د خلیج ټایمز په نوم د متحده عرب اماراتو یوې انګلیسي ژبې انترنتي ورځپاڼې په خپل یوه تازه رپوټ کې د متحده عربي اماراتو د اقامې په قوانینو کې د تغیراتو خبر ورکړی دی. د دغه رپوټ له مخې، دغه تغیرات د دې خليجي هیواد کابیني تائید کړي او دا چې له دې وروسته په دغه عربي هیواد کې بهرني زده کوونکي کولی شي چې د خپلې کورنۍ غړي متحده عرب اماراتو ته راولي.
د یادې ورځپاڼې په حواله، متحده عربي امارات په سیمه کې د زده کړې له پلوه یو له غوره هیوادونو څخه شمیرل کیږي. رپوټ زیاتوي چې په دغه هیواد کې له ۷۷ ډیر پوهنتونونه فعالیت لري چې پکې په لسهاوو زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.
د نویو قوانینو له مخې، تر دې وروسته په متحده عرب اماراتو کې میشت بهرني زده کوونکي په هغه صورت کې چې د خپلې کورنۍ د غړو د راوستلو او د ژوند د مصارفو د پوره کولو امکانات ولري، کولی شي چې د کورنۍ غړي را وغواړي او ګډ ژوند ولري.
د متحده عرب اماراتو د ولسمشر مرستیال هم د ټویټر د یوه پیغام له لارې په قوانینو کې د تغیراتو خبر ورکړی دی. متحده عرب اماراتو په دې وروستیو کې د سیلانیانو د راجلبولو په خاطر، په ورته اقداماتو لاس پورې کړی دی.
زموږ له آرشيف څخه:
د نړیوال اقتصادي فورم د رپوټ په اساس متحده عربي امارات په نړۍ کې تر ټولو ښه سړکونه لري. له همدې امله د اماراتو د سړکونو شبکې ته له يو څخه تر ۷ پوري تر ټولو ښه يعني ۷ نومرې ورکول شوي:
انځور: picture-alliance/J. Schwenkenbecher ۱- متحده عربي اماراتو د نړیوال اقتصادي فورم په درجه بندۍ کې د ښو سړکونو درلودلو له امله نږدې تر ټولو لوړه درجه یا ۶،۴ نومرې ترلاسه کړي دي.
انځور: picture-alliance/Construction/Copix ۲- سینګاپور په دې درجه بندۍ کې ۶،۳ نومرې ترلاسه کړي دي.
انځور: picture-alliance/Sergi Reboredo ۳- سویس په دې درجه بندۍ کې ۶،۳ نومرې ترلاسه کړي دي.
انځور: Dietz Schwiesau ۴- هانګ کانګ په دې درجه بندۍ کې ۶،۲ نومرې ترلاسه کړي دي.
انځور: picture alliance/dpa/Blanches/Imaginechina ۵ - هالنډ په دې درجه بندۍ کې ۶،۱ نومرې ترلاسه کړي دي.
انځور: picture alliance/dpa ۶- جاپان ۶،۱ نومرې ترلاسه کړي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/Jhphoto ۷- فرانسه په دې درجه بندۍ کې ۶،۰ نومرې ترلاسه کړي دي.
انځور: Reuters/C. Platiau ۸- د نړیوال اقتصادي فورم د رپوټ په اساس پرتګال د ښو سړکونو شبکې درلودلو په درجه بندۍ کې له ۶،۰ نومرو سره په اتم مقام کې ځای نیولی دی.
انځور: DW/João Carlos ۹- د نړیوال اقتصادي فورم د رپوټ په اساس اتریش د ښو سړکونو شبکې درلودلو په درجه بندۍ کې ۶،۰ نومرې ترلاسه کړي.
انځور: Fotolia/JFL Photography ۱۰- امریکا ۵،۷ نومرې ترلاسه کړي.
انځور: picture-alliance/dpaانځور: picture-alliance/dpa/EPA/R. B. Tongo ۱۲- سویلي کوریا ۵،۶ نومرې
انځور: Reuters/K.Hong-Ji ۱۴- عمان ۵،۵ نومرې ترلاسه کړي دي
انځور: S. Töniges۱۵- آلمان ۵،۵ نومرې ترلاسه کړي دي
انځور: Getty Images/S. Gallup ۱۶- هسپانیي هم ۵،۵ نومرې ترلاسه کړي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/C. Ragel ۱۷- عربي هیواد قطر هم د نړیوال اقتصادي فورم په درجه بندۍ کې ۵،۵ نومرې ترلاسه کړي دي.
انځور: picture-alliance/Anka Agency/E. Nathan ۱۸- سویډن هیواد هم د نړیوال اقتصادي فورم په درجه بندۍ کې ۵،۵ نومرې ترلاسه کړي دي.
انځور: picture-alliance/dpa ۱۹- کرواسیا یا کروایشیا هم ۵،۵ نومرې ترلاسه کړي.
انځور: Ognjen Alujevic ۲۰- په دې درجه بندۍ کې لوګزامبورګ هم ۵،۵ نومرې ترلاسه کړي دي.
انځور: imago/imagebroker