1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهاروپا

پرتګال کې پر اسلامي مرکز د چړې برید مرګ ژوبله اړولې

۱۴۰۲ فروردین ۸, سه‌شنبه

د پرتګال پولیسو ویلي چې په پلازمینه لیزبون کې د سه شنبې په ورځ پر یوه اسلامي مرکز برید شوی چې له کبله یې دوه تنه وژل شوي دي. د پولیسو په خبره برید د چړې په واسطه شوی چې له کبله یې یو شمیر نور کسان ټپیان شوي هم دي.

Messerattacke ismailitisches Zentrum Lissabon
انځور: PATRICIA DE MELO MOREIRA/AFP/Getty Images

د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۳م کال د مارچ پر ۲۸مه) د پرتګال پولیسو خبر ورکړ چې په پلازمینه لیزبون کې پر یوه اسلامي مرکز د چړې برید شوی چې له کبله یې لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي او یو شمیر نور کسان بیا ټپیان شوي دي.

د دغه هیواد لومړي وزیر، انتونیو کوستا وویل چې «دا اوس له وخته وړاندې ده چې د دغه جرمي عمل په هکله څه وویل شي.» نوموړي له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې «هرڅه دا جوته کوي چې دا یو په يوازې سر ترسره شوی برید وو.»

د پرتګال پر تلویزیونونو باندې په خپریدونکو انځورونو کې په پلازمینه لیزبون کې د یاد اسلامي مرکز شاوخوا ته وسلوال پولیس لیدل کیږي. پولیسو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي: «په دغه برید کې ګڼ شمیر کسان ټپیان شوي دي او تر اوسه دوه تنه وژل شوي دي.» پولیسو په اعلامیه کې زیاته کړې چې بریدګر د پولیسو له لوري ویشتل شوی دی او په توقیف کې دی.

د معلوماتو له مخې، دغه اسلامي مرکز د اسماعيلیه شیعه مذهبو اړوند دی چې د اسماعيلیه په نامه هم شهرت لري.انځور: Armando Franca/AP Photo/picture alliance

د پرتګال پولیسو ویلي چې دوی دغه اسلامي مرکز ته په ځايي وخت ۱۱ بجې هغه وخت ورسیدل چې د چړې برید لا هم ادامه درلوده. د پولیسو په اعلامیه کې د برید په هکله زیاته شوې: «پولیس سیمې ته په رسیدو له یوه داسې شخص سره مخامخ شول چې یوه ستره چاړه یې په لاس کې وه.

بریدګر ته د برید د درولو امر وشو خو عملي یې نه کړ او د پولیسو په لوري یې په داسې حال کې حرکت وکړ چې چاړه یې په لاس کې وه.» په اعلامیه کې زیاته شوې چې د جدي وضعیت په نتیجه کې پولیسو وسله وکاروله او بریدګر یې تر ویشتلو وروسته توقیف کړ.

د معلوماتو له مخې، دغه اسلامي مرکز د اسماعيلیه شیعه مذهبو اړوند دی چې د اسماعيلیه په نامه هم شهرت لري. دغه ډله مسلمانان د نړۍ په شاوخوا ۲۵ هیوادونو کې ژوند کوي چې له دې ډلې شاوخوا ۷۰۰۰ یې په پرتګال کې چې په خپله ۱۰ میلیونه نفوس لري، میشت شوي دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب