د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د شنبې (د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر ۲۴مه) د سهار په لومړیو ساعتونو کې د فرانس پرېس خبري اژانس د یوه خبریال په وینا دوه چاودنې اورېدل شوې دي.
د سعودي عربستان ملکي دفاع ادارې ویلي چې د اوسېدونکو د احتمالي ګواښ په اړه د خبرولو لپاره د مخکېني خبرداري سیستم فعال شوی و.
په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف ویلي چې هغه یو بالستیک توغندی یې ویشتی چې د ریاض پر لور روان و. دغه ائتلاف همدارنګه د هېواد په ختیځه برخه کې یوه بې پیلوټه الوتکه هم نسکوره کړې ده.
دغه هم ولولئ: د حوثيانو بريدونه؛ امريکا ځينو ډيپلوماتانو ته له سعودي د وتلو امر کړی
سعودي عربستان د روانې میاشتې له پیل راهیسې نږدې هره ورځ د ایران له ملاتړ برخمنې حوثي ډلې له بریدونو سره مخامخ دی. حوثیانو په وروستیو اوونیو کې څو ځله له یمن څخه د سعودي عربستان پر هوايي ډګرونو بې پیلوټه الوتکې او توغندي توغولي دي.
د اکتوبر په ۱۰مه د ریاض پر نړیوال هوايي ډګر په یوه برید کې ۱۳ کسان وژل شوي او له ۳۰۰ څخه ډېر نور ټپیان شوي وو. د فبرورۍ میاشتې په پای کې پر ایران د امریکا او اسرائیل له بریدونو وروسته د حوثیانو او د یمن د حکومت ترمنځ شخړه یو ځل بیا سخته شوې ده.
سعودي عربستان له یوې لسیزې څخه زیات وخت راهیسې د هغه پوځي ائتلاف مشري کوي چې د یمن د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت پېژندل شوي حکومت ملاتړ کوي او د ایران له خوا تمویلېدونکو حوثیانو پر ضد جګړه کوي.
د مسلمانو ښځو له پاره موډ کیدای شي له رنګارنګیو ډک، خو په عین وخت کې ستونزې زیږونکی وي. په تازګۍ سره د سعودي عربستان او اروپايي ګډ موډ یوه ننداره په ریاض کي وړاندي شوه. ځينې انځورونه يې دلته لیدلی شئ.
انځور: Reuters/T. Hanaiد سعودي د شاهي کورنۍ شهزادګۍ صفیه حسین غراس او د موډ بلجیمۍ طراحې کریستوف بیوفایس، په ریاض کې د بلجیم د سفارت په انګړ کې د مسلمانو ښځو له پاره د جامو د موډ ننداره وړاندې کړه. په سعودي عربستان کې د لومړي ځل له پاره ښځو او نارينه وو په ګډه د ښځو د موډ د نندارې اجازه درلوده.
انځور: Basheer Saleh/Arab News/abaca/picture allianceد سعودي عربستان د شاهي کورنۍ د سختګیرانه قواعدو پر اساس د بیوفایس او شهزادګۍ غراس طرحه کړې جامې باید ساده او د مسلمانو ښځو له پاره مناسبې وای. خو برخلاف د دغه نمایش اکثره نندارچیانو بیا د لویدیځوالو په موډ جامې اغوستې وې.
انځور: Basheer Saleh/Arab News/abaca/picture allianceپه ریاض کې د «خلیکې شیک» په نامه د طراحۍ په دې مجموعه کې روښانه او نقش لرونکي ډیزاینونه لږ لیدل کیږي. دا چپنې ته ورته کریمي لباس په عربي هیوادونو کې دود لباسونو ته ډیر ورته والی لري.
انځور: Basheer Saleh/Arab News/abaca/picture allianceیو شی چې له ساده او متواضع فیشن سره یې ورته والی نه درلود د کاوبایي خولې پر سرول وو. دې موډلې له تورو جامو سره کوبایي سپينه خولې پر سر کړې ده.
انځور: Basheer Saleh/Arab News/abaca/picture allianceد دې نندارتون برخلاف په ۲۰۱۷م کال کې د دوبی موډ اونۍ کې د جامو موډ زیاتره عربي شکل درلود او پکښې له ډیرو مختلفو رنګونو څخه کار اخیستل شوی وو. دغه ماډله د «مسلمه وییر» لیبل د جامو نمایش وړاندې کوي. دا لیبل یا مارک د ترکیې دی چې په متحده ایالاتو، اروپا، بریتانیا، روسیه او دوبی کې هم نمایندګۍ لري.
انځور: Mahmoud Khaled/AA/picture allianceد مسلمانو ښځو د جامو برانډ
همدارنګه د «مسلمه وییر» یا د مسلمانو ښځو د جامو موډ مارک چې زیاتره د ځوانو نجونو له پاره جامې برابروي له روښانه رنګونو نه استفاده کوي. دغه مارک په اینستاګرام کې تر۴۰ زرو ډیر کارونکي تعقیبوي.
انځور: Mahmoud Khaled/AA/picture allianceد اسلامي مود مشهوره ماډله
د دوبۍ موډ اونۍ ۲۰۱۷م کال په نمایش کې مشهورې عربي موډلانې هم راڅرګندې شوې وې. د هغو له ډلې مشهوره امریکایي ماډله حلیمه عدن هغه د ترکي مارک مسلمانو ښځو لباس موډ سره په دغه ننداره کې را ښکاره شوې وه.
انځور: Mahmoud Khaled/AA/picture allianceد محجوب موډ په هکله د نظر اختلاف
د مسلمانانو له پاره محجوب موډ نه یوازې د سکولارو، بلکې د عقیدوي مسلمانانو له خوا هم له نیوکو سره مخامخ شوی دی. سومالیې الاصله امریکایي ماډله چې د دې نندارې یوه له مشهورو څیرو څخه وه، په ۲۰۲۰م کال کې د فیشن له ریشتې سره یي خپلې اړیکې پرې کړې، ځکه په خبره یي په دې برخه کې د هغې عقیدې ته په لازمه توګه درناوی نه کیږي. نوموړۍ د «یونیسف» د سفیرې په توګه له خپل موقعیت څخه هم لاس په سر شوې ده.
انځور: Mahmoud Khaled/AA/picture alliance