1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له افغانستان سره د بریتانیا د مرستو کمېدل

۱۴۰۲ اردیبهشت ۲۹, جمعه

د بريتانيا د مرستو د اغېز خپلواک کمېسیون رپوټ وايي چې بریتانیا له افغانستان سره د روان کال تر پایه ۱۰۰ میلیونه پونډه بشري مرستې کوي، په داسې حال کې چې تېر کال دا پیسې ۲۴۶ میلیونه پونډو ته رسېدې.

افغانستان کې زلزله ځپلو سره مرستې
افغانستان کې زلزله ځپلو سره مرستېانځور: Ahmad Sahel Arman/AFP/ Getty Images

د رپوټونو له مخې، د مرستو د اغېز کمېسیون په خپل وروستي رپوټ کې د بریتانیا دولت د افغانستان د خلکو په له پامه غورځولو تورن کړی دی.

بریتانیا له ۲۰۲۱م کال څخه بیا تر روان ۲۰۲۳م کاله پورې له کاله ۲۸۶ میلیون پونډه مرستو ژمنه کړې وه، خو ټاکل شوې سږ کال له دې ژمنې یواځې ۱۰۰ میلیونه پونډه مرسته وکړي.

دغه هېواد په ۲۰۲۲م کال کې له افغانستان سره شاوخوا ۲۴۶ میلیونه ډالره مرسته کړې.

د مرستو د اغیز کمېسیون یوه کمېشنر هوګ بیلي چې د رپوټ چمتو کولو مشرې یې کړې ویلي دي چې د بریتانیا د دغو پیسو کمېدل به د هغو پروګرامونو د ځنډ لامل شي چې ګټه یې مخامخ د افغانستان خلکو ته رسېده.

اړوند مطالب:بریتانیې د افغان زلزله ځپلو سره ۲،۵ میلیونه پاونډه مرسته کوي

هغه زیاته کړې: «لکه څنګه چې په افغانستان کې بشري وضعیت د خرابیدو پر لور روان دی، د نجونو او ښځو حقونه چې په سختی ترلاسه شوي ول، اوس له منځه تلونکي دي، مهمه ده چې بریتانیا څنګه بیا د افغانستان د خلکو ملاتړ کولای شي.»

هاخوا د ملګرو ملتونو د مرستو همغږ کوونکې ادارې یا اوچا هم ویلي دي چې افغانان په بې ساري ډول د خوړو له نه خوندېتوب سره مخ دي.

دې ادارې په خپل وروستي ټویټ کې غږ کړی، شاوخوا ۷۱۷،۴ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده چې په افغانستان کې له خلکو سره د لومړنیو توکو مرسته وشي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل