1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسوریه

ترکیې د سوریې د کردي جنګیالو پر ضد د اقداماتو ګواښ کړی دی

بريښنا صابر | فرانس پريس، رويترز
۱۴۰۳ دی ۱۹, چهارشنبه

د ياغيانو تر بريا او د بشار الاسد د حکومت تر سقوط وروسته د ترکیې له لوري په سوريه کې د کردي مليشو پر وړاندې د عملياتو امکانات ډېر شوي دي. انقره پر دې یاغیانو د وسله والو بيلتون غوښتونکو سره د اړيکو تور لګوي.

د ترکیې د بهرنيو چارو وزير هاکان فيدان
د ترکیې حکومت پر کرد مليشو له منع کړل شوې ډلې پي پي کی سره د اړيکو تور لګوي.انځور: Ahmed Hasan/AFP

ترکیې د سې شنبې (د ۲۰۲۵م کال د دسمبر ۷) وويل چې که چېرې ولسمشر بشار الاسد، تر سقوط وروسته اوس دغه ياغيان «د وينې بهيدو پرته» د واک د سپارلو د ترکیې شرط نه مني نو په سوريه کې د کردي ځواکونو پر ضد عمليات پيلولی شي.

د ترکیې د بهرنيو چارو وزير هاکان فيدان، د سي ان ان ترک تلویزيون ته وويل چې که چېرې د کردانو په مشرتوب د خلکو مدافع واحدونه (YPG) د ترکیې له غوښتنو سره موافقه ونه کړي، نو «موږ به هغه کار وکړو چې اړتيا یې ده.»

اړونده موضوع: اردوغان: که د سوریې کردان وسلې کښېنږدي له منځه به یوړل شي

کله چې له نوموړی وپوښتل شول چې دا به کوم اقدامات وي، نو هغه وويل: «پوځي عملیات.»

ترکيه د کردانو د خلکو مدافع واحدونو ته چې د کردستان د کارګر ګوند (PKK) سره تړاو لري، د يوه ترهګریز سازمان په سترګه ګوري. پي کی کی له څو کلونو راهېسې د ترکیې د دولت پر ضد جګړه کوي.

د ترکیې د کورنيو چارو وزیر: ضرب الاجل «روښانه» دی

تېره مياشت په سوريه کې د ياغيانو په لاس د اسد د حکومت تر پرځيدا وروسته په سوريه کې د کردي مليشو پر وړاندې د ترکیې د مداخلې امکان رامنځته شو. انقره پر کرد مليشو له منع کړل شوې ډلې پي پي کی سره د اړيکو تور لګوي.

د ترکیې د بهرنيو چارو وزير فيدان، وويل: «هغه نړيوال جنګيالي چې له ترکیې، ايران او عراق څخه راغلي دي، هغوی په سملاسي توګه له ترکیې څخه بايد ووځي. خو موږ په دې تړاو نه کوم چمتووالی وينو او نه هم کومه اراده، او موږ انتظار باسو.»

په سوریه کې جنګیدونکي یاغیان څوک دي؟

01:54

This browser does not support the video element.

نوموړي زياته کړه: «موږ دوی (YPG) ته چې کوم ضرب الاجل د امريکا له لوري ټاکلی دی، هغه روښانه دی.»

د تیرو نهو کلونو په ترڅ کې ترکیې له خپلو پولو څخه د کردانو د لېرې ساتلو په موخه يو شمير ځمکني عمليات ترسره کړي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب