متحده عربي اماراتو د طالبانو شارژدافیر منلی
۱۴۰۲ آبان ۵, جمعهد طالبانو د بهرنيو چارو وزارت یوه ویاند عبدالقهار بلخي ویلي دي چې مولوي بدرالدین حقاني په ابوظبي کې د یو لړ مراسمو پرمهال د افغانستان د سفارت کارکوونکو ته په رسمي ډول ورپیژندل شوی.
بلخي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي: «د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت د متحده عرب اماراتو له لوري د شارژدافير په توګه د بدر الدين حقاني منل د دواړو هيوادنو تر منځ په اړيکو کي مهم پرمختګ بولي چې په ترڅ کې به يې د دواړو هيوادونو تر منځ سياسي، اقتصادي او نوري هر اړخيزي اړيکې لا هم پراخي او په اماراتو کې ميشت سلګونه زرو افغانانو ته د لا ښو خدماتو وړاندي کولو سبب وګرځي.»
تردې وړاندې طالبانو په مالیزیا کې میشتو افغانانو له پاره د پاسپورټونو د چاپ او وېش لړۍ د پيليدو خبر ورکړ.
د طالبانود بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند حافظ ضیا احمد ویلي، نقیب الله احمدي هلته د افغان سفارت ځای ناستی ګومارلی شوی او مالیزیا میشته افغانانو ته یې ډاډ ورکړی دی چې قونسلي چارې به چټکې کړي.