1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

بلوچستان؛ په وژل شويو لسو کسانو کې يو ترکی هم شامل دی

بريښنا صابر | د فرانسې خبری آژانس
۱۴۰۵ اردیبهشت ۳, پنجشنبه

پاکستاني چارواکو ويلي دي چې په بلوچستان کې د چهارشنبې د ورځې په بريد کې وسله والو د يوه ترکي وګړي په ګډون لږ تر لږه لس کسان وژلي دي. شا او خوا ۴۰ په وسلو سمبالو کسانو د معدنونو د يوې پروژې پر ساحې بريد کړی وو.

د امنيتي ځواکونو موټر او يو څو نور موټر ليدل کيږي.
د چارواکو په حواله د چهارشنبې د بريد پر وخت وسله والو يو بل ترکی وګړی تښتولی دی.انځور: Abdul Ghani Kakar/DW

د بلوچستان ایالت د چاغي سيمې په داريګوان کې د پاکستان د «ان آر ال» شرکت د کان کېندنې د يوې پروژې پر ساحې په دې بريد کې تقريباً ۴۰ وسله والو چې پر موټر سايکلونو او موټرو کې سپاره، وو برخه اخیستې وه.

د بلوچستان پولیسو نن، پنجشنبه د پېښې په اړه د معلوماتو د ورکړې پر وخت وويل چې په پېښه کې يو ترکی وګړی وژل شوی او يو بل يرغمل نیول شوی دی.

اړونده موضوع: پاکستان: په ځانمرګي بريد کي ۳۱ کسان وژل سوي

يوه سيمه ایز دولتي چارواکي د هويت د نه ښوولو په شرط د فرانسې خبري آژانس سره په خبرو کې وويل: «په پېښه کې د يوه ترکي تبعه په ګډون لږ تر لږه لس کسان وژل شوي دي چې شپږ یې کارکوونکي او درې ساتونکي دي.»

تر اوسه هیڅ کومې ډلې د بريد پړه نه ده منلې خو سيمه ایز بلوچ بيلتون غوښتونکي د معدنونو د پروژو په ګډون په سيمه کې په بريدونو کې ښکیل وي.

چارواکي زياته کړې ده چې ترکی وګړی او درې ساتونکي هغه وخت ووژل شول کله چې په معدن کې د سون توکو يوه ټانکر د بريد په ترڅ کې چاودنه وکړه.

بلوچستان؛ د سکرو په کانونو کې له خطره ډک کار

04:46

This browser does not support the video element.

هغه وویل: «وسله والو د بريد په ترڅ کې يو بل ترکی وګړی تښتولی دی.»

اړونده موضوع: بلوچستان: خونړیو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۲۵ کسان وژل شو‍ي

د پوليسو يوه چارواکي چې هغه هم د هويت د نه ښوولو په شرط خبرې کولې، فرانسې خبري آژانس ته د پېښې جزيات تائيد کړل. 

د معدنونو پاکستاني شرکت د چهارشنبې په ورځ ناوخته د دغه بريد اعتراف وکړ خو ویلي یې دي چې امنيتي ځواکونو «چټک غبرګون ښوولی او سيمه یې خوندي» کړې ده. شرکت د تلفاتو په اړه هیڅ جزيات نه دي ورکړي.

د فرانسې د خبري آژانس ژورناليستانو وليدل چې مړي او ټپيان د دالبدين روغتون ته انتقال شوي دي.

د دالبدين د روغتون د ناصر خان، په نوم يوه چارواکي د مړو شمیر تائيد کړی دی.

هغه وويل: «موږ لس جسدونه لرو، ځيني د فیرونو ټپونه لري. نور بيا سوځيدلي دي.» نوموړي زياته کړه چې دوه کسان جدي ټپونه لري.

د سيمې يوه بل چارواکي ويلي دي چې يو ترکی او دوه د جنوبي افريقا وګړي د پېښې له ساحې «په خوندي توګه تخليه» شوي دي.

«بيلتون غوښتونکی غورځنګ»

بلوچستان د پاکستان يو تر ټولو بې وزله او ستر ایالت دی. دا ايالت د زده کړو، کار او اقتصادي ودې په ګدون کابو په هره برخه کې د هېواد له نورو سيمو وروسته پاتې دی.

بلوچ بيلتون غوښتونکي د پاکستان حکومت تورنوي چې د سیمې اوسيدونکو ته د دغه ایالت د طبيعي زیرمو په شتمنۍ کې ونډه نه ورکوي. بلوچستان په ګازو او منرالونو بډایه ایالت دی.

د بلوچ لیبرېشن آرمي يا بي ال ای په نوم ډله، د دغه ایالت تر ټولو فعاله وسله واله بیلتون غوښتونکې ډله ده چې په فيبرورۍ میاشت کې یې په سيمه کې د همغږي شويو بريدونو په يوه لړۍ کې تر ۱۹۰ ډېر کسان ووژل.

بیلتون غوښتونکو په ماضي کې هم د نژاد پر بنسټ کارکوونکي وژلي دي او پنجابي او سندي کارونکي یې په نښه کړي دي.

د ان آر ال شرکت په يوه اعلامیه کې ويلي دي چې د دوی ۹۰ سلنه کاري ځواک سيمه ایز کارکوونکي جوړوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب