1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: بلوچستان کې وسله والو درې بانکونه لوټلي دي

شمس الرحمن ناصر | فرانس پریس
۱۴۰۴ آذر ۲۵, سه‌شنبه

وسله والو کسانو د دوشنبې په ورځ د بلوچستان په پنجګور سیمه کې د یوه منظم برید په ترڅ کې لږ تر لږه درې بانکونه لوټلي دي. په دې جریان کې له امنیتي ځواکونو سره د ډزو په تبادله کې یو پولیس او یو ملکي وکړی وژل شوي دي.

د بلوچستان په قلات سیمه کې د یوه شخصي بانک څانګه
آرشیف انځور: وسله والو کسانو له درو بانکونو څخه د پنځه نیم لکه ډالرو معادل پيسې لوټلي ديانځور: AFP/Getty Images

د پاکستان د بلوچستان ایالت په پنجګور سمیه کې وسله والو کسانو د دوشنبې په ورځ (د دسمبر میاشتې ۱۵) څو بانکونه ولوټل. د لومړنیو معلوماتو له مخې وسله والو لږ تر لږه له درو بانکونو څخه  تقریباً ۱۵ میلیونه پاکستاني روپۍ له ځان سره وړي دي.

په دې جریان کې له امنیتي ځواکونو سره د ډزو په تبادله کې یو پولیس او یو عام وګړی وژل شوي او دوه پولیس ټپیان شوي دي. د سیمه ایزو چارواکو په حواله بریدګر په ۱۲ موټرسایکلونو او ۴ موټرو سپاره ښار ته ننوتلي دي.

داسې انديښنې دي چې دغه برید د «بلوچ د ازادۍ پوځ» یا د بي ایل ای، بیلتون غوښتونکو کړی دی. د مساحت له پلوه د پاکستان په تر ټولو پراخ، خو تر ټولو شاته پاتې دغه ایالت کې په دې وروستیو کې د بلوچ د ازادۍ پوځ ډلې فعالیتونه ډیر شوی دي.

د پولیسو یوه مامور د نوم پټ ساتل کیدو په شرط د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «دا یو منظم برید و چې لږ تر لږه له درو بانکونو څخه نږدې ۱۵ میلیونه پاکستاني روپۍ (د پنځه نیم لکه امریکایي ډالرو معادل) لوټل شوي دي. ترهګرو د دوو نورو بانکونو د لوټلو هڅه کوله، خو له امنیتي ځواکونو سره له نښتې پيلیدو وروسته وتښتیدل.»

بلوچستان کې پر ريلګاډي بريد: ۲۵ جسده د مچ ښارګوټي ته رسیدلي

01:49

This browser does not support the video element.

د سیمه ایزې ادارې یوه چارواکي هم د دغه برید په تائیدولو سره وویل چې له ۵۰ څخه تر ۶۰ کسانو پورې ترهګر چې په ۱۲ موټرسایکلونو او ۴ موټرو کې سپاره ول ښار ته ننوتل. هغه زیاته کړه: «دا د بلوچ د ازادۍ پوځ (بي ایل ای) بیلتون غوښتونکي ول.»

(بې ایل ای) یا «د بلوچ د ازادۍ پوځ»، پاکستان، امریکا متحده ایالاتو او یو شمیر نورو هیوادونو یوه ترهګره ډله بللې ده او دغه ډله د بلوچستان سربیره د دغه هیواد په نورو برخو کې هم امنیتي ځواکونه او ملکي خلک په نښته کوي.

تیر کال په مارچ میاشت کې هم بې ایل ای، د بلوچستان په بولان سیمه کې پر جعفر ایکسپریس ریل برید کړی و او له ۴۵۰ ډیر مسافر یې یرغمل نیولي ول.

د مسافرو د ازادولو له پاره امنیتي عملیاتو دوه ورځې دوام کړی و چې په پایله کې يې په لسونو کسان ووژل شول.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل