کشمیر: په برید کې دوه هندي سرتیري او دوه ملکیان وژل شوي
۱۴۰۳ آبان ۴, جمعهد هندي کشمیر پولیسو د جمعې په ورځ د (اکتوبر ۲۵ مه) وویل چې یاغیانو د پنجشنبې په شپه د کشمیر پولې ته نیږدې چې په شدید ډول یې امنیتي تدابیر نیول کیږي، د ګلمرګ تفریحي ښارګوټي ته نږدې د پوځ په موټر ډزې وکړې. د کنټرول دغه کرښه په حقیقت کې هغه جنجالي پوله ده چې کشمیر د هند او پاکستان ترمنځ سره ویشي.
پولیسو ویلي دي چې په دې برید کې دوه سرتیري او دوه ملکي کارکونکي چې د هند د پوځ سره یې کار کاوه وژل شوي او درې نور سرتیري ټپیان شوي دي.د هند پوځ د جزئیاتو له ورکولو پرته ویلي چې دا یوه لنډه نښته وه.دا پیښه د کومې خپلواکې سرچینې لخوا نه ده تائید شوې.
په هندي کشمیر کې تل پر امنیتي ځواکونو بریدونه کیږي. د همدې تېرې یکشنبې په ورځ وسله والو په هندي کشمیر کې لږ تر لږه اوه کسان په ډزو ووژل او پنځه نور یې ټپیان کړل. دغه کسان د یوه ستراتیژیک تونل په پروژه کې په کار بوخت ول.
د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې یاغیان له ۱۹۸۹ کال راهیسې د نوي ډهلي د حکومت پر ضد جګړه کوي.دوی د یوه خپلواک هیواد جوړول او یا لږ تر لږه کشمیر له پاکستان سره یوځای کول غواړي. ډیری مسلمان کشمیریان د یاغیانو له دغه هدفه ملاتړ کوي.
د هند حکومت په کشمیر کې د تاوتریخوالي پېښې د پاکستان له خوا تمویل شوې ترهګري بولي، خو پاکستان دا تور ردوي. په دغو جګړو کې تراوسه پورې په لسګونو زره هندي امنيتي ځواکونه، ملکیان او ياغيان وژل شوي دي.
دوه ګاونډي اټومي قدرتونو، هند او پاکستان، په ۱۹۴۷ کې د بریتانوي استعمار څخه د خپلواکۍ راهیسې د کشمیر پر سر دوه جګړې کړي.