1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکيه: زهرجنو شرابو د ۳۳ کسانو ژوند اخيستی

بريښنا صابر | فرانس پريس
۱۴۰۳ دی ۲۸, جمعه

د ترکیې په استانبول ښار کې په روانه اونۍ کې د زهرجنو شرابو د څښلو له کبله تر اوسه ۳۳ کسان مړه شوي او ۴۸ نور تر درملنې لاندې دي. چارواکو په دې تړاو د څلور کسانو د نيول کيدو خبر ورکړی دی.

يو سړی د الکهولي مشروب څښلو پر مهال
ډيری ترکان پر الکهولي مشروباتو باندې د لوړو ماليو له کبله، الکهول په کور کې جوړوي.انځور: Johnny Green/empics/picture alliance

 د ترکیې دولتي خبري آژانس «انادولو» د يوه تازه رپوټ په حواله د زهرجنو شرابو څښلو له کبله د مړو شمير ۳۳ ته رسېدلی دی. تر چهار شنبې ورځې پورې د ۲۳ کسانو د مړينې خبره شوې وه.

داسې اټکل کيږي چې دا مړینې په شرابو کې د ميتانول د ورګډولو له وجې رامنځته شوي دي. ميتانول په صنعتي توګه توليدونکي الکهول دي او په شرابو کې له موجودو الکهول سره ډېر توپير لري. په عامو شرابو کې د ايتانول په نوم کیمياوي الکهول وي. 

اړونده موضوع: هند: د زهرجنو شرابو څښلو له کبله تر ديرشو ډېر کسان مړه شوي

د استانبول ښار د والي له دفتر څخه د پنجشنبې په ماښام ويل شوي دي چې د زهرجنو شرابو د پلور په شک څلور کسان «د عمدي وژنې» په تور نيول شوي دي.

شراب څښل بدن ته څه زیان رسوي؟

01:56

This browser does not support the video element.

زياته شوې ده چې د جنورۍ میاشتې له لومړۍ نیټې راهېسې په استانبول کې چارواکو ۲۹ ټنه جعلي يا تقلبي شراب ضبط کړي دي او د ۶۴ شرکتونو جوازونه یې ځنډولي دي.

اړونده موضوع: په پاکستان کې شرابو ۲۴ کسان وژلي

په ترکيه کې او په ځانګړي په استانبول کې تل د الکهولي مشروباتو له کبله د مړينې پېښې رامنځته کيږي. د چارواکو په حواله يوازې په تېر ميلادي کال کې په استانبول کې د مسموميت ۱۱۰ پېښې رامنځته شوي او ۴۸ تنو ژوند له لاسه ورکړی دی.

ډيری ترکان پر الکهولي مشروباتو باندې د لوړو ماليو له کبله، الکهول په کور کې جوړوي. د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان، په کراتو د الکهولو او تمباکو په کارولو نيوکې کړي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب