د دوحې ګډه اعلامیه؛ د تړلو دروازو تر شا په څه خبرې شوي؟
۱۴۰۰ تیر ۲۸, دوشنبه![Katar | Friedensgespräche in Doha](https://static.dw.com/image/58296956_800.webp)
افغان حکومت وايي، په دوحه کې له کوم اغیزمن توافق پرته د دوه ورځنیو مذاکراتو پای ته رسېدو وښوده چې طالبان لاهم پر خپله پوځي تګلاره ټینګار لري.
د ولسمشر غني دویم مرستیال سرور دانش د "اوربند" په اړه د امریکا او متحدینو له ګډې اعلامیې د هرکلي په ترڅ کې ویلي چې د دوحې په مذاکراتو کې هیڅ ډول پرمختګ نه لېدل کیږي.
نوموړي پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: «د طالبانو ډله په همدې توګه زور ګويی او نظامي ستراتیژۍ ته دوام ورکوي.» د حکومت دغه جګپوړی چارواکی زیاتوي چې اوس له خلکو او دولت سره د طالبانو پر وړاندې له مقاومت پرته بله چاره پاتې نه شوه، ترڅو چې دا ډله له تاوتریخوالي لاس په سر او د کړکیچ اصلي حل ومني.
د خلکو ناهیلي
هاخوا د چارو کتونکي د جګړې په ښکېلو غاړو کې د سولې اراده نه ویني او تور لګوي چې دواړه یې د واک پر سر د بې ګناه خلکو وینو تویولو ته ادامه ورکوي.
سیاسي شنونکي ثناالله مخلص دویچه ویله ته وویل، د دوحې خبرو په ګډه اعلامیه کې داسې څه نه دي راغلي چې عام ولس هیله من کړي. مخلص زیاتوي: «په اعلامیه کې د جګړې د کنترول هیڅ ډول خبره نه ده شوې، دا یوازې تشریفاتي او سمبولیکه اعلامیه ده، زه په دې باور یم چې په دغو مذاکراتو کې د جنګ پر خاتمې هیڅ خبرې نه دي شوي.»
دوحې ته د مصالحې د عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله، په مشرۍ د جګپوړي افغان پلاوي سفر او هلته د تړلو دروازو تر شا له دوه ورځنیو خبرو ستره هیله دا وه چې ښکېلې غاړې به لږ تر لږه په اوربند هوکړه وکړي، خو په خپره شوې اعلامیه کې د جګړې درېدو هیڅ ټکی نشته.
د اعلامیې ستر ټکي
په دوحه کې د طالبانو او حکومت ترمنځ د دغسې ناستو دوام، د سولې خبرو په چټک کولو هوکړه، د یوه سیاسي جوړجاړي اړتیا درک کول، د ملکي وګړو ژوند خوندېتوب او د عامه تاسیساتو خوندېتوب د دې ګډې اعلاميي ستر ټکي دي.
خو د ښکېلو غاړو ترمنځ اصلي خبرې پر کوم ځای ولاړې دي؟
د افغان سولې د روان بهیر څارونکي وايي، ترهغې چې د طالبانو ۷ زره زندانیان خوشې نه شي، مذاکراتو کې پرمختګ ناشونی دی.
په امریکا کې د افغان ولس د سولې شورا په نوم د یوه بنسټ مشر داوود عابدي دویچه ویله ته وویل، اوسمهال د حکومت او طالبانو ترمنځ د بحث موضوعات "اوربند" او "زندانیان" دي. عابدي وايي: «ترڅو چې د ۷ زره طالب بندیانو سرنوشت معلوم نه شي، د سولې خبرو کې د پرمختګ احتمال ډیر لږ دی.»
ښاغلی عابدي زیاتوي چې که زندانیان خوشې شي، طالبان چمتو دي چې مشروط اوربند وکړي.
دا څرګندونې داسې مهال دي چې په کابل کې د امریکا، اروپايي ټولنې، استرلیا، کاناډا، چک، فنلنډ، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان، کوریا، د ناټو ملکي استازولي، اسپانیا، سویډن او بریټانیا سیاسي استازولیو په یوه ګډه اعلامیه کې له طالبانو د اوربند غوښتنه کړې.
اعلامیه کې ویل شوي چې د طالبانو وروستي برېدونه سیاسي حل لارې ته د رسېدو هڅې شنډوي.
اسماعیل شاکر – کابل