1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ناوريناروپا

په ترکیه کي سخت اورونه لګېدلي دي

۱۴۰۰ مرداد ۸, جمعه

د ترکيې په ځينو ځنګلونو کي سخت اورونه لګېدلي دي. چارواکي وايي چي له تيري چهارشنبې ورځي راهیسي په مختلفونو ځايونو کي د اور لمبې راپورته سوي دي.

Türkei | Waldbrände in Bodrum
انځور: ANKA

دغه اورونه د مدیترانې سمندرګي د سواحلو په ځنګلونو او ترکیې په ډیرو نورو برخو کي لګیدلي دي، چي د ترکيې اطفائيه یې پخپل ټول قوت سره د وژلو کوښښ کوي.

د ترکیې د زراعت او ځنګلونو وزیر، بیکیر پاکدمیرلي نن جمعه (۲۰۲۱م کال د جولای ۳۰) وویل، چي په عادي ډول سره دغه ډول اورونه د اوږدې مودې په جریان کي بلیږي، خو اوس هغه يوازي د دوو ورځو په جریان کي لګیدلي دي.

له تیري چهارشنبې ورځي راهیسي د ترکیې په ډیرو برخو کي په عین وخت کي ډیر اورونه لګیدلي دي، خصوصاً په سیاحتي او ټوریسټي برخو، یعني د مدیترانې سره په سواحلو کي.

د ترکيې د اطفائيې اداره په خپل ټول توان سره کوښښ کوي چي اور کنترول کړي، خو دغه کار ډېر سخت او د اطفائيې اکثره کارکوونکي ډېر ستړي او ستومانه دي.

د رسمي ارقامو له مخي په دغو اورونو کي تر اوسه پوري درې کسان مړه سوی چي يو پکښې هغه ۲۵ کلن ځوان دی چي د اور په وژلو کي یې داوطلبانه برخه اخیستې وه.

د زراعت وزارت په حواله په دغو اورونو کي ډیر څاروي او ځنګلي حیوانات هم سوځېدلي او تلف سوي دي. سربیره پردې ډېره زراعتي مځکه هم سوځېدلې ده.

ډېري ساحې تخليه او خلک يې نورو سيمو ته انتقال سوي دي. د مارماریس سیاحتي ښار د مدیترانې پرغاړو هوټلونه هم تخلیه او میلمانه یې نورو ځایونو ته انتقال سوي دي.

انځور: ANKA

د زراعت وزیر، پاکدمیرلي همدارنګه وویل چي د اور اچولو د ممکنه دلایلو د معلومولو پخاطر پلټنی رواني دي، خو په اړه یې په ټولنيزو شبکو کي ډول ډول اوازې موجودي دي. په دغو شبکو کي اکثراً د اور اچولو څخه خبري کیږي.

د ترکیې د بهرنيو چارو وزیر مولود چاوش، ویلي دي چي د قصدي اور اچولو په شک یې تر اوسه پوري درې کسان نیولي دي.

په همدې حال کي د جرمني فوټبال د ملي ټیم پخوانی ستوری، میسود اوزیل غواړي د ترکيې د انتالیا سوځیدلو ځنګلونو ته زر نهاله ډالی کړي. ۳۲ کلن اوزیل دغه خبره په خپل تویتر کي کړې او په دې ډول سره یې د خپل ټیم د ډیرو فوټبالرانو د نهال ورکولوغوښتنه منلې ده.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل