ د ترکيې له ملاتړه برخمن ول.

د ترکيې د کورنیو چارو وزير وویل د ولسمشر اردوغان، له لوري د وړاندې شوو مقرراتو مطابق، د ۲۰۲۵م کال د جنوري له لومړۍ به د هرې کورني یو غړي ته درې ځله هيواد ته د داخلېدو او وتلو حق ورکړل شي.       

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب