1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکیې له ایران سره په سرحد کي ۱۳۳ افغان مهاجر نیولي دي

۱۴۰۰ تیر ۲۸, دوشنبه

ترکیې له ایران سره په سرحد کي د ۱۳۳هغو افغان مهاجرو د نیول کیدو خبر ورکړی دی، چي قانوني اسناد یې نه درلول. په افغانستان کي د جنګونو له ډیریدو سره سم د مهاجرتونو د نوو څپو تشویش هم رامنځته سوی دی.

Bruch des Flüchtlingsdeals 2020 | Eskalation an der türkisch-griechischen Grenze
انځور: Sakis Mitrolidis/AFP/Getty Images

د ترکیې داخله وزارت ویلي دي چي ۷۳ افغان مهاجر یې تیره شنبه (د جون میاشتي ۱۷) په شرقي ولایت وان کي او ۶۰ نور یې پرون یکشنبه(د جون میاشتي ۱۸) د ارجیش په منطقه کي نیولي دي.

د مهاجرتونو نوي څپې تر هغه وروسته پيل سوي دي چي په افغانستان کي د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ جنګونو شدت موندلی دی. ځيني افغانان غواړي ترکیې ته ولاړ سي او له هغه ځایه بیا غربي اروپا ته ځانونه ورسوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې (UNHCR) د تخمیني ارقامو پر اساس د ۲۰۲۱م کال له پيل څخه تر۲۷۰ زره اضافه افغانان د هیواد په داخل کي بې ځایه سوي دي. په دې ډول سره په افغانستان کي د داخلي بې ځایه سوو کسانو مجموعي تعداد ۳،۵ ميلیونو کسانو ته لوړ سوی دی.

انځور: Imago/Depo Photos/O. Sagsoz

تیره میاشت د افغانستان، ایران او ترکیې د بهرنيو چارو وزیرانو په ترکیه کي د «انتالیا د ډیپلوماتیکي مجمع» تر نامه لاندي د امنیت، انرژۍ او مهاجرت په برخه کي د همکارۍ په هکله بحثونه سره وکړل.

د ترکیې د ډيپلوماتیکو منابعو په حواله که څه هم هیواد یې د افغان مهاجرو په مهم هدف باندي تبدیل سوی دی، خو بیا هم د انقرې او تهران ترمنځ د دغه ډول مهاجرتونو په باب خاص تفاهم وجود نه لري، چي که څه هم د دواړو هیوادونو په سرحدونو کي معمولي امنیتي اقدامات موجود دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې د ارقامو پر اساس ترکیې په نړۍ کي تر ټولو ډیرو مهاجرو ته ځای ورکړی دی. دغه هیواد څلور ميلیونو مهاجرو ته ځای ورکړی چي اکثره یې سوریایان دي. خو په زرونو افغانان هم هلته ورمهاجر سوي دي، چي غواړي له هغه ځایه بیا اروپا ته ولاړ سي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب