1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

رپوټ: د افغانستان او پاکستان پر پوله د داعش يو غړی نيول شوی

بريښنا صابر | اسوشتيد پريس، فرانس پريس
۱۴۰۴ دی ۲, سه‌شنبه

د ترکیې استخباراتي آژانس د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمه کې د سترو عملياتو په ترڅ کې د داعش ډلې يو لوړپوړی غړی نيولی دی. پر هغه باندې د ځانمرګو بريدونو د طراحي کولو شک کیږي.

د اسلامي دولت يا داعش ډلې بیرغ
د داعش خراسان ډله چې د «اسلامي دولت» سيمه ایزه څانګه ده، په دې وروستیو کلونو کې په افغانستان، پاکستان او په نورو سيمو کې د يو شمیر خونړيو بريدونو چې هدف یې ملکي وګړي ول، مسئوليت پر غاړه لري.انځور: CPA Media/picture alliance

د ترکیې دولتي رسنۍ انادولو د دوشنبې په ورځ ويلي دي چې د ترکیې استخباراتي کارکوونکو دغه ترکی تبعه چې ويل کیږي د «اسلامي دولت» يا داعش ډلې په منځ کې یې ستر او مهم نقش درلود، د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سرحدي سيمه کې د عملیاتو په ترڅ کې نيولی دی.

انادولو خبري آژانس د امنيتي سرچينو له قوله ويلي دي چې دغه شکمن کس د مهمت ګورين، په نامه معرفي شوی او ويل کیږي چې د «اسلامي دولت» يا داعش د خراسان څانګې غړی دی. 

زياته شوې ده چې ګورين ته د ځانمرګو بریدونو د همغږي کولو دنده سپارل شوې وه چې هدف یې په افغانستان، پاکستان، ترکيه او اروپا کې ملکي وګړي ول.

اړونده موضوع: ملګري ملتونه: داعش د افغانستان او سیمې له پاره لوی ګواښ دی

د انادولو د رپوټ په حواله د ترکیې ملي استخباراتي سازمان (ام آی ټي) موندلې وه چې ګورين له ترکیې څخه د افغانستان او پاکستان سرحدي سيمې ته سفر کړی وو چېرې چې نوموړی د داعش کمپونه چلول او د دغه ډلې په منځ کې يوې لوړې رتبې ته رسېدلی وو. نوموړی احتمالاً په پاکستان کې د داعش د جهادستانو د په نخښه کولو له پاره د ترسره کيدونکو هوايي بريدونو څخه روغ وتلی وو.

پر ملکيانو خونړي بريدونه

د داعش خراسان ډله چې د «اسلامي دولت» سيمه ایزه څانګه ده، په دې وروستیو کلونو کې په افغانستان، پاکستان او په نورو سيمو کې د يو شمیر خونړيو بريدونو چې هدف یې ملکي وګړي ول، مسئوليت پر غاړه لري.

د «داعش خراسان ولایت» ترهګریزه شبکه کوم اهداف لري؟

02:03

This browser does not support the video element.

د ۲۰۲۴م کال په مارچ میاشت کې د داعش خراسان څانګې وسله والو مسکو ته څیرمه د کنسرتونو په يوه سالون کې تر ۱۴۰ ډېر کسان ووژل. دې ډلې همدا شان په ۲۰۲۱م کال کې واک ته طالبانو تر رسېدو وروسته په افغانستان او پاکستان کې هم خونړي بريدونه کړي.

د پاکستان استخباراتي ادارې هم د جمعې په ورځ تر هغه وروسته چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څار ډلې د داعش د يوه مشر د نیول کیدو خبر ورکړ، د دغه کس د نيول کيدو اعلان وکړ.

د داعش پر وړاندې د ترکیې عمليات

ترکیې په دې وروستيو کلونو کې په داخل او خارج دواړو کې د داعش د فعالو شبکو پر ضد استخباراتي او د ترهګرۍ ضد عمليات شديد کړي دي، په ځانګړي توګه د هغو پر وړاندې د داعش خراسان ډلې سره تړاو لري.

د انادولو د رپوټ په حواله د استخباراتي معلوماتو په پایله کې ترکي جاسوسانو د ګورين، ځای مشخص کړی وو او هغه یې د افغانستان او پاکستان په سرحدي سيمه کې نيولی دی.

خو دا څرګنده شوې نه ده چې آیا افغان او يا پاکستاني چارواکو هم په دې عملياتو کې لاس درلود او که څنګه.

همدا شان زیاته شوې ده چې نوموړی بيا وروسته ترکیې ته انتقال شوی دی.

ګورين، احتمالاً د اوزګور التون ترڅنګ کار کاوه چې د «ابو ياسر ال ترکي» په نامه مشهور وو. د سرچينو په حواله نوموړي له ترکیې څخه افغانستان او پاکستان ته د داعش د غړيو په انتقالولو کې مهم نقش درلود. هغه بيا تر نيول کیدو وروسته ترکیې ته انتقال شو.  

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل