د ترکیې او بریتانیې ترمنځ د جنګي الوتکو د خریدارۍ تړون
۱۴۰۴ آبان ۶, سهشنبه
پر ترکیې د یورو فایټرز جنګي جټ الوتکو د پلورلو دغې موافقې، د دوشنبې (د اکتوبر میاشتې ۲۷ نیټه) په ورځ په انقره کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان او بریتانیې د لوموړي وزیر ترمنځ له مذاکراتو وروسته صورت نیولی دی.
بریتانوي لومړي وزیر له خبریالانو سره په خبرو کې وویل: «دا واقعاً یو مهم تړون دی، ځکه دا د اته میلیارده پاونډو (تقریباً ۱۰،۷ میلیارده ډالره) فرمایش دی. دا کار به لس کاله جریان پیدا کړي، چې په دې موده کې به (یورو فایټر) ټایفون الوتکې جوړې کړای شي، ځکه نو دا زمونږ د هیواد له پاره لویه خبره ده.»
د بریتایې دفاع وزیر وویل چې دغه فرمایش چې په اساس به یې ۲۰ یورو فایټر الوتکې جوړې شي«په یوه نسل کې د جنګي الوتکو یو تر ټولو لوی تړون» دی، چې د ترکیې جنګي وړتیاوې به مستحکم کړي او په یوه مهمه سیمه کې به د ناټو قدرت زیات کړي.
سټارمر د ترکیې په پلازمېنه کې وویل: «دا د ناټو سویل ختیځه جبهه ده، له دې امله له ترکیې سره د دې وړتیا موجودیت د ناټو له پاره خورا مهم دی.»
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دا تړون له بریتانیې سره د دفاعي همکارۍ یوه نوې بیلګه وبلله. هغه وویل: «مونږ دې ته د دوو نزدې متحدینو ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو د یوې نوې نښې په توګه ګورو.»
د ترکیې د هوایي ځواک د عصري کولو هڅې
ترکیه د خپل هوایي ځواک د عصري کولو کوښښ کوي او په اروپا کې د جوړیدونکو ۴۰ جنګي الوتکو د ترلاسه کولو هیله لري. دغه الوتکې د بریتانیې، المان، ایټالیې او هسپانیې ګډ تولید دی.
یوه ترکي چارواکي ای ایف پي، ته ویلي دي چې بریتانیا به د دوشنبې په روځ یو شمیر الوتکې وسپاري، خو شمیر یې نه دی ښودل شوی. شنونکي وایي چې په غالب ګمان سره به دا دوه الوتکې وي.
د بهرني سیاست د څیړنې انستیتوت مشر ایرن سټاین د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «د ترکیې او یورو فایټر کیسه ډیره جالبه ده.» هغه وویل چې انقرې په اروپايي کنسرسیوم کې د شاملیدو وړاندیز رد کړی و، ځکه د دغه هیواد توجه د امریکا د جنګي الوتکو پر پروګرام متمرکز و.
هغه وویل: «انقرې ته څو ځله بلنه ورکړل شوه چې په کنسرسیوم کې شامل شي یا یې مساوي غړی شي، خو انقرې د ایف-۳۵ پروګرام انتخاب کړ.»
کله چې واشنګټن په ۲۰۱۹ م کال کې انقره د روسیې د ایس-۴۰۰ توغندیز دفاعي سیستم د خریدارۍ له کبله د ایف-۳۵ جنګي الوتکو له پروګرام څخه وایستله، نور ترکیې خپله توجه اروپا ته را واړوله.