1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

پاکستان: د سړک غاړې دوو چاودنو ۷ کسان وژلي دي

احمد حکيمي l د فرانسې خبري اژانس
۱۴۰۵ خرداد ۳۰, شنبه

د پاکستان د خیبر پښتونخوا په شمال لوېدیځ کې د سړک غاړې دوو چاودنو لږ تر لږه اووه کسان وژلي دي. په سیمه کې د پولیسو یوه چارواکي وویل چې چاودنې په لاس د جوړو شویو چاودیدونکو توکو له امله رامنځ ته شوي دي.

په انځور کې چې له آرشیف څخه اخیستل شوی دی په امبولانس کې ټپي روغتون ته د انتقال به حال کې دی.
د پاکستان د خیبر پښتونخوا په شمال لوېدیځ کې د سړک غاړې دوو چاودنو لږ تر لږه اووه کسان وژلي دي او تر اوسه کومې ډلې د دغو بریدونو مسوولیت نه دی منلی.انځور: Karim Ullah/AFP

د پاکستان د خیبرپښتونخواد بنو ولسوالۍ د پولیسو افسر یاسر افریدي د پیښې په هکله وویل: «یو شخصي پیک ‌اپ موټر چې مسافر یې لېږدول، د ریموټ کنټرول شوي یا په لاس جوړ شوی چاودیدونکي توکي په وسیله په نښه شو.» هغه زیاته کړه: «ټپیان د بیړنۍ درملنې له پاره په یوه موټر کې روغتون ته لېږدول کېدل چې دویم په لاس جوړ شوي بم چاودنه وکړه.» هغه وویل چې په دې پیښو کې درې کسان ټپیان شوي هم دي.

تر اوسه د دغو چاودنو مسؤلیت چا نه دی منلی، خو تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي او نورې وسله والې ډلې په دې سیمه کې فعالیت لری او وخت ناوخت پر پاکستاني امنيتي ځواکونو بریدونه کوي. 

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف دغه برید غندلی او د مرګ ژوبلې له امله یې خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

هغه وویل چې حکومت «د ترهګرۍ له منځه وړلو» او «د عدالت منګولو ته د مسؤل کسانو د سپارلو» لپاره ژمن دی.

په پاکستان کې د تاوتريخوالي ډېرېدل او پر افغانستان یې اغیزې

29:42

This browser does not support the video element.

پاکستان په دغه هېواد کې د بریدونو د زیاتوالي پړه پر ګاونډ هیواد افغانستان اچوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ لا هم لوړ دی.

په کابل کې د طالبانو حکومت په وار وار دپاکستان هغه تورونه رد کړي چې ګواکې د افغانستان خاوره د وسله والو لپاره د خوندي پناه ځای په توګه کارول کېږي.

د دواړو لورو ترینګلې اړیکې په وروستیو میاشتو کې په مرګونو وسله والو نښتو بدلې شوې دي، چې په کې د افغانستان پر ښارونو د پاکستان هوايي بریدونه هم شامل دي. د روانې میاشتې په ترڅ کې د پاکستان بریدونو د دواړو هېوادونو د ګډې پولې په اوږدو کې د افغانستان په خاوره کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژلي دي.

د اکتوبر میاشتې راهیسې د تاوتریخوالي له زیاتېدو وروسته پوله تر ډېره تړلې پاتې ده، چې له امله یې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري دریدلې ده.

د کوږک تونل ولې تاریخي اهمیت لري؟

03:10

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب