1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

متحده عربي اماراتو د ویزې په قوانینو کې پراخ بدلون راوست

۱۴۰۰ فروردین ۲, دوشنبه

د متحده عربي اماراتو کابینې د وېزې یو داسې نوی سیستم تصویب کړی چې له مخې يې په دې هیواد کې میشت بهرنيان کولی شي له هغه ځايه له نورو هيوادونو سره کار وکړي. تر دې مخکې دوبۍ دغه طرحه تایید کړې وه.

Vereinigte Arabische Emirate Dubai Burj Khalifa
انځور: Loop Images/picture alliance

متحده عربي اماراتو په وروستیو وختونو کې څو داسې طرحې تصویب کړې دي چې له مخې یې بډایه بهرنیان په دې هیواد کې ژوند ته هڅول کیږي.

د دې تدابیرو نیولو تر شا یو اصلي لامل د کرونا وبا د خپریدو او د نفتو بيو د ټیټیدو له کبله د متحده عربي اماراتو اقتصاد ته د سختو زیانونو رسیدل دي. په ځانګړې توګه بیا د کرونا وبا د دې هیواد د توریزم یا سیلانیتوب سکتور ته سخت زیان رسولی دی.

د متحده عربي اماراتو لومړي وزیر محمد بن راشد آل مكتوم، چې د دوبۍ حاکم هم دی، د یکشنبې په ورځ پر خپل تویتر پاڼې باندې ولیکل چې د کار نوې ویزه به د هغو کسانو له پاره هم وي چې په دوبۍ کې اوسیږي خو په یوه بل ځای کې کار کوي.

هغه دا هم ويلي دي چې د متحده عربي اماراتو کابینې د ټولو هیوادونو له پاره د سیلانیتوب یوه داسې ویزه هم تصویب کړې ده چې څو واري پرې دې هیواد ته تګ راتګ کیدای شي.

هغه وویل: «موږ په دې واضح هدف سره کار کوو چې په نړیواله کچه خپل اقتصاد ته وده ورکړو او د خپلو اتباعو او په دې ځای کې اوسیدونکو کسانو له پاره د ژوند تر ټولو ښه کیفیت برابر کړو.»

د متحده عربي امارتو د نهه ميليونه نفوس ډېره برخه بهرني اوسیدونکي دي. تر اوسه پورې باید دغو کسانو په متحده عربي اماراتو کې کار کولی ترڅو یې په دې هیواد کې د اوسیدو اجازه ترلاسه کړې وای.

دوبۍ په وروستیو وختونو کې په سیمه کې د نورو داسې هیوادونو له خوا چې پکې د سوداګري کچه لوړه ده، تر فشار لاندې راغلې ده. د بیلګې په توګه سعودي عربستان، بهرني شرکتونه دې ته اړ کوي چې په ریاض کې سیمه ایز مرکزي دفترونه پرانیزي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو وختونو کې ډیر بهرني کارګر له دوبۍ څخه وتلو ته اړ شوي دي. د دې کار اصلي لامل د شرکتونو له خوا د دندو کمول دي چې د کرونا له کبله یې په کاروبار کې کمښت راغلی وو.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب