د دوبۍ حاکم شيخ محمد بن راشد المکتوم په يوه اعلاميه کې ويلي دي چې «موږ د راتلونکي پرمختگ له پاره نويو وړتياو ته» خپلې دروازې پرانيزو. د نوموړي په خبره «دا یې يوازې پېل دی.»
نوموړي زياته کړه چې له دې پروگرام څخه د پوهنتونونو تر ټولو ځيرک محصلين هم گټه اخيستلای شي، په ځانگړي توگه هغه کسان چې د آی ټي په برخه کې پر مصنوعي ځيرکتيا او د بِگ ډيټا يعني د ډېرو معلوماتو ارزونې په برخه کې په کار بوخت دي.
انځور: Udo Bernhart/dpa/picture alliance
د خليج په هيوادونو کې د بدلون څپه
د سيمې مخ پر بدليدونکي وضعيت په کتو سره د ويزې په قوانينو کې ورته تغیرات د خليج په نورو هيوادونو کې هم ترسترگو کيږي.
په ۲۰۱۹م کال کې سعودي عربستان د ویزې يو نوی پروگرام وړاندې کړ چې له مخې يې د کار له پاره مهاجر شوي د اته لکه ريالو په بدل کې هلته د دايمې اقامې حق ترلاسه کولی شي.
همدا راز د يو لک ريال فيس په بدل کې په کاروبار او جايداد کې د يوه سعودي سپانسر پرته، پانگه اچوونکي له پاره د يو کال له پاره د تمديدو وړ ویزو د ترلاسه کولو امکان هم رامنځته شوی دی.
همدا شان قطر هم د بهرنيو وړ او کاروباري کسانو له پاره د خپل اقتصاد د پرانيستو په برخه کې گامونه پورته کړي او اوس د ویزې د نوي پروگرام له لارې په جايداد او کاروبار کې د پانگه اچوونکو له پاره د اوږدې مودې يا دايمي ویزې ترلاسه کول ممکن شوي دي.
ب.ص/ ن.ز (آژانسونه، دويچه ویله اردو)
زموږ له آرشیف څخه:
د «پاسپورټ اينډکس» وېبپاڼي د ليسټ له مخي د افغانستان پاسپورټ له ۹۴ هيوادونو په پاسپورټونو کي تر ټولو آخري مقام لري. افغانان و ۲۳ هيوادونو ته بې مخکنۍ ويزې سفر کولای سي. دغه هيوادونه په دغه انځوريز راپور کي وپېژنئ:
انځور: Alexandr Blinov/Fotolia
۲۳ هيوادونو ته بېله مخکنۍ ويزې د سفر امکان
په دغه انځوريز راپور کي ښودل سوي معلومات له «پاسپورت اينډکس ټکی آرګ» څخه د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ په ۱۴مه اخيستل سوي. ياده منبع ۲۳ هيوادونه يادوي چې افغانان ورته مخکنۍ ويزې ته اړتيا نه لري. خو د ۲۰۱۶ کال د نوامبر په ۳۰مه نېټه د «تليګراف» بريتانوۍ آنلاين رسنۍ او د ۲۰۱۶ کال د مارچ په ۱۱مه د «زيوډ ډويچه» آنلاين پاڼي ۲۵ هيوادونه ياد کړي ول چي پر افغان پاسپورټ ورته بېله مخکنۍ ويزې سفر کېدلای سي.
انځور: Alexandr Blinov/Fotolia
بنګله دېش ـ آسيا ـ افغان پاسپورټ ته پر سرحد ويزه
انځور: Getty Images/AFP/STR
کمپوديا ـ آسيا ـ افغان پاسپورټ ته پر سرحد ويزه
انځور: picture alliance/Robert Harding/S. Dee
کاپ ورد ټاپو ـ افريقا ـ افغان پاسپورټ ته پر سرحد ويزه
انځور: Reuters
کومور ټاپو ـ افريقا ـ افغان پاسپورټ ته پر سرحد ويزه
انځور: AP
جيبوتي ـ افريقا ـ افغان پاسپورټ ته پر سرحد ويزه
انځور: SIMON MAINA/AFP/Getty Images
دومينيکا ټاپو ـ کاريبي سمندر ـ افغان پاسپورټ ته پر سرحد ويزه
انځور: AP
ګينيا بيساو - افريقا ـ افغان پاسپورټ ته پر سرحد ويزه