د تووالو جزيره يي هيواد د باندنيو چارو وزير سيمون کوفې په يو ويډيويي پيغام کي ويلي دي چي د تووالو په شان جزيرې به د «مخ پر وړاندي زياتېدونکي تودوښي، د سمندرونو د سطحي د جګېدنې او وچکاليو له کبله ژوندۍ پاته نشي او له دې کبله يې موږ مجازي بيا جوړؤ.»
د وزير دغه ويډيويي پيغام په داسي حال کي پر ټويټر خپور کړل شوی دی چي په مصر کي د اقليم ساتنې په تړاو نړيوال کانفرانس ادامه لري. سيمون کوفې په خپل پيغام کي زياته کړې ده: «په داسي حال کي چي زموږ هيواد ورکيږي، نو موږ بل انتخاب نه لرو بې له دې چي د نړۍ لومړی ديجيتال ملت جوړ کړو.»
د څښاک د اوبو پر کیفیت د اقلیمي تغیراتو اغیزې
په ويډيو کي ښودل کيږي چي سيمون کوفې د سمندر پر څنډه په يو مجازي ټاپو کي ولاړ دی او په هوا کي مجازي مرغان الوزي. له هغه څخه کېمره ليري کيږي او بيا په آخره کي ليدل کيږي چي هغه په يو مجازي ځای کي ولاړ دی او هلته نه ټاپو شته او نه مرغان.
د مځکي د کورې د تودوخي درجې دوامداره جګېدنه په زياته په آرام سمندر کي واقع جزيرې د لوی ګواښ سره مخامخ دي. د آسټراليا او هوايي تر منځ پروت پر جزيرو مشتمل د تووالو هيواد د دې ګواښ سره مخامخ دی چي يو وخت بالکل تر اوبو لاندي شي. د دغه هيواد د پلازمېني مرکزي ناحيه د مد و جزر يا د اوبو د سطحي د لوړېدو پر وخت تر ۴۰ فيصدو پوري تر اوبو لاندي راځي. په راتلونکو لسيزو کي ښايي دغه په بشپړه توګه تر اوبو لاندي شي. په تووالو کي تقريبا ۱۲ زره انسانان ژوند کوي.
د تووالو د باندنيو چارو وزير ويلي دي چي په کلاوډ يا د معلوماتو د ځېرمه کولو په کمپيوتري سيسټم کي د به د خپل هيواد مهم کلتوري څيزونه ثبت کړي. د هغه په وينا که په حقيقي نړۍ کي هر څه هم پيښيږي، دغه هيواد به خپله کلتوري ورثه کلاوډ ته پورته کړي. د انټرنټ کارونکي بيا کولای شي چي په مجازي توګه له دغه هيواد څخه ليدنه وکړي.
آ./ا.ا./ن.ز.
د بنگله دیش په درو ولسوالیو کې تر سختو بارانونو وروسته ځمکې ښویدنې لږ تر لږه ۵۷ تنه وژلي دي. په تیرو ۴۸ ساعتونو کې په یوه ولسوالۍ کې د باران د اوبو سطحه نیم متر اندازه شوې ده. دغه ولسوالۍ په تپو کې موقعیت لري.
انځور: Getty Images/AFP/Strد بنگله دیش د چارواکو په وینا د سخت ورښت له کبله د ژغورنې چارې گړندۍ پر مخه نه ځي. په بنگله دیش کې سختو ورښتونو او ځمکې ښویدنې په ترڅ کې تر اوسه د ۵۷ کسانو د وژل کیدو رپوټ ورکړل شوی دی.
انځور: bdnews24.comد طبیعي پيښو پر وړاندې د مبارزې ادارې یوه کارکوونکي ریاض احمد د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې دوی لا ډیرو اغیزمنو شوو سیمو ته لاس رسی نه لري. د هغه په خبره کله چې باران ودریږي نو د ټول زیان یو بشپړ انځور به ولري او د ژغورنې چارې به پیل کړي.
انځور: bdnews24.comتر ټولو زیات د رنگاماتي، چټاگنگ اوبندر بان ولسوالۍ اغیزمني شوي دي. په انځور کې لیدل کیږي چې سړکونه له اوبو ډک دي.
انځور: bdnews24.comزیانمني شوي درې سره ولسوالۍ د دغه هیواد په سویل ختیځ کې پرتې چې نسبتا په تپو کې موقعیت لري. تیره میاشت هم په بنگله دیش کې سمندري توپان په لسونو کسان وژلي او په زرونو له خپلو کورونو بې ځایه کړي ول.
د بنگله دیش د هوا پيژندنې ادارې په رنگاماتي کې ۵۰۸ ملي متره ورښت ثبت کړی دی. د سختو ورښتونو وروسته د ځمکې ښویدنې پیښې هم رامنځ ته شوي دي.
انځور: bdnews24.comپه رنگاماتي کې څلور عسکر چې په تیرو ورښتونو کې د ځمکې ښویدنې د پاکولو پر چارو بوخت ول د تازه ورښتونو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د تلیفون مزي او ترانسپورتي اړیکې هم پرې شوي دي.
انځور: bdnews24.comدغه هیواد چې ۱۶۰ میلیونه نفوس لري د موسمي بارانونو په موده کې زیاتره مهال د سمندري توپانونو، سیلابونو او ځمکې ښویدنې له کبله له زیان سره مخامخ کيږي.
انځور: Getty Images/AFP/Strد ځمکې ښویدنې له کبله ډیری کسانو د کورنۍ غړي او خپلوان له لاسه ورکړي دي. زیاتره کسان د ځمکې ښویدنې له کبله وژل شوي دي.
انځور: Getty Images/AFP/Str