1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآلمان

آلمان: د وسلو د تفتیش پر مهال دوه دولتي کارکوونکي وژل شوي

احمد حکيمي l د آلمان خبري آژانس
۱۴۰۵ مهر ۱۸, شنبه

د آلمان په سویلي بایرن ایالت کې د وسلو د عادي تفتیش پر مهال یو ۴۵ کلن سړی او یوه ۵۴ کلنه ښځه په ډزو وژل شوي دي. پولیسو د ۱۲ ساعتونو تر محاصرې وروسته یو ۶۰ کلن شکمن کس نیولی دی.

د آلمان په بایرن کې د وسلو د تفتیش پر مهال دوه دولتي کارکوونکي وژل شوي
د آلمان په بایرن کې د وسلو د تفتیش پر مهال دوه دولتي کارکوونکي وژل شوي انځور: Tizian Gerbing/dpa/picture alliance

د آلمان په بایرن ایالت کې تر دغې پیښې وروسته پولیسو وویل چې دواړو وژل شویو کسانو د نیومارکت اِن دیر اوبیرپفالڅ سیمې په اداري دفتر کې کار کاوه.

د پولیسو په وینا هغوی د پنجشنبې په ورځ د برنګاو کلي یوه کور ته ورغلي وو، څو د قانوني وسلو د ساتنې او د خوندي زیرمه کولو څرنګوالی وڅیړي.

پولیس باور لري چې شکمن کس د تفتیش پر مهال پر دواړو دولتي کارکوونکو ډزې کړې دي.

د پېښې شاهدانو د پنجشنبې په ورځ د ماسپښین شاوخوا دوې بجې د ډزو غږونه اوریدلي وو. له دې وروسته پولیسو په سیمه کې پراخ عملیات پیل کړل.

د پولیسو چارواکو د ۴۵ کلن کارکوونکي جسد د کور بهر وموند، خو د ښځې جسد وروسته د ودانۍ دننه وموندل شو.

د پولیسو په باور، دواړه قربانیان له ډزو لږ وروسته مړه شوي وو.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب