1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

کابل کې چاودنو دوه تنه وژلي دي

۱۳۹۹ بهمن ۱۴, سه‌شنبه

د افغان چارواکو په وینا په کابل کې د سه شنبې په ورځ د یو لړ بمي چاودنو په ترڅ کې دوه تنه وژل شوي دي او یو شمیر ټپیان دي. زیاته شوې ده چې د کابل په شمال کې د پولیسو یو موټر هم په نښه شوی دی.

Afghanistan Raketenangriff auf Kabul
آرشیف انځورانځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

د فرانسې خبري آژانس د رپوټ له مخې سهار وختي د ګڼې ګوڼې پر مهال بریدونه د یاغیانو د خوښې وړ یوه تکتیک باندې اوښتي دي چې په موټرو پورې نښلول شوي بمونو ته چاودنه ورکول کیږي.

د کابل په ننۍ چاودنه کې د جمعیت اصلاح افغانستان د رهبرۍ کمېټې مشر ډاکټر محمد عاطف د وژل کیدو خبر هم ورکړل شوی دی. د افغانستان د ملي مصالحي د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله، د یوې اعلامیې په خپرولو سره د نوموړي له کورنۍ سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز خبریالانو ته ویلي دي چې په لومړنۍ چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي. زیاته شوې ده چې په دوهم برید کې د کورنیو چارو وزارت یو موټر په نښه شوی دی چې په پایله کې یې دوه پرسونل ټپیان شوي دي. په دریمه چاودنه کې د مرګ ژوبلې په هکله رپوټونه نه دي ورکړل شوي.

په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې ده او په ځانګړې توګه په پلازمېنه کابل کې حکومتي چارواکي، امنیتي پرسونل، خبریالان او نورې مخکښې څیرې کابو هره ورځ د بریدونو هدف ګرځي.

د پولیسو په وینا په پروان ولایت کې هم د پولیسو یو موټر په نښه شوی دی خو دغه برید کومه مرګ ژوبله نه لرله.

که څه هم په سپتمبر میاشت کې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مذاکرات پېل شول خو تر اوسه په دغو خبرو اترو کې کوم خاص پرمختګ نه لیدل کیږي.