1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بریتانیا له طالبانو سره پر ممکنه خبرو غور کوي

احمد ولي اڅکزی | د آلمان خبري آژانس
۱۴۰۵ اردیبهشت ۶, یکشنبه

د بریتانیا حکومت وايي چې د نورو هېوادونو د اقداماتو په څارلو سره د طالبانو سره د احتمالي خبرو امکان ارزوي، څو رد شوي افغان پناه غوښتونکي بېرته ولېږي.

د بريتانيې د کورنيو چارو وزيره، شبانه محمود
شبانه محمود وايي په دقت سره د افغانانو د اخراج په تړاو د نورو هيوادونو اقدامات څاريانځور: Jack Taylor/REUTERS

 بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود اشاره کړې چې دا هېواد ښايي د رد شویو افغان پناه غوښتونکو د بېرته لېږلو لپاره له طالبانو  سره خبرو ته چمتو وي.

محمود وویل چې بریتانیا په ډېر نږدې ډول څاري چې نور هېوادونه څه پلان لري، په داسې حال کې چې راپورونه ښيي اروپايي هېوادونه له طالبانو سره د افغان مهاجرو د احتمالي اخراج په اړه د خبرو امکان ارزوي.

طالبان په قطر کې میشت افغانانو ته: په ډاډه زړه بیرته هیواد ته راستانه شئ

د ۲۰۲۴ له جون مياشتې څخه نيولې بيا د ۲۰۲۵ کال تر جون مياشتې پورې په دولسو مياشتو کې ۶۳۶۰ کسان د وړو کښتيو له لارې بريتانيا ته رسېدلي ول. په دغو کې تر ټولو زيات شمېر د افغانانو و. دغه شمېر د هغه څخه له مخکې ورته مودې په پرتله ۱۸ فيصده زياتوالی ښيي.

هغه چې قبولي نه لري

د بریتانیا حکومت د طالبانو اداره په رسمیت نه پېژني، چې دا د هغو کسانو د بېرته لېږلو پر وړاندې خنډ دی چې ورته په بریتانیا کې د کډوالۍ موقف يعني قبولي نه ورکول کېږي.

شبانه محمود خبریالانو ته، چې پکې د «ګارډین»او «سن» ورځپاڼو استازي هم شامل وو، وویل: «موږ په ډېر نږدې ډول څارو چې نور هېوادونه څه کوي، که هغه زموږ اروپايي شریکان وي یا نور، او هغه خبرې چې دوی یې له نورو هېوادونو سره کوي، په شمول د افغانستان."

اسقف له خطر سره مخامخ افغانانو سره د آلمان پر چلند نيوکه وکړه

هغې زیاته کړه: «زه نه غواړم د حکومت دننه روانو اضافي خبرو ته ورشم، موږ به په راتلونکې کې نور معلومات وړاندې کړو. خو بېشکه موږ دا موضوع نږدې څارو او له خپلو شریکانو سره کار کوو ترڅو ګډې هڅې وکړو او ممکنه هوکړې ته ورسېږو.»

محمود وویل: «زه نه دا خبره ردوم او نه یې تاییدوم. زه نه غواړم د روانو خبرو په اړه دوامداره تبصره وکړم.»

له دې مخکې راپور ورکول شوی و چې د اروپايي اتحاديې چارواکي د افغانانو د اخراج پر موضوع د طالب چارواکو کوربتوب کوي.


احمد ولي اڅکزی احمد ولي اڅکزی له بن څخه د افغانستان او سیمې په تړاو مختلفو موضوعاتو باندې راپورونه جوړوي.
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب