اسرائیل په نړۍ کي لومړی هیواد دی چي پر دې باندي کامیابه سوی دی چي د خپل نفوس اکثریت واکسین کړي او اقتصاد یې بیرته رونق پیدا کړي. خو د عامي روغتيا وزير يې په دې وروستيو کي اعلان کړی ؤ، چي بایونتیک-فایزر واکسین د کرونا د دلتا بڼي په مقابل کي لږ مؤثریت لري.
د روغتيا نړيوال سازمان د وروستیو ارقامو پراساس د کرونا دلتا بڼه تر اوسه پوري په ۱۲۴ هیوادونو کي پيژندل سوې او لیدل سوې ده.
په بريتانيا کي د کرونا محدوديتونو د لغوه کولو له پاره خوشالي
په بريتانیا کې ټول محدودیتونه لغوه شول. په دغه هيواد کې په کرونا د اخته کسانو شمير د ډيريدو په حال کې دی او کابو ۶۸ سلنه نفوس د کرونا پر وړاندې واکسين شوی دی. د محدوديتونو لغوه کيدل ځوانانو په جشن سره و لمانځل.
انځور: Alberto Pezzali/AP Photo/picture alliance
په بريتانیا کې د کروتا پاندیمي په اړه محدودیتونه د دوشنبې په ورځ د (جولاي ۱۹ مه) لغوه شول. اوس خلک کولي شی هر څومره شمير چې وي له يو بل سره لیده کاته وکړي. ټول عامه تاسیسات پرانيستې دي او ځوانانو خپله خوشالي دا ډول ولمانځله.
انځور: Alberto Pezzali/AP Photo/picture alliance
د شپې کلپونو دروازې پر دولسو بجو د ځوانانو د شوراو خوښۍ په ولولو کي پرانيستل شوې.
انځور: Ioannis Alexopoulos/AP Photo/picture alliance
په بريتانیا کي د شپې کلپونو او دیسکوګانو ته د ننوتلو له پاره په زرونو ځوانان په کتارونو کې ودريدل.
انځور: Jonathan Brady/PA Wire/picture alliance
په دغه ورځ د بريتانيا لومړي وزیر پر خپل ټويټر په يوه خپره کړې ویدیو کي وويل: اوس د کرونا محددويتونو د لغوه کولو له پاره صحيح وخت دی. بوريس جانسون خبردارې ورکړ: «موږ باید دغه کار په احتیاط سره ترسره کړو. له ياده بايد و نه باسو چې دا ويروس دی او د اخته کسانو شمير مخ پر زياتیدو دی. ممکنه ده چې له حده زيات د دلتا بڼي د پراخيدلو شاهدان و اوسو.»
انځور: Joel Goodman/ZUMAPRESS/picture alliance
د اپوزيسیون کارګر ګوند څخه جاناتان اشورت د دولت پریکړه د اجباري ماسک لغوه کول او کار ځای ته راګرزیدل بې مسوليتي بولي.
انځور: Joel Goodman/ZUMAPRESS/picture alliance
د محدودیتونو لغوه کيدل په داسي حال کي ترسره کیږې چې په بريتانیا کي ۶۸ سلنه اتباع د کرونا پر وړاندې واکسین شوی دي.