1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترکيې په یوه کارخانه کې چاودنه؛ ۱۳ کسان مړه دي

محمد کریم صالح | رويټرز، فرانس پریس، اسوشتید پریس
۱۴۰۳ دی ۴, سه‌شنبه

د ترکيې د شمال لویدیځ کې په یوه کارخانه کې یوه زوروره چاودنه شوې چې پکې د چارواکو په خبره ۱۳ کسان وژل شوي دي. څلور نور کسان ټپیان شوي هم دي چې د چارواکو په وینا روغتيايي وضعیت ېې خطرناک نه دی.

په ترکیه کې د چاودنې سیمه - چارواکو ویلي چاودنه په شمالغربي ولایت بالیکسیر کې په یوه کارخانه کې شوې
د ترکيې د شمال لویدیځ کې په یوه کارخانه کې یوه زوروره چاودنه شوې چې پکې د چارواکو په خبره ۱۳ کسان وژل شوي ديانځور: Mirac Kaya/Anadolu/picture alliance

له ترکيې څخه رپوټونه وايي چې دغه چاودنه نن سه شنبه د دسمبر ۲۴مه د دغه هېواد د شمال غربي ولایت بالیکسیر کې په یوه کارخانه کې شوې ده.

د دغه ولایت والي اسماعیل اوستاوغلو خصوصي تلویزیون (NTV) ته وویل: «د لومړنیو معلوماتو له مخې په دغه چاودنه کې ۱۲ کسان وژل شوي دي.» والي زیاته کړه چې دغه کارخانه د بالیکسیر ولایت په کرایسي ولسوالۍ کې موقعیت لري. په خپرو شوو انځورونو کې ليدل کيږي چې له کارخانې بهر د اوسپنو او ښيښو ماتې ټوټې ګډوډې پرتې دي. په تازه رپوټونو کې د مړو شمېر ۱۳ ښودل شوی دی.

رپوټونه د اوستاغلو له قوله وايي چې چاودنه په ځايي وخت د سهار په ۸ بجو او ۲۵ دقیقو د کارخانې په یوه برخه کې رامنځ ته شوه چې ورسره د کارخانې د ودانۍ یوه برخه نړیدلې ده. چارواکو ېې په هکله څېړنې پيل کړي دي. 

د والي په خبره چاودنه د کوم شکمن ورانکاري پلان پر اساس نه ده شوې. حکومتي مسوولین وايي په پېښه کې ټپي شوي کسان روغتون ته رسول شوي چې روغتیايي وضعیت ېې خطرناک نه دی. 

د ترکيې د کورنیو چارو وزیر، علي یرلیکایا، ويلي چې په سملاسي توګه د چاودنې دلیل روښانه نه دی. هغه زیاته کړه: «موږ د پلټنو په حال کې یو تر څو پيدا کړو چې دلیل ېې څه وو.»

رويټرز خبري آژآنس په خپل رپوټ کې لیکي چې دغه چاودنه د چاوديدونکو تولیداتو په کارخانه کې شوې ده. ترکيه د دفاعي تجهیزاتو په ځانګړې توګه د ډرونونو یو مهم صادرونکی هېواد دی. د ترکيې ولسمشر، رجب طیب اردوغان د دغه صنعت قوي ملاتړ کونکی دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل