د شنبې او یکشنبې ترمنځ شپه کې دغه لوبه د فرانسې د پاری سن-ژرمن او د ايټالیا انترمیلان ټیمونو ترمنځ د آلمان په مونشن ښار کې ترسره شوه چې پاري سن – ژرمن وتوانید ۵ د صفر په مقابل کې خپل سیال ته ماته ورکړې او د لومړی ځل له پاره د اروپا د فوټبال د اتلانو لیګ اتلولی وګټي.
د فرانسې ولسمشر، امانویل ماکرون، دغه بریا لمانځلې او دا ېې د پاري سن -ژرمن له پاره د ویاړ ورځ ښوولې. هغه پر اکس شبکه ليکلي: «شاباس، موږ ټول ویاړو. پاریس نن شپه د اروپا پلازمېنه ده.»
نور ولولئ: پولیسو د لیورپول په پيښه کې د ترهګرۍ انګیزه رد کړې
د فرانسې د کورنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ وویل یو ۱۷ کلن تنکي ځوان د فرانسې په سويلي ښارګوټي، دکس، کې د چاقو په حمله کې وژل شوی دی. وزارت ويلي دغه ځوان د پاری سن- ژرمن ټیم د بریا د لمانځنې په موخه د راټولو شوو خلکو په ګڼه ګوڼه کې وژل شوی دی. چارواکو ويلي لا روښانه نه ده چې دغه قتل د فوټبال پایلوبې سره تړاو لري او که نه.
بل کس د پاریس ښار په جنوب غرب کې یوه موټر سره د لګېدو په پېښه کې مړ شوی. زیاته شوې چې مړ شوی کس پر سکوټر یا بایسکل ته ورته کوچنۍ برقۍ وسیلې سپور و چې ټکر ېې وکړ.
وزارت وايي ۲۱ پولیسان، ۷ د اطفائيې کارمندان او ۱۹۲ عام وکړي چې په کوڅو کې ېې د فرانسې د بریا لمانځنه کوله، هم ټپیان شوي دي. د پولیسو له ډلې ۱۸ ېې په پاریس او ۳ نور د فرانسې په نورو برخو کې ټپیان شوي دي.
نور ولولئ: د افغانستان د ښځو فوټبال د ملي ټیم ګول ساتونکې له آلمانه د اخراج له خطر سره مخ ده
وزارت دا هم ویلي چې په دې جریان کې د ۲۶۴ موټرو ته اور اچول شوی او په مجموع کې د اوراچونې ۶۹۲ پېښې ثبت شوي دي.
سرچينه وايي دغو ګډوډیو سره تړاو په مجموع کې د فرانسې په کچه ۵۵۹ کسان نیول شوي چې ۴۹۱ تنه ېې په پلازمینه پاریس کې دي.
نور ولولئ: ګينيا: د فوټبال لوبې پر مهال ګډوډۍ کې په لسونو کسان مړه شوي
د وزارت په خبره په پاریس ۴۹۱ تنه هغه مهال ونیول شول چې د دغه ښار په مشهور واټ، شانز الیزه، کې د خلکو او پولیسو ترمنځ اخ و ډب رامنځ ته شو.
دا په داسې حال کې ده چې د مخکنیو رپوټونو پر اساس د پاریس پولیسو ويلي وو چې د پایلوبې پر مهال د امنیت له پاره به په زرونو پولیس وګماري.
د اروپا ۲۰۲۵ د فوټبال د اتلانو جام د تېرې شپې پایلوبه د آلمان په مونشن ښار کې وشوه. د فرانسې خبري آژانس لیکي چې يوازې په فرانسه کې ۱۱نیم میلیونه خلکو دغه لوبه پر تلویزیونونو کتلې ده.
نور ولولئ: د فوټبال ۲۰۳۴ نړيوال جام سیالیو کوربتوت ته د سعودي عربستان وړاندیز
له آرشیف څخه:
د اروپا تر ټولو سترد فوټبال لوبغالِ
اروپا هغه قاره ده چې فوټبال په کې ډېر وده کړې او دغه ورزش پکې ډېر مینه وال لري. د اروپا د فوټبال لیګ هم خپل خاص شهرت لري او طبيعي ده چې په دغه لویه وچه کې د فوټبال ستر لوبغالي هم شته. یو شمېر تر ټولو غوره ېې درپېژنو.
انځور: H. Blossey/blickwinkel/picture allianceپوشکاش ارینا، بوداپست هنګري
پوشکاش د اروپا د نوو ستډيومونو څخه دی چې په ۲۰۱۹م کال کې پرانیستل شو. په ۲۰۲۱م کال کې د اروپا د اتلولۍ سیاليو له ځایونو څخه یو وو او روان کال په کې د اروپا لیګ پای لوبه په کې وشوه. په دغه ستډيوم کې ۶۷زره او ۲۱۵ نندارچیان ځایږي.
انځور: Robert Michael/dpa/picture allianceسيګنال ایدونا پارک، درتموند آلمان
د آلمان په دورتموند ښار کې د فوټبال دغه لوبغالي له ۱۹۷۴ راهیسې د بوروسیا دورتموند د فوټبال کلب (BVB Dortmund) کور دی. د سټديوم «زيړ دېوال» او موزیم ېې لا ډېر شهرت ورپه برخه کړی دی. که څوک غواړي د دورتموند فوټبال ټیم د لاسته راوړنو او تاریخ په هکله لاډير معلومات حاصل کړي، موزیم څخه ېې کتنه به ورسره مرسته وکړي.
انځور: H. Blossey/blickwinkel/picture allianceالیانڅ ارينا - مونشن، آلمان
د آلمان په مونشن ښار کې د فوټبال دغه سټډیوم تر ډېره د هغه په ۲۸۰۰ څراغونو چې رنګونه ېې بدلوي، پېژندل کیږي. دا د آلمان په سطحه دوهم ستر سټډیوم دی چې د ۷۵زره نندارچیانو له پاره څوکۍ لري. الينانڅ ارینا همدارنګه مونش ښار څخه د لېدونکو سیلانیانو له پاره یو مقصد ځای هم دی.
انځور: Harry Langer/DeFodi Images/picture allianceد سنتیاګو برنابئو ستډیوم - مادرید، هسپانیا
د هسپانیا په مادرید ښار کې د فوټبال دغه ستډيوم یا لوبغالي د رغولو کار په ۱۹۴۷ کې بشپړ شو. دا د څه باندې ۷۰ کلونو راهیسې د د ریال مادرید مشهور ټیم کور دی. په دغه سټډيوم کې له ۸۱زرو یو څه ډېر نندارچیانو ته ځای شته.
انځور: Jonathan Moscrop/empics/picture alliance کمپ نوه - بارسيلونا، هسپانيا
د اروپا د فوټبال په نامتو لوبغالو کې یو هم د هسپانيا په بارسیلونا ښار کې د نوه کمپ سټديوم دی. دغه ځای په ۱۹۵۷ کې رغول شوی او د شاوخوا یو لک یا سل زره نندارچیانو له پاره ځای لري.
انځور: Tony Marshall/dpa/picture allianceد ومبلې سټډیوم - لندن، بریتانیا
د بریتانیا په لندن ښار کې د ومبلې سټډیوم د فوټبال په سل کلنه نړۍ کې یو افسانوي نوم دی. انګلستان یوازینی ورلد کپ هم په همدغه سټډيوم کې ګتلی. که څه هم په ۲۰۰۳م کال کې ېې زړه بڼه تخریب او پر ځای ېې له هغه پراخ بل جوړ شو، خو شهرت ېې بيا هم په خپل ځای پاته دی. د ځینو سرچېنو په حواله په دغه سټډيوم کې شاوخوا ۹۰ زره کسان ځایږي.
انځور: Gary Oakley/Zumapress/picture alliance اولد ترافورد - مانچستر، انګلند
په بريتانيا کې د فوټبال دغه سټډیوم هم د اروپا په غوره سټډیومونو کې راځي. د شاوخوا ۷۵ زره نندارچیانو له پاره د ناستې ځای لري. له وُلد ترافورد څخه د دوهمې نړېوالې جګړې پر مهال د پوځي زېرمې په مقصد استفاده کېده چې په ۱۹۴۱ کې د آلماني ځواکونو په بمباريو کې ورته درانه زیانونه واوښتل.
انځور: Nick Potts/empics/picture alliance انفيلد - ليورپول، انګلیند
د بريتانيا په ليورپول کې د انفېلد سټډيوم هم د اروپا د فوټبال په غوره سټډیومونو کې راځي. دا د ليورپول ټیم کور دی چې په وروستیو کې ېې بیارغونه شوې ده. په دغه لوبغالي کې تر ۵۴ زرو پورې ننداره چیان ځایږي. د دغه لوبغالي هره برخه خپلې ځانګړتيا او داستان لري، په تېره د «This is Anfeld» نښه، چې لوبغاړي د لوبې تر ګټلو وروسته هغه لمس کوي.
انځور: Paul Ellis/empics/picture allianceد ايټاليا په میلان کې د جوزپه مه آتزا سټډیوم
دغه سټډیوم چې تقریبا سل کاله عمر لري، سن سیرو هم ورته وايي. دا د ۷۵زره نندارچيانو له پاره ځای لري. جوزپه مه آتزا، د یوې لوېې فضايي بېړۍ په شکل دی دی چې د میلان او د اې سي میلان ټیمونو کور دی. په پام کې ده چې دغه زوړ سټډیوم تخریب شي، هغه تصمیم چې ډېر غبرګونونه ېې راپارولي دي.
انځور: Jonathan Moscrop/Newscom/picture alliance شتاد دې فرانس - پاریس فرانسه
په پاریس کې د شتاد دې فرانس د فوټبال سټډیوم د ۱۹۹۸ نړېوال جام له پاره جوړ کړ. په دغه ستر لوبغالي کې ۸۰زره څوکۍ لګول شوي او يو په زړه پوری بام لري. فرانسه غواړي دغه سټډیوم د ۲۰۲۴م کال المپیا مسابقو له پاره چې په پاریس کې کیږي، مودرينایزد یا عصري کړي.
انځور: Jacques Demarthon/dpa/picture-alliance