متحد عربي امارات چا ته لس کلنې ویزې ورکوي؟
۱۳۹۹ اسفند ۱۲, سهشنبه
د متحدو عربي اماراتو حکومت پریکړه کړې ده چې له ټولې نړۍ څخه به زرو هنرمندانو او هغو کسانو ته چې په فرهنګي چارو کې فعالیت کوي، لس کلنې ویزې ورکړې. د دبۍ ښار د کلتور او هنرونو ادارې د سه شنبې په ورځ په لومړي ځل د دغه اقدام خبر ورکړ.
د خلیج ټامیز په نامه متحده عربي اماراتو انګلیسي ژبې انترنتي رسنۍ د رپوټ پر اساس، د حکومت تر اعلان وروسته تر اوسه پورې له ۴۶ هیوادونو څخه د دغه راز ویزو ۲۶۱ درخواستونه شوي دي. د چارواکو په خبره، له دې ډلې یواژې ۱۲۰ درخواست کوونکي پر شرایطو برابر دي او زیاتوي چې له دوی څخه ډیرو کسانو ته دغه ویزې هم ورکړل شوي دي.
د دغي خليجي هیواد حکومت غواړي څو په دې توګه په نړۍ کې د فرهنګ په برخه کې هم مخکښ شي او له ټولې نړۍ څخه پیژندل شوې څیرې جذب کړي.
تر دې مخکې متحدو عربي اماراتو د پانګوالو او محصلینو او همداراز د لا ډیرو سیلانیانو د جذب په موخه د ویزو په برخه کې په پراخو اصلاحاتو لاس پورې کړی دی.