متحدو عربي اماراتو د دوشنبې (د سپټمبر میاشتې ۳۰ نیټه) په ورځ په خرطوم کې د خپل سفیر پر کور د شوي برید مسئولیت د سوډان پر وسله والو ځواکونو ور اچولی دی. د اماراتو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې په خرطوم کې د دغه هیواد د سفر پر کور شوي برید کې ودانۍ ته سخت زیان رسیدلی دی.
بل لور ته دسوډان پوځ د دغو تورونو په ردولو سره ویلي دي چې د دې برید تر شا د چټک ملاتړ ځواکونه (RSF) لاس لري. RSF یوه نیمه پوځي یا ملیشه ډله ده چې د خرطوم په وینا د دغه هیواد د کورنۍ جګړې په جریان کې د متحدو عربي اماراتو له خوا یي ملاتړ کیږي. د تیرو ۱۷ میاشتو راهیسې روانې کورنۍ جګړې دغه هیواد ډیر ځپلی دی.
متحده عربي امارات؛ بزدلانه برید د نفتو له زیرمو څخه د غني هیواد متحدو عربي اماراتو دولتي خبري آژانس «ډبلیو ای ایم» د بهرنیو چارو وزارت په حواله ویلي دي چې نوموړي وزارت «هغه بزدلانه برید په کلکه غندلی دی، په کوم کې چې په خرطوم کې د متحدو عربي اماراتو د ماموریت استوګنځای د سوډان پوځ الوتکې په نښه کړی دی او په پایله کې یې دغې ودانۍ ته سخت زیان اوښتی دی.»
د اماراتو په وینا «متحدو عربي اماراتو د سوډان له پوځ څخه غوښتنه کړې ده چې په بشپړ ډول دې د دې بزدلانه عمل مسئولیت ومني » متحدو عربي اماراتو په خپله اعلامیه کې دغه برید «د دیپلوماتیکي احاطې د حُرمت د بنسټیزو اصولو ښکاره سرغړونه» وبلله.
په سوډان کې پر اوربند سربیره جګړه دوام لري
له دوو اونیو راهیسې په سوډان کې سخته جګړه روانه ده او رامنځ ته شوی اوربند نه دی مراعات شوی. د یکشنبې په ورځ د لومړي ځل له پاره د سوډان د د خلکو له پاره د سره صلیب مرستې دغه هیواد ته ورسیدې. انځور: EL TAYEB SIDDIG/REUTERS د ناروغانو او ټپيانو له پاره درمل د سره صلیب نړیوالې کمیټې اعلان وکړ چې اته ټنه ژوند ژغورونکي طبي توکي په یوه مرستندویه الوتنه کې د بورسوډان ښار ته واستول شول. په دې مرستو کې د جراحي وسایل، د بې هوښۍ دارو او د زخمونو بنداژونه شامل دي. دا انځور د اردن په پلازمینه کې له الوتنې مخکې د دغو مرستو د موادو باریدل ښيي.
انځور: ICRC/AFP د روغتیايي "ناورین" په درشل کې دروغتيا نړیوال سازمان د اټکل له مخې، د جګړو دوام ته په پام سره، سوډان د صحي مراقبت له نظره د یوه "ناورین" په درشل کې دی. دغه سازمان ویلي دي چې د شخړو له پیل څخه مخکې هم د سوډان روغتیايي سیستم له ډیرو بحرانونو سره مخامخ وو.
انځور: Str/REUTERS اوربند، لږ تر لږه د کاغذ پر مخ په سوډان کې د جګړې ښکېلو اړخونو یو ځل بیا د ماتيدونکي اوربند پر غځولو توافق کړی دی. اردو او د چټک ملاتړ ځواکونو (آر اف اس) په نوم ملیشه یي ډلې تائید کړې ده چې اوربند باید لږ تر لږه د چهارشنبې تر شپې پورې دوام پیدا کړي. د دوی په وینا د امریکا متحده ایالاتو او سعودي عربستان په نوښت د اوربند د بیا غځولو هوکړه شوې ده.
انځور: Omer Erdem/AA/picture alliance د بشري وضعيت په اړه انديښنې ملګرو ملتونو په سوډان کې له یوه ناورین څخه خبرداری ورکړی دی. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر مارتین ګریفیتس د شنبې په ماښام ټویټ وکړ، چې په سوډان کې بشري وضعیت خورا خراب شوی دی. د اوربند پر تمدید سربیره د دوشنبې په ورځ هم په خرطوم کې د نښتو رپوټونه ورکړل شوي دي.
انځور: AFP ملکي خلک د ښکيلو اړخونو ترمنځ بند پاتي دي د اپریل په ۱۵ د جنرالانو تر منځ د واک پر سر مبارزې زور واخیست او پایله یې وسله واله نښته شوه. هیڅوک نه پوهیږي چې تر اوسه په دې جګړه کې څومره کسان وژل شوي دي. د رسمي معلوماتو له مخې تر اوسه شاوخوا ۵۰۰ کسان وژل شوي او ۴۳۰۰ بیا ټپیان شوي دي. اصلي ارقام ښایي له دې څخه ډیر لوړ وي. د خوړو نړیوال پروګرام اړ شو، چې په دغه هیواد کې د ۶،۷ میلیونه کسانو ملاتړ ودروي.
انځور: -/AFP په زرګونو خلک د تيښتې په حال کي دي سوډان د نړۍ یو له بې وزلو هیوادونو څخه دی. خلک یې باید له جګړې څخه د تېښتې له پاره پیسې او پر لاره د تلو توان ولري. ډیری خلک د خوندیتوب په لټه کې د چاد په څیر ګاونډیو هیوادونو ته تللي، لکه په پورتني انځور کې چې لیدل کیږي. بې ځایه شوي کسان د خوړو نړیوال پروګرام څخه د مرستې ترلاسه کولو له پاره په کتار کې ولاړ دي.
انځور: Mahamat Ramadane/REUTERS ډیری هیوادونو خپل اتباع له سوډان څخه ایستلي دي. په دې کښتۍ کې شاوخوا ۱۹۰۰ کسان د سور سمندر له لارې د سعودي عربستان جده بندري ښار ته لېږدول شوي وو. د بېلګې په توګه د چين، پاکستان او برازيل زيات شمېر اتباع د سمندر له لارې له دغه هېواده وتلي دي.
انځور: Fayez Nureldine/AFP هغه کسان چې کولی یې شول، د الوتکو په واسطه له دغه هیواد ووتل. په ځانګړې توګه لویدیځو هیوادونو لکه اروپایي او شمالي امریکا هیوادونو خپل اتباع له سوډان څخه د الوتکو په واسطه وایستل.
انځور: Arron Hoare/UK MOD/Handout via REUTERS دغه چینايي وګړی د چین د پوځ د سمندري بېړۍ په واسطه سعودي عربستان ته ولېږدول شو. په ورته وخت کې د سوډان خلک پر شخړو سربیره له بشري بحران سره مخامخ دي، چې کولی شي ټوله سیمه اغیزمنه کړي.
انځور: Wang Haizhou/Xinhua/picture alliance له نړیوالې ټولنې څخه د اقدام غوښتنه د سوډان ډيرې وګړو د ځواکمنو صنعتي هیوادونو څخه د غبرګون ښوولو غوښتنه کړې ده. فعالانو په واشنګټن کې د سپینې ماڼۍ مخې ته مظاهره وکړه او د امریکا متحدو ایالاتو د مداخلې او په سوډان کې د خونړیو شخړو په پای ته رسولو کې یې د نقش لوبولو غوښتنه وکړه.
انځور: AFP
د سوډان پوځ د ۲۰۲۳م کال له اپریل مياشتي راهیسې د چټک ملاتړ ځواکونو (RSF) سره په یوه کورنۍ جګړه کې ښکیل دی چې تر دې دمه پکې لسګونو زره کسان وژل شوي او د جګړې له امله یو شدید بشري کړکېچ رامنځته شوی دی.
د دې په غبرګون کې د سوډان پوځ په خپله اعلامیه کې ویلي دي چې «دوی نه هم دیپلوماتیکي استازولۍ او د ملګرو ملتونو ادارې، او نه هم د داوطلبه سازمانونو مرکزونه په نښه کوي او نه یې هم ملکیتونه غصبوي چې په پوځي اډو یې بدل کړي.»
په دغه اعلامیه کې زیاته شوې ده «هغه څوک چې دغه پست او بزدلانه اعمال ترسره کوي، هغوي ترهګر، یاغي (RSF) ملېشه دي او نړۍ ته معلومه ده چې کوم هیواد یي ملاتړ کوي.»
ملګري ملتونه؛ متحده عربي امارات د RSF ملاتړ کوي په جنورۍ میاشت کې د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا په یوه رپوټ کې د معتبره شواهدو له مخې موندلې وه چې متحده عربي امارات په شمالي چاد کې د مډجراس، چې (د متحدو عربي اماراتو یو خیریه بنسټ دی) په وسیله د چټک ملاتړ ځواکونو ته وسلې ورکوي.
د ملګرو ملتونو په حواله په سوډان کې تر اوسه پورې تر ۱۴۰۰۰ ډیر انسانان وژل شوي او نږدې ۳۳۰۰۰ ټپیان شوي دي. د نوموړي سازمان په حواله نږدې ۲۵ میلیونه وګړي یعنې د دغه هیواد نږدې نیمایي نفوس د ورځني ضرورت توکو ته اړتیا لري.
د پلازمېنې خرطوم ډیرې برخې له څو میاشتو راهیسې د RSF ملېشه و په کنترول کې دي. د سوډان پوځ په دې وروستیو کې د پلازمېنې د کنترول د بیرته نیولې په خاطر نوي بریدونه پیل کړي دي.
آژانسونه: ش.ن/ ب.ص
ناامني، انارشي، وچکالي او د قحط ګواښ د نړۍ په تر ټولو نوي هيواد کيThis browser does not support the video element.