1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ځانمرګي برید د پلانولو په تور دوه سوريايي ورونه نيول شوي

۱۴۰۲ اردیبهشت ۶, چهارشنبه

دوه سوریايي ورونه چې پلان یې درلود په جرمني کې پر ملکي خلکو د ځانمرګي واسکټ په وسیله برید وکړي، د پولیسو له خوا نیول سوي دي. يوه اوونۍ تر مخه د دويسبورګ ښار په یوه ورزشې کلب کې ترسره سوي برید هم تروریستي انګیزه درلوده.

Eine Polizeibeamtin und ein Polizist vor dem Königreichssaal
انځور: Hanno Bode/imago images

د آلمان پولیسو د سه شنبې په ورځ، د اپریل په ۲۵مه نيټه د آلمان دوه سوریایي ورونه ونیول چې غوښتل یې د ځان وژونکو کمربندونو سره په ملکي خلکو برید وکړي.له دغو دوو وروڼو څخه یو یې په هامبورګ او بل یې د بایرن ایالت په آلګاو کې نیول سوی دی.

دواړه ورونه په دې تورن دي چې په ځانمرګو کمربند کې ځای پر ځای سوي چاودېدونکو توکو په مرسته یې پر ملکي وګړیو د برید پلان درلود. د څارنوالۍ دفتر او د فدرالي جنایي پولیسو په وینا، اصلي شکمن ۲۸ کلن دی او د هامبورګ محکمې د هغه د نیولو امر صادر شوی دی.

د دغه کس ۲۴ کلن ورور هم له هغه سره په همکارۍ تورن دی. د آلمان د خبري آژانس د خبر له مخې دغه شکمن کس د خپل اپارتمان د تلاشۍ پر مهال له مقاومت پرته ونيول سو.

د ریخ د اتباعو په وړاندې برید / بد لوبینسټین، تورینګیا 12/7/22انځور: Fricke/NEWS5/AFP

په هامبورګ کې د مشر ورور اپارتمان او درې نورې اړیکې پلټل سوي او په پراخه کچه اسناد او شواهد ترلاسه سوي دي؛ کیمیاوي توکي او ګرځنده تلیفونونه هم په نیول سوو توکو کې شامل دي.

اړوندمطالب:رپوټ: په آلمان کې د اسلامي افراطیانو شمیر زیات شوی

په دې عملیاتو کې ۲۵۰ پولیسو برخه لرله، د آلمان د خبري آژانس د خبر له مخې د بایرن ایالت د الګاو په کمپتن ښار کې د پلټنې پر مهال د پولیسو ځانګړي ځواکونو هم حضور درلود.

دغه دوه سوريايي تبعه په ۲۰۱۵ م کال کې په جلا جلا توګه آلمان ته راغلې دي.  ۲۸ کلن تورن څو اونۍ وړاندې د ebay له لارې چې د آنلاين پلور يوه انترنت پاڼه ده، چاودیدونکو توکو د تولید لپاره د خامو موادو په رانيولو لاس پوری کړی وو. د څارنوال په وینا، په کمپتن کې د دې کس ورور هم دغه جنایت ته هڅولی و.

د دغو دوو کسانو د نیولو امر د سه شنبې په ورځ د «ترهګرۍ د تمویل» په تور صادر سو.

تر اوسه د دغه برید هدف نه دی په ډاګه سوی. یوازې دا معلومه ده چې دغه ۲۸  کلن کس اراده درلوده چې ځان د ځان وژونکي کمربند سره والوځوي او پدې وسیله «د امکان تر حده ډیری کافران ووژني.»

ایا د تیرو ورځو بریدونو آلمانیان ویرولي؟

01:32

This browser does not support the video element.

یوه اونۍ وړاندې د دویسبورګ برید

یوه اوونۍ وړاندې د جرمني د نارت راین ویسټفالین ایالت په دویسبورګ ښار کې پر یوه ورزشې صالون خونړۍ برید وسو، چې په ترڅ کې یې څلور کسان ټپیان سول. اوس داسې نښې نښانې سته چې دا برید له اسلامپالو انګیزو سره اړیکې ولري او  تروریستي دی.

د دغه برید په تړاو یو سوریایي تبعه نیول سوی دی. د دوسلدورف د څارنوالۍ ویاند د دغه خبر د اعلانولو پر مهال د سه شنبې په ورځ وویل چې اړوندو چارواکو د دوسیلډورف څارنوالۍ ته د تحقیقاتو دنده سپارلې ده.

اړوند مطالب:په آلمان کې د پناه غوښتونکو پر استوګنځایونو بریدونه زیات شوي

له دې مخکې د RTL تلویزوني چینل د شکمن په ګرځنده تلیفون کې د اسلام پالو د معلوماتو کشفولو اعلان کړی و.

د دغه برید په ترڅ کې د ۲۱ او ۳۲ کلونو ترمنځ څلور تنه سخت ټپیان سوي دي. د پولیسو په وینا په دغه برید کې ټپي سوی یو ۲۱ کلن ځوان د مرګ له ګواښ سره مخ دی.

د پولیسو ځانګړو ځواکونو د سپورت تالار د ماشینګڼو سره محاصره کړ. د برید له سیمې یو کس تښتیدلی او تر دې دمه دا نه ده روښانه سوی چې ایا هغه د دوی ملګري وو او که څنګه.

څو ورځې وروسته د شنبې په شپه د (اپریل په ۲۲مه) د دغه برید شکمن کس د پولیسو له خوا په خپل کور کې ونیول سو. هغه ۲۶ کلن سوریایي دی. د هغه دوو پیژندونکو پخوا پولیسو ته د هغه په ​​اړه معلومات ورکړي وو.

د ډويسبورګ د عامه څارنوالۍ دفتر د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د پیښې له قربانیانو څخه هیڅ یو هم چې پوښتل سوي دي مخکې یې له دې تورن سره بلدتيا نه لرله.

تورن تر اوسه د خپلو تورونو په اړه څه نه دي ويلي. یوه قاضي د قتل د هڅې په تور د هغه د نیولو امر صادر کړی دی. هغه دا مهال په موقتي توقیف کې دی او باید رواني معاينې یې ترسره سي.

اړوند مطالب:المان کې یو ایرانی د تروریستي توطیې په تور نیول شوی

ژباړه .صفت الله زاهدي

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل