د «وين زيزورټس» په نوم شرکت د خپلې انترنټ پاڼې له لارې ويلي دي چې په دوبۍ کې به د «ساتیري او ګيمنګ فوق العاده آسانتیاوې» برابرې شي. په دې بيان کې د «کازينو يا قمارخانې» لغت نه دی کارول شوی ځکه پر تېلو غني د خيلج په دې هېواد کې د اسلامي قوانينو له مخې قمار منع دی.
د ياد شرکت له خوا ويل شوي دي چې په «وين المرجان ټاپو» کې لومړني ساختماني کارونه پېل شوي دي. دا له هغو دوو مصنوعي ټاپوګانو څخه يو دی چې د دوبۍ حکومت په خپله تيار کړي ول.
زموږ د يوټيوب کانال هم درسره تعقيب کړئ
دې شرکت ويلي دي چې په پام کې وه چې د دې کازينو د جوړېدو چارې تر۲۰۲۶م کاله پورې بشپړې شوی وای خو اوس په پام کې ده چې دا په ۲۰۲۷م کال کې سرته ورسيږي. د تفريح په دې ځای کې د سپا يا د لامبو، مساژونو او بدن او پوست د مراقبت د خدماتو ترڅنګ ۱۵۰۰ کوټې او ۲۴ د خوړو او لا يا ناستې ځايونه هم جوړ شي.
اړونده موضوع:متحد عربي امارات چا ته لس کلنې ویزې ورکوي؟
پر دې سربیره به د نړۍ د تر ټولو ګران بيه برانډونو او مغازو ترڅنګ د «شپې لایزري او د رڼا نندارې» هم دا ځای لا پسې په زړه پوري کړي.
د وين ریزورټس شرکت اداري مشر کريګ بلنګز په دې اړه وويل: «موږ تېر کال په ډېر محتاط ډول په پلان کولو او د وين المرجان ټاپو په تصور کې تېر کړ، تر ځانګړي غور وروسته مو دا ځای ورته ټاکلی دی.»
په لاس ويګاس کې د واين هوټل او کازينو يا قمار څایانځور: zz/STRF/STAR MAX/IPx/picture alliance مشهور امريکايي شرکت وين د لاس ويګاس او بوستن ترڅنګ په يوه چينايي سيمه کې چې هانګ کانګ ته نزدې پرته ده، هم يوه کازينو چلوي.
زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ
خو د شرکت له خوا د دوبۍ «ګيمنګ» د دې تفريح ځای د نورو آسانتياو جزيات نه دي ورکړل شي. د وين ريزورټس او د راس الخيمه د رسنيو دفتر دواړو په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.
په آسيا کې د قمار بازۍ صنعت د ودې په حال کې دی متحده عربي امارات چې ۹۰ سلنه نفوس یې بهرني اتباع دي، د ليبرال کیدو نوې هڅې پېل کړي دي. دغه هيواد د سياحت په ډګر کې ډېر سيمه ایز سيالان لري. ګاونډي هيوادونه یې، سعودي عربستان او قطر هم په دې سيالۍ کې شامل شوي دي.
اړونده موضوع:دوبی پر شرابو باندي مالیه لیري کوي
تېر کال متحده عربي اماراتو شنبه او يکشنبه د رخصتۍ ورځې وګرځولې. پر دې سربیره په متحده اماراتو کې د هغو جوړو چې واده یې نه وي کړی، پر يوځای اوسيدو بندیز هم لغوه شوی دی، په داسې حال کې چې پر الکولو بندیز هم نرم کړل شوی او د اوږدمهاله ویزو د ورکړې لړۍ پېل شوې ده.
ب. ص/ ن. ز (AFP, DW Urdu)
زموږ له آرشيف څخه:
سږ کال «ګلوبل اسلامک انډیکس» د نړۍ په ۷۳ هیوادونو کې د حلال اقتصاد، خوراک، سفر، درمل، سینګار او رسنیو وضعیت تر ارزونې وروسته یوه درجه بندي کړې. د مسلمانانو له پاره لس په زړه پوري هیوادونه په دې انځوریز رپوټ کې لیدلی شئ. انځور: Imago/J. Jeske مالیزیا سږ کال هم په دې درجه باندۍ کې د ۱۲۱نمرو په ترلاسه کولو سره د دې لیست په سر کې ځای نیولی دی. د «اسلامي اقتصاد» له اړخه هم دغه هیواد د ۱۸۹ نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام او د حلال سفري امکاناتو، حلال درملو او سینګار د وسایلو په حواله یې د شوې درجې بندۍ پر بنسټ په دویم مقام کې ځای نیولی.
انځور: Imago/imagebroker متحد عربي امارات په۸۶ نمرو سره د مسلمانانو له پاره دویم بهترين هیواد ګڼل شوی دی. د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷م کلونو د اقتصاد شاخص له پلوه دغه هیواد دویم مقام ترلاسه کړی دی. په داسې حال کې چې د حلال خوراک، حلال سفر، ښایسته فیشن له درکه یې لومړی مقام ترلاسه کړی دی.
انځور: picture-alliance/Kai-Uwe Wärner بحرین په ۶۶ پوينټونو سره د ګوبل اسلامک انډکس یا شاخص په حواله په دریم مقام کې ځای نیولی. د اسلامي اقتصاد له پلوه هم په دریم مقام کې دی. دغه هيواد د حلال خوراک له پلوه په ۹ نمبره کې دی.
انځور: Getty Images/AFP/J. Eid سعودي عربستان په مجموع کې په ۶۳ بمرو سره په دې طبقه بندې کې په ۴ نمبر کې ځای نیولی. دغه هیواد د ښه فیشن او او تفریح له پلوه په لومړیو لسو هیوادونو کې نه دی شمیرل شوی.
انځور: picture-alliance/dpa/SPA د «ګلوبل اسلامک اکنومک انډیکس» په حواله د سعودي عربستان ګاونډی هیواد عمان په ۴۸ نمرو سره په پنځم مقام کې ځای نیولی دی. خو د ښاېسته فیشن او تفریح له پلوه دغه هیواد هم لکه د سعودي په شان په لومړیو لسو هیوادونو کې نه دی شامل.
انځور: picture-alliance/dpa پاکستان په دغه شاخص کې د ۴۵نمرو په ترلاسه کولو سره په شپږم مقام کې ځای نیولی. تیر کال دغه هیواد په پنځم مقام کې ځای لاره. د تهامسن رویټرز له خوا په جوړ شوي دې رپوټ کې راغلي چې په پاکستان کې د اسلامي اقتصاد په اړه اګاهي مخ پر ډیریدو ده. د حلال خوراک له پلوه پاکستان په دریم مقام کې ځای لري. خو د حلال سفر، ښایسته فیشن او تفریح له پلوه پاکستان هم په لومړيو لسو هیوادونو کې نه دی شامل.
انځور: picture-alliance/dpa/T.Koene خلیجې هیواد کويت په دې ردجه بندۍ کې په شپږم مقام کې ځای نیولی دی. د اسلامي اقتصاد په برخه کې په۵۱نمرو سره کویت له عمان هیواد سره په ګډه پنځم مقام ترلاسه کړی دی.
انځور: picture-alliance/AP Photo په دې درجه بندۍ کې قطر اتم مقام خپل کړی دی. د تیلو د زیرمو لرونکی دغه غني هیواد د اسلامي اقتصاد او حلال خوراک په برخه کې ښه نوم ګټلی او د سعودي عربستان برعکس د دغه لیست په لومړیو لسو هیوادونو کې شامل دی.
انځور: imago/imagebroker اردن د «ګلوبل اسلامک اکنومک انډکس» له خوا د ترسره شوي سروې پر اساس د ۳۷نمرو په ترلاسه کولو سره په نهم مقام کې ځای نیولی. د حلال سفر او حلال درمل او همدارنګه د سنګار د سامان الاتو له اړخه اردن مخکې دی، خو پکښې د حلالو خوړو د شتون له پلوه اردن هم په لومړیو لسو هیوادونو کې نه دی شامل.
انځور: picture-alliance/blickwinkel/F. Neukirchen اندونیزیا په ۳۶ نمرو سره په لسم مقام کې ځای لري. د اسلامي اقتصاد، حلال خواړو او سفر په اساس د انډونیزیا فعالیت ښه ارزول شوی دی. خو د ښایسته فیشن او تفریح په حواله د ځينو نورو اسلامي هیوادونو په څیر دومره په زړه پوری نه دی.
انځور: Getty Images/AFP/A. Berry اروپایې هیوادونه ښایسته فیشن او حلال تفریح په برخه کې د ګلوبل اسلامک اکنومک انډکس په حواله د تفریح په برخه کې بریتانیا پنځم نمبر، فرانسې اووم او آلمان اتم مقام ترلاسه کړی دی. د ښایسته فیشن په برخه کې ایټالیې پنځم او فرانسې ۷ مقام ترلاسه کړی دی.
انځور: Getty Images/AFP/A. Johnson