د ترکیې پولیسو په استانبول او انقره کې د «اسلامي دولت» نومې وسله والې ډلې یا داعش پر ضد عملیات، د شمالغربي ایالت یالوا تر خونړۍ نښتې یوه ورځ وروسته ترسره شوي دي.
په یالوا کې نښته هغه وخت رامنځ ته شوه چې پولیسو پر یوه کور چې داعشیانو ورڅخه استفاده کوله چاپه ووهله. په رامنځ ته شوې نښته کې دوه پولیس او د داعش شپږ جنګیالي ووژل شول، یو ساتونکی او اته نور پولیسان ټپیان شول.
د استانبول لویې څارنوالۍ د سه شنبې په ورځ وویل پولیسو په استانبول او دوو نورو ولایتونو کې پر ۱۱۴ ځایونو هم مهاله چاپې ووهلي چې په ترڅ کې ېې ۱۱۰ مشکوک کسان نیول شوي دي.
ترکیې تېره اوونۍ د داعش پر مشکوکو پټنځایونو د عملیاتو یوه پراخه لړۍ پیل کړه. دغه عملیات وروسته له هغې پیل شول چې د چارواکو په خبره، داعش پلان درلود چې د کریسمس او نوي کال په ورځو کې بريدونه ترسره کړي.
د ترکیې په یالوا کې نښته هغه وخت رامنځ ته شوه چې پولیسو پر یوه کور چې داعشیانو ورڅخه استفاده کوله چاپه ووهلهانځور: Umit Bektas/REUTERS څارنوالۍ زیاته کړې چې د نیول شوو کسانو په ډله کې يو شمیر ېې د یالوا ایالت له حملې سره ارتباط لري او پر نورو یې شک دی چې د نوي کال په وروځو کې ېې د ممکنه بریدونو پلان درولود.
د لویې څارنوالۍ په خبره، پر یو شمېر نورو ېې تور دی چې د خیریه چارو تر پوښښ لاندې ېې پېسې ټولولې او سوریه کې ېې د داعش شبکې ته استولې.
چارواکو ویلي چې په انقره کې پولیسو ۱۷ مشکوک کسان نیولي چې ۱۱ یې بهرنیان دي. دوی زیاتوي پولیسو دیجیتل وسایل هم ترلاسه کړي چې ورباندې په جنګي علاقو کې له داعش جنګیالیو سره اړيکې نیول کېدې.
داعش ډلې تر دې مخکې په ترکیه کې خونړۍ حملې ترسره کړي دي. له دغو حملو یوه ېې د ۲۰۱۷م کال د جنوري په لومړۍ نېټه د نوي کال د لمانځنې پرمهال پر یوه نايټ کلب وشوه چې پکې ۳۹ کسان ووژل شول.
له آرشیف څخه (01.01.2025):
د نړۍ په یو شمېر لویو ښارونو کې د ۲۰۲۵م کال د پیل شيبې
تېره شپه نړۍ، په ځانګړې توګه لوی ښارونه لکه توکیو، سيدني، پاریس، برلین، دوبۍ، نیویارک او نور د ۲۰۲۵م کال د پېل رنګینو مراسمو د لمانځنې شاهدان وو. اورلوبې، رنګینې وړانګې، خوښي او د خلکو له شوره ډک حضور. انځورنه وګورئ.
انځور: Jörg Carstensen/dpa/picture allianceجاپان د ۲۰۲۵م کال د هرکلي له پاره په پلازمېنه توکيو کې دغه مشهوره دولتي ودانۍ په څراغونو رنګينه کړې ده.
انځور: Kim Kyung-Hoon/REUTERSد استرالیا سيدني ښار معمولا د نوي کال د لمانځنې له پاره پر مشهور پله، هاربر، اورلوبې تنظیموي. د دغه پله ترڅنګ د سیدني د اوپرا ساختمان هم د اورلوبو په رنګينو رڼاګانو کې ښکاري.
انځور: Bianca De Marchi/AAP via REUTERSپه هانګ کانګ کې د ۲۰۲۵م کال د داخلېدو شیبه. خلک په ويکتوریا هاربر کې د اورلوبو سیل ته ولاړ او ورڅخه انځورونه اخلي.
انځور: Tyrone Siu/REUTERSمعمولا ښارونه تر ټولې مشهورې ودانۍ د نوي کال د اورلوبو له پاره ټاکي. د ټایوان تايپه ۱۰۱ برج چې یو وخت د نړۍ تر ټولو دنګه ودانۍ وه، په دغه انځور کې د ۲۰۲۵م کال د پيل په شيبه کې ليدل کيږي.
انځور: I-Hwa Cheng/AFPد تایوان د تايپه ۱۰۱ برج له يو بل اړخه د اورلوبو د پيل شيبه. د نوې کال تر ټولو هيجاني شيبه نوي کال د داخلیدو یوازې د پاتې لسو ثانیو وخت وي. نیمه شپه یعنې فکس دولس یا صفر بجو سره نوی کال داخليږي.
انځور: I-Hwa Cheng/AFPد چین د هاربين د یخ او واورو جشن
په چين کې بیا د میلادي کال پيل د نړۍ د نورو سیمو په څېر ډېر پراخ نه لمانځل کيږي. په چین کې کال په قمري سیستم دی چې سږکال به د جنوري پر ۲۹مه وي. په دغه انځور کې د چین په شمالشرقي ایالت هیلونگجیانگ، کې د واورې او يخ څخه جوړ پارک لیدل کيږي. دا په خپل ډول کې د نړۍ تر ټولو ستر پارک دی. چین ېې فستیوال هم لري.
انځور: IMAGO/Xinhuaد سوريې دمشق ښار هم تېره شپه د ۲۰۲۵م کال د لمانځنې شاهد وو. په انځور کې خلک د یوه ستيج مخې ته د خوښیو په مراسمو کې ليدل کيږي چې د یو نندارچي له خوا پکې د سوريې بیرغ هم ښورول کيږي.
انځور: Amr Abdallah Dalsh/REUTERSد دوبی خلیفه برج چې د نړۍ تر ټولو لوړه ودانۍ ياديږي د ۲۰۲۵م کال د جنوري د لومړۍ نيټې په لومړیو ثانیو کې د اورلوبو جالبې نندارې وړاندې کړې.
انځور: Amr Alfiky/REUTERSد آلمان پلازمېنه برلین په برندينبورګ دروازه کې د ۲۰۲۵م کال جشن. تر ډېره خلک د ښار همدې مشهوره سیمه کې راټول او د نوي کال داخلیدو ته انتظار باسي. رپوټونه وايي چې پولیسو د ښه امنیت له پاره تابیا نيولې وه، خو د هغې سربېره ګڼ شمېر کسان نيول شوي دي. د نوي کال جشن په څېر مراسمو کې ځېنې وخت پېښې هم رامخته کیږي.
انځور: Ebrahim Noroozi/AP/picture allianceپه دغه انځور کې د لندن ښار مشهور ساختمانونه، بيګ بن برج او مشهور چرخ و فلک (لندن آی) د نوي کال په اورلوبو کې ښکاري.
انځور: Adrian Dennis/AFPد پاریس د ایفل برج تر څنګ شانز الیزه واټ د نوی کال د لمانځنې یو محبوب ځای دی. په دغه انځور کې یاد واټ ته څېرمه د بریا تاق پر تاق د ۲۰۲۵م کال د داخلیدو شیبه لیدل کیږي.
انځور: Thomas Samson/AFPد ۲۰۲۴م کال د دسمبر پر ۳۱ شپه د روم ښار په مختلفو برخو کې خلک د نوي کال داخلیدو ته دقیقې شمارلې. په انځور کې خلک ليدل کيږي چې په جیانیکولو تپه کې خوښي او د نوي کال لمانځنه کوي.
انځور: Andreas Solaro/AFPنیویارک، امریکا متحده ایالات
د امریکا په نیویارک کې هم د ۲۰۲۵م کال جشن ولمانځل شو. په انځور کې خلک په دودیزه توګه پر «ټایم سکوایر» د کانفیت (رنګه کاغذونه) شیندلو پر مهال لیدل کيږي.
انځور: Heather Khalifa/AP Photo/picture alliance