مريخ ته د اماراتو ماموريت: د سرې سيارې لومړی انځور لېږدولی
۱۳۹۹ بهمن ۲۷, دوشنبه
«هوپ» پنځه ورځې ترمخه د سرې سيارې (مريخ) مدار ته رسيدلی وو. په عربي ژبه کې د دې فضايي ماموريت نوم «الامل» دی چې معنا یې «هيله» ده او له همدې کبله په انګلسي ژبه کې «دي هوپ» بلل کيږي.
د الامل له خوا ځمکې ته د مريخ د لومړي انځور د ليږدولو خبر د يکشنبې په ورځ (د فيبرورۍ ۱۴مه نيټه) د متحده عربي اماراتو چارواکو تائيد کړ.
متحده عربي امارات لومړی عربي هېواد دی چې د څېړنو په موخه یې يوې بلې سيارې ته فضايي ماموريت استولي دی. «دی هوپ» فضايي بيړۍ اووه میاشتې مخکې له ځمکې څخه د فضا پر لور حرکت کړی وو او د روانې فيبرورۍ میاشتې پر نهمه نيټه خپل هدف يعني د مريخ مدار ته رسېدلې وه.
د پرمختللو هيوادونو په کتار کې
د دې فضايي ماموریت له خوا استول شوي لومړي انځورونه د يکشنبې په ورځ د متحده عربي اماراتو واکمن شيخ محمد بن زيد النهيان د تويتر له خپلې پاڼې شريک کړل.
نوموړي په خپل تويت کې ليکلي ول: «د الامل له خوا ځمکې ته د مريخ د لومړي انځور ليږدول د متحده عربي اماراتو په تاريخ کې يوه مهمه پېښه او د دې ثبوت دی چې عربي امارات د فضايي تسخير له پاره د هلې ځلې کوونکو هيوادونو په کتار کې دريدلي دي.»
د دوبۍ واکمن او د متحده عربي اماراتو وزير شيخ محمد بن راشد هم د تويتر په خپل پېغام کې ليکلي: «د عربي نړۍ د تاريخ د لومړي فضايي ماموريت له خوا د مريخ لومړی عکس د سرې سیارې [مریخ] د سطحې څخه د ۲۵ زرو کیلومترو ارتفاع اخیستل شوی دی.»
مريخ ته رسېدونکی پنځم هيواد
د الامل يا دي هوپ دا فضايي بېړۍ د تېر میلادي کال په جولای مياشت کې له جاپان څخه فضا ته استول شوې وه. د اټکلونو پر اساس به دا سپوږمۍ دوه کاله د مريخ په مدار کې پاته شي او په دې ترڅ کې د دغه سيارې د فضا او هلته د بدليدونکو موسمي حالاتو په اړه څيړنې وکړي.
د «دي هوپ» له خوا استول شوي ساينسي معلومات به بيا د ساينس په برخه کې له نړيوالو څيړونکو سره شريک کړل شي. د الامل په مرسته د ترلاسه شوې دې بریا وروسته متحده عربي امارات د نړۍ پنځم هيواد شو چې فضايي بېړۍ یې مريخ ته رسېدلي وي.
«پر مريخ د انسانانو استوګنه»
متحده عربي امارات د فارس خليج د سيمې يو داسې فدرالي عربي دولت دی چې په تېلو غني اووه امارتونه لري چې دوبۍ، شارجه او ابوطهبدي. مهمه خبره داده چې متحده عربي امارات سږکال د يوه فدرالي دولت په توګه د خپل قيام ۵۰مه کليزه لمانځي.
اړونده موضوع: امارات: مریخ ته د ختلو د ماموریت تر شا یوه ښځه
متحده عربي امارات د فضا په اړه د يوه ډېر پرمختللي پروګرام وړاندیز هم کړی دی. په دې پروګرام کې پر نورو سربیره دا هم شامل دي چې دا هيواد به تر ۲۱۱۷ میلادي کاله پورې په مریخ کې د انسانانو د استوګنې يوه سيمه هم جوړه کړي.
ب. ص/ ن. ز (dpa, AFP)
زموږ له آرشيف څخه: