مسکو: په یوه چاودنه کې دوه پولیس وژل شوي
۱۴۰۴ دی ۳, چهارشنبه
په مسکو کې د تېرې شپې چاودنه هغه ځای ته نیژدې شوې چې د روانې اوونۍ په سر کې یو روسی جنرال په کې وژل شوی وو.
د روسیې تحقیقاتي کمېټې د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۵م کال د دسمبر ۲۴مه) په یوه اعلاميه کې ويلي چې یو مشکوک سړی د پولیسو موټر ته نژدې ولاړ وو او کله چې پولیس ورنژدې شول «ېوې چاودېدونکې وسېلې ته چاودنه ورکړل شوه.» رپوټونه وايي په چاودنه کې دوه پولیس او مشکوک کس وژل شوي دي.
د روسیې تلویزیون د رپوټ پر اساس، تر چاودنې وروسته د پېښې ځای ته ګڼ شمېر پولیس ورسېدل او پلټونکو په کې د پېښې په تړاو پلټنې پیل کړې. په رپوټ کې د عیني شاهدانو له قوله ويل شوي چې چاودنه پر ځایي وخت د شپې شاوخوا یوه نیم بجه وشوه.
نور ولولۍ: زيلنسکي د سولې په خبرو کې پر روسیې د نور فشار غوښتنه کړې
په کوم ځای کې چې دغه چاودنه شوې، د دوشنبې په ورځ پکې د فانیل سروروف په نوم یو روسی جنرال وژل شوی وو. دغه جنرال د چاودېدونکو موادو په چاودنه کې چې د هغه تر پارک شوي موټر لاندې اېښودل شوی ول، وژل شوی وو. هغه د پوځ د تعليمي څانګې جګپوړی جنرال و.
د ۲۰۲۲م کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې تر پوځي یرغل راپدېخوا پر روسي پوځيانو هدفي بریدونه شوي چې پړه ېې تر ډېره پر اوکراین وراچول کيږی. خو اوکراین یوازې د ځینو دغو بریدونو مسئولیت منلی دی او د دوشنبې برید په هکله ېې څه نه دي ويلي. پر روسي پوځیانو دغه هدفي بریدونه په روسیه او یا د اوکراین په هغو ساحو کې چې روسیې نیولي، شوي دي.
نور ولولۍ: امریکا کې «رغوونکي» مذاکرات؛ پوتین ویلي چمتو دی ماکرون سره خبرې وکړي