عربي امارات بهرنيانو ته د مالکيت محدوديت له منځه وړي
۱۴۰۰ اردیبهشت ۳۱, جمعه
متحده عربي اماراتو اعلان کړی دی چې د بهرنيانو له پاره به د مالکيت محدوديت له منځه يوسي او د جون له لومړۍ نېټې څخه به بهرني شرکتونه د خپلو تجارتي فعاليتونو د بشپړ کنټرول اجازه ولري.
اعلان
د متحده عربي اماراتو د اقتصاد وزارت ويلي دي چې د تجارت په قوانينونو کې دا اصلاحات به چې په اصل کې په ۲۰۱۹م کال کې تصويب شوي ول، د خليج په دې هيواد کې تجارت آسان کړي او بهرني شرکتونه به پانګونې ته وهڅوي.
د اقتصاد وزير عبدالله بن طوق المري، په دې اړه وويل: «د تجارت د تعديل شوي قانون هدف د رقابتي برخې پياوړتيا ده او د حکومت د هغو هلو ځلو برخه ده چې د تجارت د آسانه کولو له پاره یې کوي.»
دا تازه پريکړه به په ديارلسو اقتصادي سيکتورونو کې بهرنۍ پانګونې ته لاره هواره کړي چې نوې کیدونکې انرژي، زراعت، ترانسپورت او د آنلاين تجارت برخې پکې شاملې دي.
ب. ص/ ن. ز (AFP)
زموږ له آرشيف څخه:
د نړۍ تر ټولو ښه سړکونه لرونکي ۲۰ هيوادونه وپېژنئ
د نړیوال اقتصادي فورم د رپوټ په اساس متحده عربي امارات په نړۍ کې تر ټولو ښه سړکونه لري. له همدې امله د اماراتو د سړکونو شبکې ته له يو څخه تر ۷ پوري تر ټولو ښه يعني ۷ نومرې ورکول شوي:
انځور: picture-alliance/J. Schwenkenbecher
۱- متحده عربي اماراتو د نړیوال اقتصادي فورم په درجه بندۍ کې د ښو سړکونو درلودلو له امله نږدې تر ټولو لوړه درجه یا ۶،۴ نومرې ترلاسه کړي دي.